چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د چین د اضافي تولیدي توان په اړه د امريکا تېروتنې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 25, 2024
in نړیوال خبرونه
0
د چین د اضافي تولیدي توان په اړه د امريکا تېروتنې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د امريکا خارجه وزیر انتوني بلېنکن د اپرېل په ۲۴مې نېټې له چين څخه په خپله ليدنه پيل کړی دی. امريکايي لوري له دغه سفر مخکې اعلان وکړ چې ښاغلی بلېنکن به په چين کې د نوې انرژۍ په برخه کې د چيني توليداتو د اضافي توليدي ځواک په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړي. امريکا له يوې مودې راهيسې کله نا کله د نوې انرژۍ د چيني توليداتو د اضافي توليدي ځواک مسئله راپارولې او د چين پر ضد د اقتصادي جګړې د يوې نوې وسيلې په توګه يې غوره کړې ده.

ځينو امريکايانو دغه توليدي توان له نړيوالې سوداګرۍ سره نښلولی او په دې اند دي چې د زياتو توکو صادرول د توليدي توان له حده وتلی مانا لري. دا منطق د مسلکي اقتصادپوهنې سره سمون نه لري او د نړيوال کېدو د پرمختيايي تمايل پر ضد کړنه ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په عصري نړيوال سيستم کې د توکو توليد او اړتيا په کوم هېواد او سيمه کې نه محدود کېږي. د مختلفو هېوادونو له تجربو څخه ښکاري، دا ډېر عادي حالت دی چې د کوم ډول توليداتو توليدي اندازه د دغه هېواد له کورنۍ اړتيا زياته ده او بهر ته صادرېږي. لکه د امريکا چيپ او د جرمني موټر په سلو کې ۸۰ برخه نورو هېوادونو ته صادرېږي. دغه راز زياتره بوينګ او ايربس مسافروړونکې الوتکې هم د صادراتو لپاره توليدېږي. د سويس د نوي زوريخ ورځپاڼې په دې اړه خپل شک څرګند کړی کوم چې اسيا ته د لوېديځو هېوادونو صادرات هم د اضافي توليدي توان له امله رامنځته کېږي کنه؟ که يو هېواد د خپل بازار د اړتيا پوره کولو په موخه توليدي چارې تر سره کړي، نو نړیواله سوداګري څنګه پرمختګ وکړي؟

امريکا بيا ويلي، د نوې انرژۍ په برخه کې د چين توليدي توان له نړيوالې اړتيا څخه هم زيات ښکاري. حقيقت څرنګه دی؟ د انرژۍ نړيوالې ايجنسۍ د اټکل له مخې، د کاربن خنثی کېدو موخې ته د رسېدو په پار تر ۲۰۳۰م کال پورې به په ټوله نړۍ کې د نوې انرژۍ موټرو عرضه ۴۵میليونو عرادو ته ورسيږي او د لمريزې برېښنا جنراتورونو ظرفيت به ۸۲۰ ګېګا واټ (Gigawatt)ته ورسېږي. دا دوه شمېرې په جلا جلا توګه د ۲۰۲۲م کال له ۴.۵ او ۴ ځلو سره برابرې دي.

همدارنګه دا ثابتېږي چې اوس مهال د اړوندو توکو توليدي اندازه اوسنۍ بازاري اړتياوې نشي پوره کولای، په ځانګړي توګه د نوې انرژۍ پر توليداتو د پرمختيايي هېوادونو بالقوه اړتياوې خورا زياتې دي. چين اوس په ټوله نړۍ کې د بيا کارېدونکې انرژۍ تر ټولو لوی بازار دی او د اړوندو تجهيزاتو لومړی قوي توليدي توان لري. په داسې حال کې په اړوندو چارو کې د چين غوره توليدي توان له حده نه دی وتلی او د ټولې نړۍ له اړتياوو سره سمون لري.

په حقیقت کې د امريکا د لمسون پالیسي د لوېديځ اقتصاد (western economics)د اړوندو تيوريو پر ضد ده. د لوېديځ اقتصاد د اړوندې تیورۍ په رڼا کې که يو هېواد په ټيټې بیې کوم ډول توکي توليدولای شي، نور هېوادونه دې د ګمرکي مالياتو هېڅ خنډونه نه اچوي، وارد دې کړي او خپل غوره والی لرونکي توکي دې صادر کړي. د چين نوې انرژۍ توليدات د حکومت له مالي مرستو پرته د خپلو نوښتونو، بشپړو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو، سترې بازاري پيمانې او زياتو بااستعدادو کسانو په اتکا لوړتیا خپلوي. امريکايي لوری دې د چين پر اړوندو چارو خپله نيوکه بنده کړي او خپل غوره والی دې ومومي.

امريکا او نور لوېديځ هېوادونه د نوې انرژۍ په چارو کې نيمګړتياوې لري. د دغه هېواد د ماليې وزيرې یېلن په شمول زيات اقتصاد پوهان ښه پوهېږي چې د اضافي توليدي توان په اړه نظريه ناسمه ده، نو ولې دغه مسئله لا هم پاروي؟ اصلاً امريکا ناروغه ده، ولې چين درمل وخوري؟ تر شا يې موخه دا ده چې د خپلو نيمګړتياوو پړه پر چين واچوي. دا په ګټې، رايې او تسلط پورې تړاو لري.

د برېټانيا د لندن اقتصادي او سوداګريزو تګلارو ادارې پخواني مشر په دې وروستيو کې په يوې ليکنې کې ويلي، امريکا اندېښنه لري چې خپل مخ په زياتېدونکي توليدات د نړيوالې سوداګرۍ په ارزښتي ځنځير کې لوړ ځای بيا نشي ساتلی. له دې نه د امريکا اقتصادي موخه افشا شوې چې د چين د نويو چارو پرمختګ مخه ونيسي او په بازاري سيالۍ کې خپل غوره والی وساتي.

روان کال کې به په امريکا کې ټولټاکنې تر سره شي. د امريکا ولسمشر څو ورځې دمخه په ميشګان ايالت کې چې عمده چارې يې د موټر جوړول دي، ويلي، حکومت به يې د چين د برقي موټرو پر ضد اقدامات ونيسي. ظاهراً امريکايي چارواکو د اضافي توليدي توان په اړه څرګندوې د رايو د خپلولو او د شخصي ګټو د ترلاسه کولو په موخه کړې دي.

امريکا پخوا د چين پر دوديزو توليدي چارو، اوس د نوې انرژۍ پر چارو نيوکه کوي. تر شا د دغه هېواد د تسلط منطق څرګندېږي. که له بلې زاويې وګورو، دا بېخي د امريکايي تسلط د کمزورېدو یوه ښکاره نښه ده.

Previous Post

شي جين پينګ: چونګ چینګ ښار دې د اصلاحاتو او ورخلاصون ګامونه لا ژور کړي

Next Post

تیر کال افغانستان کې د ملاریا، یو لک ۸ زره ۷۸۱ پېښې ثبت شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
تیر کال افغانستان کې د ملاریا، یو لک ۸ زره ۷۸۱ پېښې ثبت شوې

تیر کال افغانستان کې د ملاریا، یو لک ۸ زره ۷۸۱ پېښې ثبت شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د پاسپورت ویش بهیر پرانیسته؛ چارې پيل شوې، ښځینه کارکوونکې هم کار ته راګرځېدی شي

د پاسپورت ویش بهیر پرانیسته؛ چارې پيل شوې، ښځینه کارکوونکې هم کار ته راګرځېدی شي

اکتوبر 5, 2021
په چين کې بهرنۍ پانګونې نوی ريکارډ ټينګ کړی

په چين کې بهرنۍ پانګونې نوی ريکارډ ټينګ کړی

جنوري 20, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ