چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

د ۱۶ سفارتونو ګډه اعلامیه: د طالبانو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 4, 2021
in افغانستان
0
د ۱۶ سفارتونو ګډه اعلامیه: د طالبانو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په کابل کې د بهرنیو استازولیو له لوري په هرات ولایت کې د یوناما پر دفتر د تېرې جمعې پر ورځ ترسره شوی برید په کلکو ټکو غندل شوی او پر طالبانو یې غږ کړی‎ چې د دغه جنګي جنایت عاملین پیدا او مجازات کړي.

په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان دې د بشري حقونو د نقض له انکار څخه لاس واخلي او په خپلو لیکو کې دې د مسوولو کسانو د تعقیب او څېړنې چارې ته پوره پاملرنه وکړي. اعلامیه زیاتوي‎، د طالبانو خبرې او عمل سره په ټکر کې دي، ځکه چې دا ډله له یوې خوا په قطر کې د خبرو اترو له لارې د افغان کشالې حل غواړي او له بلې خوا بیا بشري حقونه تر پښو لاندې کوي او د افغانانو او نړیوالې ټولنې د تمې خلاف جګړې ته دوام ورکوي. په کابل کې ټولو بهرنیو استازولیو په خپله اعلامیه کې په افغانستان کې د روانې جګړې پر ژر پای ته رسېدو ټینګار کړی او له ښکېلو لوریو او په ځانګړې توګه له طالبانو یې غوښتنه کړې، چې هر څه ژر اوربند ته غاړه کېږدي او د خبرو مېز ته حاضر شي. په اعلامیه کې وړاندې راغلي، چې دوی د افغانانو له غوښتنې چې د جګړې پای ته رسېدل دي، ملاتړ کوي او دغه راز غواړي ډاډ تر لاسه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو ترهګرو پر پټنځای نه بدلېږي.

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

له دې سره جوخت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال ۱۸میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي. نوموړي دا څرګندونې په دغه وزارت کې د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه له بهرنیو ترهګرو سره د طالبانو اړیکو ته په اشارې ویلي، چې د دغې ډلې په ملاتړ او مستقیمه همغږۍ ۱۰زره بهرني ترهګر په افغانستان کې پر جګړې بوخت دي.

اتمر څرګنده کړې چې د طالبانو جنګي جنایتونه د توجیه وړ نه دي او په خبره یې، دغې ډلې په سپین بولدک کې درې سوه ملکي کسان په ډله ییزه توګه وژلي او دغه راز یې ۳۰۰ بنسټیزې ټولګټې پروژې تخریب کړې دي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لاینز د روان تاوتریخوالي د ژر پای ته رسېدو غوښتنه کړې او په هرات کې یې د یوناما پر دفتر د دغې ډلې برید ته په اشارې ویلي چې طالبانو پر شویو ژمنو عمل نه دی کړی او ټینګار یې کړی چې له ترهګرۍ سره مبارزه یوازې د افغانانو نه بلکې د ټولو ګډ مسوولیت دی.

بلخوا طالبانو بیا په افغانستان کې د بهرنیو سیاسي استازولیو د دغې اعلامیې او دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

Tags: Top
Previous Post

لاجورد دهلېز؛ د سیمه ییز او نړیوال جیوپولیټيک په رڼا کې

Next Post

موږ لا هم په امریکايي اور کې سوځېږو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
خلک د جګړې دې دوام هرکلی نه کوي

موږ لا هم په امریکايي اور کې سوځېږو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Slot Black Hawk Deluxe By Wazdan Demo Free Play

سپتمبر 8, 2025
پوتین: ژر به د اټومي قدرت لرونکي هیوادونه ګډه ناسته جوړه کړي

پوتین: ژر به د اټومي قدرت لرونکي هیوادونه ګډه ناسته جوړه کړي

جون 19, 2020

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved