چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چين نوی پرمختګ به بېلا بېلو هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 11, 2025
in نړیوال خبرونه
0
د چين نوی پرمختګ به بېلا بېلو هېوادونو ته فرصتونه برابر کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۲۵مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د دغه هېواد لپاره د ۱۶ هېوادونو د نويو سفیرانو باورليکونه ومنل.

شي جين پينګ نويو سفيرانو ته ويلي،‌ چې هېواد به يې د لوړې سويې ورخلاصون نور هم پراخ کړي، له بېلا بېلو هېوادونو سره به د لوی بازار ګټې شريکې کړي، د نړۍ بېلا بېلو هېوادونو ته به نوي فرصتونه برابر کړي او ټول به په ګډه نړيوال اقتصاد ثابت وساتي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

روان کال نړيوال وضعيت ډېر پېچلی او بې ثباته دی. چين د لوړې سويې پر ورخلاصون ټينګار لري او د خپل باکيفيته پرمختګ له لارې د نورو هېوادونو پرمختګ پياوړی کوي او د چيني شکله عصري کېدو له لارې به د نړۍ د بېلا بېلو هېوادونو عصري کېدو ته وده ورکړي.

د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړيوال نندارتون د جولای په ۲۰مې نېټې په بېجينګ کې پای ته ورسېد او د لاسلیک شويو همکاريزو تړونونو او هوکړو شمېر پکې له ۶ زرو څخه پورته ښودل شوی دی. د دغه نندارتون د پای په مراسمو کې د هونيوېل نړیوال شرکت او سيمنس شرکت په شمول څه باندې سلو چيني او بهرنيو شرکتونو او سازمانونو د چين د اکمالاتي ځنځير په څلورم نړیوال نندارتون کې د ګډون هوکړې لاسليک کړې دي.

د ياد نندارتون همکاران ډېر زیات او د اکمالاتي ځنځیر همکارۍ يې ډېر ژورې دي او لامل يې دا ښودل کېږي، چې چين په دوامدار ډول د سوداګرۍ چاپېريال پياوړی کوي او د ورخلاصون له لارې ګډې ګټې او فرصتونه برابروي.

شي جين پينګ د روان کال په مارچ کې د بهرنيو شرکتونو او سوداګريزو ټولنو له څه باندې ۴۰ مشرانو او استازو سره ولیدل او پر ځينو مسئلو يې ورسره نظر تبادلې وکړې.

نوموړي په ټينګار ويلي، چې ورخلاصون د چين اساسي تګلاره ده او د لوړې سويې ورخلاصون ته به نوره هم وده ورکړي او د مقرراتو، ادارې او معيارونو په برخو کې به د ميکانيزم ورخلاصون زيات کړي.

چين تراوسه د ازادې سوداګرۍ د ازمويښت ۲۲ سيمې جوړې کړي او د ميکانيزم نوښت ۳۷۹ برياليتوبونه يې د هېواد په کچه مروج کړي دي او د دې ترڅنګ بېلا بېل لوی او مهم نندارتونونه يې ترسره کړي، د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ لپاره يې هڅې کړي او د وروسته پاتو هېوادونو او افريقايي هېوادونو پر ټولو توليداتو يې ګمرکي تعرفې صفر  ته راښکته کړې دي.

شي جين پينګ د مې په ۱۳مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې د چين ـ لاتيني امريکا فورم د وزيرانو د څلورمې غونډې پرانيستونکو مراسمو ته ويلي وو، چې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د يووالي او همکارۍ له لارې د نړۍ سوله او ثبات ډاډمن او د نړۍ پرمختګ او سمسورتيا پياوړې کېدای شي.

چین د ۱۴م پنځه کلن پلان د تطبيق په بهیر کې د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره په يو اړخيز ډول له وېزې پرته دغه هېواد ته د سفر اسانتياوې برابرې کړي او هم یې له يادو هېوادونو سره له ويزې پرته د خلکو د متقابل تګ راتګ تګلارې پلې کړي او د ۵۵ هېوادونو د اتباعو لپاره يې له ټرانزيټي ويزې پرته په دغه هېواد کې د پاتې کېدو تګلاره پلې کړې ده.

د روان کال په لومړيو ۷ مياشتو کې د چين د توکو سوداګري مخ په ښه کېدو وه او د صاداراتو او وارداتو عمومي اندازه یې ۲۵ اعشاريه ۷ ټريليونو يوانو ته رسېدلې وه، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي.

چين او لاتيني امریکا د کمربند او لارې د باکیفيته ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د اساسي تأسيساتو ټولټال څه باندې ۲۰۰ پروژې پلې کړې دي.

چين د باکيفيته پرمختګ، ورخلاصون او همکارۍ لپاره هڅې کوي،‌ بحران کې راګيرې نړۍ ته باور او خوځنده ځواک ورکوي او د بېلا بېلو هېوادونو لپاره به د پرمختګ زیات فرصتونه برابر کړي.

فرشته

Previous Post

د چين د سمندري پوليسو ادارې د هوانګ يان ټاپو شاو خوا بحري سيمې ته د فيليپيني بېړيو د ناقانونه ننوتنې په اړه وينا وکړه

Next Post

د ۱۰ هېوادونو دیني عالمانو پنجشېر ته سفر کړی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د ۱۰ هېوادونو دیني عالمانو پنجشېر ته سفر کړی

د ۱۰ هېوادونو دیني عالمانو پنجشېر ته سفر کړی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د کابل امنیه قومنداني: یوه اونۍ کې اتیا کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

د کابل امنیه قومنداني: یوه اونۍ کې اتیا کسان د جنايي جرمونو په تور نیول شوي

اکتوبر 3, 2021
بایډن امریکا ته؛ د افغان کډوالو د ورتلو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

بایډن امریکا ته؛ د افغان کډوالو د ورتلو لپاره ۳۰۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړل

جولای 24, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ