وخت په چټکۍ تېرېږي او نوی کال به ژر پیل شي. زه له بېجينګ څخه تاسو ټولو ته سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم.
مونږ د ۲۰۲۴ کال له پسرلي، دوبي، مني او ژمي څخه يو ځای راوتلي یو او ستونزې او برياليتوبونه مو په ګډه تجربه کړي چې یوه یوه يې شېبه ثبت شوې او ډېرې د يادونې وړ دي.
مونږ د بهرنيو او کورنيو حالاتو د بیلابیلو اغېزو پر وړاندې مقابله کړې، يو لړ اغېزمنې تګلارې مو پلې کړي او باکيفيته پرمختګ مو موندلی دی. د چين په اقتصادي چارو کې ښه والی راغلی، د کورني توليد عمومي ارزښت يې له ۱۳۰ ټريليونو يوانو اوښتی او د غلو دانو توليدي اندازه یې ۷۰۰ميليونو ټنو ته رسېدلې ده. د چين مختلفو سيمو په همغږۍ ګډ پرمختګ موندلی او د نوي ډول ښاري کېدو چارې یې د کليوالو سيمو له سمسورتيا سره ګډې شوې دي. دغه راز په هېواد کې د ټيټ کاربن ايستنې زرغونو چارو ته هم پرمختګ ورکړل شوی او د ښکلي چين ابادي چټکه شوې ده.
مونږ د مختلفو سيمو له ځانګړتياوو سره سم د نوي کيفيت د توليدي ځواکونو روزنه کړې او نوې صنعتي چارې او توليدي موډلونه مو يو په بل پسې رامنځته کړي دي. په چين کې د نوې انرژۍ موټرونو توليدي اندازه په لومړي ځل له ۱۰میليونو عرادو نه زياته شوې او د سرکټونو، مصنوعي ځيرکتيا او کوانټوم مخابراتو په شمول ځینو برخو کې یې نوې لاسته راوړنې راڅرګندې شوې دي. د سپوږمۍ د چانګ عه شپږم نمبر اکتشافي دستګاه په لومړي ځل د سپوږمۍ د شا له لوري څخه د خاورو نمونې ځمکې ته راوړي، منګ شيانګ بيړۍ په ليرې سمندري سيمو کې علمي څېړنې کړي، پر سمندر د شنجن او جونګ شان ترمنځ سړک په کار لوېدلی او په جنوبي قطب کې د چين لين علمي څېړنو سټېشن تر يخونو لاندې زياتې علمي څېړنې ترسره کړي او ښې لاسته راوړنې لري.
ما په روان کال کې د هېواد له مختلفو سيمو څخه ليدنې کړي او د خلکو رنګين ژوند مې له نژدې کتلی دی. په تيان شوی کې د هوا نيو سرې مڼې خورا لويې وې، د دونګ شان ټاپو په او جياو کلي کې بېړۍ له سمندري خواړو ډکې وې، د مای جي غره په سمڅو کې مجسمې په زړه پورې وي، په ليو چه شيانګ کوڅه کې لرغوني او غوره کورني دودونه په ميراث پاتې شوي، د تيان جين ښار په لرغونې کلتوري لارې کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه وه او د ينګ چوان ښار د څو قومونو په استوګنيزې سيمې کې د خلکو ترمنځ نيک ګاونډيتوب ښې خاطرې راکړې دي. هغه مسئلې چې ټول ورته پاملرنه لري، لکه استخدام، عايدات، د زړو او کوچينو ساتنه، ښوونه او روغتيا، تل به زما په زړه کې وي. له يو کال راهيسې د زړو د ساتنې مياشتۍ پيسې لوړې شوي، د کور د اخيستلو پور د سود کچه ټيټه شوې، د نورو سيمو اوسېدونکو ته په ځايي روغتونونو کې د طبي لګښت د ورکولو اسانتياوې برابرې شوي او د نويو توکو د اخيستلو په برخه کې ورته مالي مرستې برابرې شوې دي. دغه راز خلکو ته زياتې ګټې رسېدلې دي.
د چين سپورټي لوبغاړيو د پاريس اولمپيک لوبو کې ښې نتيجې ترلاسه کړي چې دا د ځوانانو د مثبتې انرژۍ او روحيې ښه څرګندويي کوي. د چين سمندري او هوايي ځواکونو خپله ۷۵مه کليزه ولمانځله. زيات شمېر ګوندي غړيو او کادرانو د سيلاوونو او توپان په شمول د طبيعي ناورينونو پر وړاندې له نورو مخکې زړورتوب ښودلی او په يووالي یې خلکو ته مرستې برابرې کړې دي. بې شمېره کارګران، کارکوونکي او د شرکت مسؤلين د خپلو ارمانونو د پوره کولو په هڅه کې دي. ما د ملي مډال او ملي نښان ګټونکو ته جايزې ورکړې او د وياړ احساس مې کړی دی چې هر کوشش کوونکی هم پکې برخمن دی.
اوسنۍ نړۍ د پيچلي بدلون په حال کې ده. چين د يوه مسؤلانه هېواد په توګه تل د نړيوالې ادارې او اصلاحاتو لپاره هڅې کوي او د سراسري جنوب هېوادونو ترمنځ يووالی او همکارۍ پرمخ بيايي. مونږ د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ لپاره کوښښونه کړي، د چين او افريقا د همکاريز فورم د بېجينګ سرمشريزې بریالی کوربتوب مو کړی، د شانګهای همکارۍ سازمان، برېکس ميکانيزم، د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ سازمان، د شلو هېوادونو ډلې په شمول په دوه اړخيزو او څواړخيزو ډګرونو کې مو د چين دريځونه بيان کړي او د نړيوالې سولې او ثبات لپاره مو زياتې مثبتې انرژۍ برابرې کړې دي.
مونږ د نوي چين د جوړېدو ۷۵مه کليزه ولمانځله او په هېواد کې راغلو سترو بدلونونو ته مو بيا کتنه کړې ده. د چيني ملت غوره تمدنونه له څه باندې ۵ زرو کلونو راهيسې نه یوازې د هه زون په نوم تاریخي اثار دي، بلکې چینایانو ته سېنه په سېنه په ميراث پاتې شوي دي. د چين کمونېست ګوند د ۲۰مې مرکزي کمېټې ۳مه عمومي غونډه په ۲۰۲۴ کال کې په برياليتوب ترسره شوه او پکې د اصلاحاتو پر دوامدارې هراړخيزې ژورتيا ټينګار شوی دی. مونږ اوس د اصلاحاتو او ورخلاصون پر لوري چټک ګامونه پورته کوو او چيني شکله عصريتوب به هرومرو په نوې زمانه کې لا ښکلې اينده ولري.
مونږ به په ۲۰۲۵ کال کې د ټولنيز او اقتصادي پرمختګ ۱۴م پنځه کلن پلان بشپړ کړو، لا مثبتې او اغېزمنې تګلارې به پلې کړو، باکيفيته پرمختګ ته به دوام ورکړو، په لوړې سويې به خپله علمي او تخنيکي ځان بساینه رامنځته کړو او د اقتصاد او ټولنې ښه پرمختيايي حالت به وساتو. اوس د چيني اقتصاد پر وړاندې نوی حالت رامنځته شوی، لکه د نړيوال حالت بې ثباتي، له پخواني نه د اقتصاد نوی خوځنده ځواک پيدا کول او ځينې نور یې یادولی شو. خو دا ټولې ستونزې په نه ستومانه کېدونکو کوښښونو لېرې کېدای شي. مونږ په سختۍ کې پرمختګونه موندلي او ځواکمن شوي یو او هر يو دې باور ولري.
د خلکو نيکمرغه ژوند زمونږ لومړنۍ دنده ده. هره کورنۍ غواړي چې خپل ماشومان یې له غوره ښوونې برخمن وي، زاړو کسانو ته یې ښه پاملرنه وشي او ځوانان یې له لا زياتو پرمختيايي فرصتونو سره مخ وي. دا ټول د خلکو د نيکمرغه ژوند رښتینې هيلې دي. مونږ بايد په ګډو هڅو سره د ټولنيزې ابادۍ او ادارې سويه پر له پسې لوړه کړو، د ټولنې همغږي او ټولشموله فضا باید برابره کړو او د خلکو ستونزې باید لېرې کړو، څو هر يو ښه ژوند ولري.
ما له وطن سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو د ۲۵مې کليزې په درشل کې يو ځل بيا دغه سيمې ته سفر وکړ او هلته مې نوي پرمختګونه او بدلونونه احساس کړل. مونږ به د يو هېواد او دوو نظامونو پر تګلارې ټينګار ولرو او د هانکانګ او مکاو دايمي سمسورتيا او ثبات به وساتو. د تايوان تنګي د دواړو غاړو خلک د يوې کورنۍ غړي دي. هېڅوک زمونږ د کورنۍ اړيکې نشي پرې کولای او نه هم د چين د يووالي مخه نيولای شي.
اوس په ټولې نړۍ کې د لویو بدلېدو بهير مخ په چټکېدو دی، چې د ټول بشر برخلیک په نظر کې نیولو سره د شخړو پای ته رسېدل یې ټولشموليت ته اړتيا لري. چين به له نورو هېوادونو سره دوستانه همکارۍ وکړي، يو له بل څخه به غوره تمدنونه زده کړي، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنه به ګډه اباده کړي او د نړۍ لا ښکلې راتلونکې به پرانيزي.
که څه هم ارمانونه ليرې ښکاري، خو د پوره کېدو امکانات یې شته. هر څوک د چيني شکله عصريتوب د ترسره کېدو په بهير کې رول لوبولی شي او هر کار دې په مينه ترسره کړي، نو هله به هره وړانګه وځلېږي. د هېواد سيندونه او غرونه ښکلي دي. راځئ په ښکليو ارمانونو د نوي کال د رارسېدو هرکلی وکړو. د هېواد د تلپاتې سولې، ثبات او سمسورتيا په هيله! د ټولو د ارمانونو د پوره کولو، خوشحالۍ او ارامۍ په هيله!












