چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین او هندوراس ترمنځ همکارۍ ښه دوه اړخیز تمایل لري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 14, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د چین او هندوراس ترمنځ همکارۍ ښه دوه اړخیز تمایل لري
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

هندوراس د منځنۍ امریکا یو مهم هېواد دی او د سږ کال د مارچ په ۲۶مه نېټه يې تازه له چین سره ډيپلوماتیکې اړیکې ټينګې کړې، دغه راز هندوراس ۱۸۲م هېواد دی چې له چین سره يې رسمي اړیکې ټينګې کړې دي.

د هندوراس ولسمشرې اریس شیومارا کاسترو د جون په ۱۲مه نېټه چین ته په رسمي سفر پيل کړ. د چین د دولت رییس شي جين پينګ ورسره کتنه وکړه او د دواړو مشرانو په حضور کې دواړو خواوو په مختلفو ساحو کې د همکارۍ او تفاهم ۱۷ یادښتونه لاسلیک کړي دي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د هندوراس د بېلا بېلو رسنیو په ویبپاڼو کې د جون په ۱۳مه نېټه د نوي تاریخي پړاو د پيلېدو پيغام خپور شوی، او پکې راغلي چې هندوراس له چین سره د یو کمربند او یوې لارې د ګډې جوړونې د تفاهم یادښتونه لاسلیک کړل، دغه هېواد ته به د پرمختګ نور ګټور فرصتونه راوړي.

د چین او هندوراس ترمنځ د سیاسي اړیکو ټينګېدو یوازې دوه نیم میاشتې وروسته، د هندوراس ولسمشرې چین ته رسمي سفر پيل کړ. له دې څخه ښکاري، چې دواړه هېوادونه د خپلمنځي اړیکو د ټينګښت لېوالتیا لري.

د هندوراس د بهرنیو چارو وزیر ایدواردو رینا د هندوراس او چین ترمنځ د اړیکو راتلونکي په اړه وویل، د دواړو هېوادونو اړیکې لکه یوه ونه او د ګړندۍ ودې په حال کې دي.

د دغې لويې ونې بنسټ سیاسي متقابل باور دی، چین او هندوراس د یو چین پېژندنې اصولو پر بنسټ خپلمنځي ډيپلوماتیکې اړیکې ټينګې کړې، دا د دواړو خواوو اړیکو د ټينګښت سیاسي بنسټ هم دی. شي جین پينګ له ولسمشرې کاسترو سره په کتنه کې د یو چین پېژندنې پر اصولو بیا ټينګار کړی او باور يې څرګند کړ چې هندوراس به دغه اصول جدي مراعات کړي. ولسمشرې کاسترو ژمنه وکړه چې هندوراس د یو چين پېژندنې له اصولو کلک ملاتړ کوي او جدي رعایت ته یې ژمنه ده. سربېره پر دې، هندوراس د خپل هېواد د یووالي د عملي کولو لپاره د چین له ټولو کوښښونو څخه ملاتړ کوي.

د چین او هندوراس د اړیکو ټینګښت ښه بنسټ لري، نو د دواړو خواوو اړیکې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي. د چین د ګمرکاتو ادارې شمېرې ښيي، چې د سږ کال په لومړیو ۴ میاشتو کې پر چین د هندوراس صادرات ډېر ورزیات شوي او د تېر کال د همدې مودې په نسبت ۲۰۶ سلنه زیاتوالی ښيي. په عین وخت کې د دواړو خواوو سوداګریز ارزښت د چټک زیاتوالي په حال کې دی.

ولسمشرې کاسترو چین ته د سفر په ترڅ کې د برېکس هېوادونو د نوي پرمختګ بانک کې د ګډون غوښتنلیک وړاندې کړ، دواړو خواوو موافقه کړې چې د خپلمنځي ازاد سوداګریز تړون په اړه خبرې اترې ژر تر ژره پیل کړي، د یو کمربند او یوې لارې د ګډې جوړونې په شمول د همکارۍ او تفاهم یو لړ یادښتونه يې لاسلیک کړل، د ګډې اعلاميې په خپرولو سره يې ګډې نظریې راغونډې کړې دي. دواړو مشرانو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پرمختګ پلان ټاکلی، چې خپلمنځي تبادلې او همکارۍ به پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به لا نورې زیاتې ګټې ورسول شي.

هندوراس له چین سره همکارۍ او تبادلې د ژورتیا لېوالتیا لري. ولسمشرې کاسترو وویل چې هغه د هندوراس خلکو د هیلو په پوره کولو سره چین ته راغلې ده.

هندوراس په تېرو څو سوو کلونو کې له خپل شمالي ګاونډي سره د ګډ ژوند په ترڅ کې تل ځپل شوی او د غیر مساواتو پياوړي احساسات يې لرلي. خو چین تل خپل ملګري مساوي ګوري او له هېڅ سیاسي شرط پرته ورسره يې همکارۍ او مشورې کړې. هندوراس د واقعي ملګري مانا پېژندلې ده. ولسمشرې کاسترو وویل، چین او هندوراس د دواړو پرمختیايي هېوادونو په توګه خپلمنځي همکارۍ ژورې کړې دي، له واقعي څواړخیزم ملاتړ کوي، دا به نه یوازې د چین او لاتيني امریکا هېوادونو ترمنځ همکارۍ پر مخ یوسي، بلکې د پرمختیايي هېوادونو د ګډو ګټو او نړیوال مساوات به ښه وساتي.

Previous Post

هلمند کې د لسګونه ټنه اوسپنې د قاچاق مخه نیول شوې

Next Post

امریکا د چين پر ۳۱ صنعتي تصديو بنديزونه لګولي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

امریکا د چين پر ۳۱ صنعتي تصديو بنديزونه لګولي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

چين: امريکا باید د بازاري اقتصاد او عادلانه سیالۍ اصولو ته درناوی وکړي

مارچ 29, 2023

چين له امريکا د څای ينګ ون له ترانزيت سره سخت مخالفت ښودلی

اپریل 6, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved