د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د اګست په ۲۱مه اعلان وکړ چې د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په بلنه، د کوېټ د بهرنیو چارو وزیر شيخ جراح جابر الاحمد الصباح به د روانې اګست مياشتې په ۲۳مه او ۲۴مه نېټه له چين څخه رسمي ليدنه وکړي.














