د چين- منځنۍ اسيا د همکاريز پرمختګ فورم او د ورېښمو لار د نړيوالې خپرونې درېيمه غونډه د جون په ۲۲مه نېټه د قزاقستان په پلازمېنه استانا کې تر سره شوه. د چين او منځنۍ آسیا د خبري رسنيو، فکري مرکزونو، کلتوري ټولنو او تصديو کابو ۲۴۰ تنه شخصيتونو پکې د ورېښمو لار پر اړوندو همکاريو ژور بحثونه کړي دي.
د قزاقستان د ولسمشر مرستيال د پيل په مراسمو کې د دغه هېواد د ولسمشر د مبارکۍ پيغام لوستلی دی. ولسمشر توکايف په دغه پيغام کې ويلي، د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ورځې دمخه د منځنۍ اسيا پنځو هېوادونو له مشرانو سره د چين- منځنۍ اسيا په ۲مه سرمشريزه کې ګډون کړی دی. د چين-منځنۍ اسيا د همکاريز پرمختګ فورم او د ورېښمو لار د نړيوالې خپرونې ۳مه غونډه د منځنۍ اسيا هېوادونو او چين ترمنځ د انساني تک راتګ او کلتوري تبادلې لپاره ډګر برابروي او مثبت رول لري.
د پيل په مراسمو کې د چين- منځنۍ اسيا د سيمه يزې همکارۍ پرمختيايي مرکز رسما جوړ شو.










