د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مسکو کې د چین د دفاع له وزیر لي شانګفو سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي. د چین دفاع وزیر هم په ښه ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لا پراخېدل ستایلي او دا یې د نړۍ د امنیت په پراخېدو کې یوه مهمه برخه ګڼلې ده. دواړو هېوادونو ویلي چې، مشارکت یې سرحد نهلري. د چین ولسمشر شي جین پینګ تېره میاشت په مسکو کې له پوتین سره کتلي و.












