چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

د چین د کمونېست ګوند د واکمنۍ افکار

لیکنه: وانګ یو؛ په افغانستان کې د چین لوی سفیر

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 31, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
چین د افغانستان د سولې په بهیر کې فعال او رغنده رول لوبوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

که غواړئ چین وپیژنئ، نو ښه به وي، چې تر هر څه لومړی د چین کمونېست ګوند په اړه پوره مالومات ولرئ.

د چين کمونېست ګوند له چينايانو سره نه جلاکېدونکې اړیکي لري او په هيواد کې يې ژورې رېښې غځولې دي. د دغه ګوند د غړيو شمېر د ۲۰۱۹م کال تر پايه پورې ۹۱ ميليونه او ۹ سوه ۱۴ زره حساب شوی او د نړۍ تر ټولو لوی ګوند بلل کیږي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

 د چین کمونېست ګوند د هيواد واکمن ګوند دی او په چينايي ټولنې کې يې د یوې لویې ونې په څېر جرړې غځولي او څانګې يې قوي او پاڼې يې تازه او رپاندې دي. د دغه ګوند غړي د چین په بېلا بېلو برخو کې متحرک او مثالي رول لوبوي او د ژوند په ټولو برخو کې فعال قوت لري او د ګوند د مرکزي کمیټې تر مشرۍ لاندې د خلکو د نیکمرغۍ او د هېواد د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي. د دغه ګوند ډېری غړي عام خلک دي او د خلکو په مینځ کې اوسي او عادي ژوند او چارې پر مخ وړي.

کله چې د چين وګړي له ناورينونو، ستونزو او سختو شېبو سره لاس او ګرېوان وي، نو د چين کمونېست ګوند خپلو غړو ته لارښوونه کوي، چې په لومړۍ کرښې کې د خپلو خلکو خدمت وکړي. د ۲۰۲۰م کال په پېل کې د کرونا وبا ناڅاپي را پورته شوه او د نړۍ ګڼ هيوادونه او نړيوال اقتصاد يې له ستونزو سره مخ کړي دي.  د چين د کمونېست ګوند ۳۹ ميليونو او یو سلو ۴۴ زرو غړو د خپل هيواد دننه د دغې وبا پر وړاندې مبارزه پېل کړه او له ډېرو ستونزو سره سره یې د خپلو خلکو ژوند وژغوره او د دوی د ساتلو لپاره یې ټينګ لوی ديوال جوړ کړ. د دوی د هڅو او زیار په برکت، چین په نړۍ کې یو له هغو غوره هیوادونو څخه دی، چې دغه وبا یې ښه کنټرول کړې ده. چين د ډسمبر په ۳مه نېټه اعلان وکړ، چې له ټاکل شوي مهالویش سره سم يې د غربت کمولو موخه بشپړه کړې ده. د چين د کمونېست ګوند سلګونو زرو لومړيو سکرترانو او د کلیوالو سيمو څو ميلیونو مرستندویه کدرونو د اتو کلنو پر له پسې هڅو په رڼا کې د کلیوالو سیمو ټول بې وزله خلک له بې وزلۍ څخه اوباسل او د دوی د زیارونو او هڅو په رڼا کې د ټولو بې وزلو ولسواليو خلکو د بې وزلۍ خولۍ له سره لیرې کړې.

 په چين کې نږدې سل ميليونو بې وزله خلکو له فقر او بې وزلۍ سره مخه ښه کړې او دا د ليدو وړ برياليتوب دی او د دې ښکاروندويي کوي، چې چين د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰ کال د دوامدار پرمختګ اجنډا موخه لس کاله دمخه پوره کړې ده.

د چین د کمونېست ګوند رهبري د تاریخ انتخاب او د خلکو انتخاب دی او چينايان يې کلک ملاتړ او پلوي کوي. د چين کمونېست ګوند په ۱۹۲۱کال کې تاسيس شوی او د دغه ګوند د مشرۍ په رڼا کې چين سمسور شوی او چینایانو خپله خپلواکي، سمسورتیا اوغښتلیتوب ګټلي، پخوانۍ کمزورتیا يې بدله شوې او پوره نیکمرغي يې موندلې ده. د نړۍ د ځینو مشهورو ارګانونو د خپلواکو ټولپوښتنو له مخې، د چین له کمونېست ګوند او د چین حکومت څخه د چينايانو ملاتړ په نړۍ کې لومړی مقام نيولی او توازن یې له ۹۰ سلنې څخه هم لوړ دی.  د چین د کمونېست ګوند د مشرتابه د پياوړو لارښوونو په اثر چینایانو د کورونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې ستراتيژيک بری ترلاسه کړی او د چین پر کمونېست ګوند او حکومت د باور، رضایت او ملاتړ کچه یې د تاریخ لوړې کچې ته رسیدلې ده.

د چین کمونیست ګوند د نړۍ له مختلفو سیاسي ګوندونو سره فعالې اړیکې ټینګې کړي او له ډېرو هیوادونو سره یې د سالمو او مستحکمو اړیکو، د نړۍ د سولې ساتلو، د اقتصادي پراختیا او د بشر د پرمختګ لپاره خدمتونه کړي او کوي یې.

د چین کمونیست ګوند په ایډیالوژیو او ټولنیزو سیستمونو کې توپیرونو ته پاملرنه نه کوي، او څلور اساسي اصول “خپلواکي، بشپړه برابري، متقابل درناوی او د یو بل په کورنیو چارو کې نه لاسوهنه” تعقیبوي او د بېلا بېلو هیوادونو ګوندونو خپلواک حیثیت او د خپل ټولنیز سیسټم او انکشافي لارې د غوره کولو حق ته درناوی لري. چین پر دې اند دی، چې ټول ګوندونه له یو بل سره مساوي چلند وکړي، هیڅ ګوند باید پر نورو ګوندونو خپل نظریات او عملونه تحمیل نه کړي او هر ګوند باید د هېواد او ګوند د واقعي شرایطو او تجربو له مخې د بل ګوند غوره شويو کورنيو او بهرنيو سیاستونو ته درناوی وکړي. د هر ګوند داخلي چارې باید د ګوند دننه حل شي او بهرني سیاسي ګوند ته باید هیڅ اجازه ورنه کړل شي، چې پکې مداخله وکړي او نه هم بايد د ګوندي اړیکو له لارې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې مداخله وشي.

د چین کمونېست ګوند د بشریت د سولې او عدالت د راوستلو لپاره پر انټرنېشناليزم ټینګار کوي. په نړيواليزم یا انټرنېشنالېزم کې ټول ګډ برخليک  او ګډ پرمختګ مومي او ټول ګډه ساه اخلي.  د چین کمونیست ګوند د افغانستان په ګډون د نړۍ د څه دپاسه ۱۶۰هیوادونو او سیمو له ۶۰۰ ګوندونو او سیاسي سازمانونو سره بېلابېلې اړیکې، نظر تبادلې او همکارۍ ترسره کوي. د افغانستان د لويو ګوندونو په شمول، د نړۍ څه د پاسه سلو ګوندونو د تېر ۲۰۲۰م کال د جولای په لومړۍ نیټه، د چین د کمونیست ګوند د تاسیس د ۹۹ مې کلیزې په مناسبت دغه ګوند ته پیغامونه ولیږل او په تېرو ۹۹ کالونو کې يې د چین د کمونېست ګوند پرمختګ او د چین ستر لاسته راوړنې ستايلې دي او ټولو ګوندونو باور ښودلی، چې د چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې دغه هيواد ژمن دی، چې د روښانه راتلونکې په لور وخوځيږي او د انساني ټولنې پرمختګ لپاره نوي او لا ډېر خدمتونه وکړي.  سږ کال به د چین د کمونیست ګوند د تاسیس سلمه کلیزه ولمانځل شي. د چین کمونیست ګوند د چیني ملت زرګونو کالونو خدمت او لویو چارو ته ژمن دی او سل کالونه يې یوازې د ځوانۍ ورځې تېرې شوې دي. د بې سارې ساري ناروغۍ له امله په نړۍ کې د لویو بدلونونو تحول د ګړندي کېدو په حال کې دی او د چین کمونیست ګوند به د نړۍ د سولې، ګډ پرمختګ او د نړۍ د ادارې د بشپړتیا لپاره نوي لوري، نوي پلانونه او نوي غوره والي وړاندې کړي.

د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جین پینګ ويلي، د چین کمونیست ګوند لوی ګوند دی، نو باید د عظمت څرګندویي وکړي. د چین کمونیست ګوند د چینایانو د خوښۍ په لټه کې دی، د چیني ملت د احیا په لټه کې دی او د بشریت د سولې او پرمختګ په لټه کې دی. د چين کمونېست ګوند تل د نړيوالې سولې لپاره خدمت کړی او کوي يې. چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې زورواکي نه غواړي او نورو هېوادونو ته به هم لاس ونه غځوي. د چین کمونېست ګوند د نړۍ د ګډ پرمختګ لپاره تلپاتې خدمت کوي، دغه ګوند نه يوازې د چينيانو، بلکې د نړیوالو لپاره هم نیکمرغي لټوي. د چين کمونېست ګوند تل د نړۍ د تمدنونو تبادلې او متقابلو زده کړو لپاره خدمت کوي او په پراخې سینې او ښه نظر د نړۍ بېلا بېلو تمدنونو ته ګوري.  دغه ګوند د خلکو کلتوري تبادلې او دوستانه ملکي تګ راتګ څخه کلک ملاتړ کوي او غواړي د نړۍ د ټولو هیوادونو خلکو او سیاسي ګوندونو سره ډیالوګ او همکارۍ ولري.

چین او افغانستان دوستانه او نږدې ګاونډیان او له اوږدې مودې راهیسې ښې اړیکې پالي او تر اوسه یې یو پر بل یرغل نه دی کړی. دواړو هيوادونو د نیک ګاونډیتوب ښه دود ساتلی او د دوه اړخیزو اړیکو دوامدار پرمختګ پرمخ بيايي. د چین کمونیست ګوند، حکومت او چينايان غواړي، د افغانستان له مختلفو سیاسي ګوندونو سره د نظرتبادلې پیاوړي کړي، ترڅو د چین او افغانستان خپلمنځي اړيکې، ملګرتيا او همکارۍ پياوړې او تلپاتې شي او دواړه هيوادونه ګډ پرمختګ وکړي. چين هيله لري، چې په افغانستان کې سوله او ثبات ژر رامنځته شي او د بشر د ګډ برخلیک ټولنه په ګډه اباده کړي.

Previous Post

جک سلېوان: طالبان دې د نمایشي خبرو پر ځای رښتیني مذاکرات وکړي

Next Post

امنیت شورا: د بهسودو پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی لېږل شوی دی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
امنیت شورا: د بهسودو پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی لېږل شوی دی

امنیت شورا: د بهسودو پېښې ارزونې لپاره یو پلاوی لېږل شوی دی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ايران د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو لېست خپور کړ

ايران د ولسمشريزو ټاکنو د نوماندانو لېست خپور کړ

جون 10, 2024
م.م: د حوثي یاغیانو په لیکو کې ۲ زره ماشومان وژل شوي

م.م: د حوثي یاغیانو په لیکو کې ۲ زره ماشومان وژل شوي

جنوري 30, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved