سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

د کمربند او لار وړانديز د پورونو لومه نه، بلکې د پرمختګ فرصت دی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اکتوبر 18, 2023
in نړیوال خبرونه
0
د کمربند او لار وړانديز د پورونو لومه نه، بلکې د پرمختګ فرصت دی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د کمربند او لار د نړيوالې ههمکارۍ درېیم فورم د اکتوبر په ۱۸ مه نېټه په بېجينګ کې پرانیستل شو. له يوې مودې راهيسې ځينو لوېدیځو سياستوالو او خبري رسنيو هڅه کړې چې د ځينو پرمختيايي هېوادونو د پورونو د ستونزو په اړه زيات جعلي راپورونه خپاره کړي، د چين طرحه يې د پورونو لومه بللې او له دې لارې يې غوښتي چې د کمربند او لارې پروژې بدنامې کړي. خو حقیقت دا دی چې د کمربند او لارې وړانديز د پلي کېدو له لس کلن مزل راهيسې، يو هېواد هم د دې وړانديز د اړوندو پروژو له امله د پورونو په لومه کې نه دی ښکېل شوی.

د بېلګې په توګه، لوېديځو رسنيو په خپلو راپورونو کې سريلانکا ډېره یاده کړې او دغه هېواد يې د پورونو په لومه کې ښکېل بللی دی. د سريلانکا ولسمشر رانيل ويکريميسينغي دغه خبر رد کړی او ویلي يې دي، چې هېواد يې د چين لخوا د پورونو په لومه کې ښکېل شوی  نه دی. سربېره پردې، د سريلانکا د مرکزي بانک شمېرې ښيي، چې سريلانکا ته د چين لخوا برابر شوي پورونه يوازې د دغه هېواد په ټولو بهرنيو پورونو کې شاوخوا ٪ ۱۰ نيسي، دغه راز د چين لخوا د برابر شوو پورونو ٪ ۶۱.۵ داسې ورکړل شوې، چې سود يې تر نړيوال بازار کم دی. د استراليا  فکري مرکز لويي (Lowy) انسټيټيوټ ويلي، چې سريلانکا ته د نورو هېوادونو لخوا  ورکړل شوو پورونو کې ٪۴۷ د نړيوالې پانګې بازار لخوا او ٪ ۲۲ يې د اسيا پرمختیایي بانک په ګډون د څواړخیزو بانکونو لخوا برابره شوه.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

پر سريلانکا سربېره د انګولا، جيبوټي، کينيا، زامبيا او نوې پاپوا ګينه په ګډون یو شمېر هېوادونه هم د لوېديځو سیاستوالو او رسنیو لخوا د پورونو په لومه کې ښکېل بلل شوي دي.

د امريکا جانس هوپکينس (Johns Hopkins) پوهنتون د چين او افريقا څېړنيز انسټيټيوټ د مشرې ديبوراح بروتيګام (Deborah Brautigam) په لارښوونې څېړنیزې ډلې د يوې څېړنې نتيجه خپره کړې چې له مخې يې افريقا ته د چين لخوا ورکړل شوي پورونه دغه هېواد ته د نورو هېوادونو لخوا په ټولو ورکړل شوو پورونو کې یوازې ٪ ۱۷ نيسي چې د لوېديځو هېوادونو لخوا تر برابر شوو پورونو ډېر کموالی ښيي.

لوېديځ خپل پورونه فرصت ګڼي او د چين پورونه لومه بولي، چې دغه کړنه يې عادلانه نه ده. د امريکې رسنۍ سي اېن اېن څوڅو ځلې د کينيا له ولسمشر کينياتا سره د مرکې پر مهال دغه هېواد ته د چين ورکړ شوي پورونه لومه بللې، کينياتا په ډاګه د سي اېن اېن د وياندانو خبرې رد کړې او ويلي يې دي: ((رښتيا موږ له چين پورونه ترلاسه کړي، خو له امريکې مو هم پورونه ګټلي دي)). د کمبوديا د اطلاعاتو وزارت وزیر کيو کانخاریتح په ټولنيزو رسنيو کې په غوسه ويلي: (( امريکا  پرمختيايي هېوادونو ته خبرداری ورکوي چې کمربند او لار مو د پورونو په لومه کې د ښکېلېدو سبب کېږي. ايا دغه هېواد موږ ناپوه ګڼي او فکر کوي چې موږ د پورونو په لومې هېڅ نه پوهېږو.

د نړيوال معيار له مخې، که يو هېواد له نورو هېوادونو ډېر پورونه ترلاسه کړي، چې شمېر يې د خپل کورني توليد په عمومي اندازه( جي ډي پي) کې تر ٪ ۶۰ زیاته نیسي، نو دا لوی پورونه به يې له حده دروند بار وګرځي او دغه هېواد باید په احتياط  پرې پرېکړې ونیسي.

د نړيوال پرمختګ په نوم خپلواک فکري مرکز (Center for Global Development) د پلټنې نتيجه ښيي، چې د کمربند او لارې اړوندو هېوادونو ته د چين ورکړي پورونه په اوسط ډول د دغو هېوادونو په جي ډي پي کې يوازې ٪ ۱.۸ نيسي او دغه کچه تر ياد نړيوال معيار ډېر کموالی ښيي.

په تېرو لسو کلونو کې يو هېواد هم د کمربند او لارې د ابادۍ له امله د پورونو په لومه کې نه دی ښکېل شوی، برعکس ټولو هغو هېوادونو چې پدې طرحه کې يې برخه اخيستې، چټک پرمختګ موندلی دی.

د کمربند او لارې وړانديز په رڼا کې د افريقا په ختيځ کې لومړی ګړندی سړک جوړ شوی، په مالدیو کې لومړی داسې لوی پل جوړ شوی چې د دغه هېواد ټاپوګان نښلوي، په بلاروس کې د موټرونو د جوړولو چارې پيل شوې، ويتنام کې لومړي لیټ ريل پلټۍ (light railway)جوړه شوې، کمبوديا کې لومړی ګړندی سړک جوړ شوې او اندونيزيا کې ګړندی ريل پټلۍ جوړه او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی…..له تېرو لسو کلونو راهيسې، د کمربند او لارې په ابادۍ کې نږدې یو تریلیون(زر میليارډه) امريکايي ډالره پانګونې اچول شوې، څه باندې ۳۰۰۰ همکاريزې پروژې رامنځته شوې او د کمربند او لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو خلکو ته ۴۲۰ زره کاري فرصتونه برابر شوي او نږدې ۴۰ ميليونه خلک له بېوزلۍ څخه ژغورل شوي دي. نړیوال بانک وړاندوينه کړې چې که چېرې د کمربند او لارې په چوکاټ کې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو ټولې پروژې پلې شي، نو دغه پروژې به تر ۲۰۳۰م کال پورې هر کال نړۍ ته ۱۶۰۰ ميليارډه ډالره ګټې ورسوي چې دغه شمېر به د نړۍ په جي ډي پي کې ٪ ۱.۳ ونيسي او ٪ ۹۰ به يې د دغو پروژو د اړوندو هېوادونو لخوا شريک شي.

ګڼ شمېر حقیقتونو ثابته کړې چې کمربند او لار د پورونه لومه نه، بلکې د پرمختګ فرصت دی او د ابادوونکو هېوادونو خلکو ته رښتينې ګټې رسولی شي.

Previous Post

انټونيو ګوټرېش: کمربند او لارې د نړۍ څو ميليارډو خلکو ته هيلې او پرمختګونه رسولي

Next Post

پکتیا کې د یو سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
پکتیا کې د یو سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

پکتیا کې د یو سړک د جوړېدو چارې پيل شوې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

بلخ؛ د ۸ میلیونه ډالرو په لګښت د مالګې د تولید کارخونه پرانیستل شوې

بلخ؛ د ۸ میلیونه ډالرو په لګښت د مالګې د تولید کارخونه پرانیستل شوې

فبروري 17, 2026
طالبانو د درېیو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده

طالبانو د درېیو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده

جون 20, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved