چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

رسيپ د سيمې اقتصادي همکاريو ته خوځنده ځواک ورکړی

 ليکواله: د چين ميډيا ګروپ خبرياله زرينه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 21, 2022
in ليکنې او تحلیلونه
0
رسيپ د سيمې اقتصادي همکاريو ته خوځنده ځواک ورکړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بين د اپريل په ۲۰ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې رسيپ (RCEP، د سيمه ييزو جامع اقتصادي همکاريزو اړیکو تړون) د سيمې د هېوادونو د اقتصادي احيا، سمسور پرمختګ او د سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې يې مثبت رول لوبولی او د بېلابېلو هېوادونو تصدیو او خلکو ته یې ګټې رسولې دي.

رسيپ تړون ته د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د عمل جامه واچول شوه. د چين، جاپان، د کوريا جمهوريت، اسټراليا، نوي زيلنډ او د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو د ټولنې (اسيان) د لسو غړيو هېوادونو په شمول ۱۵ هېوادونو د ۲۰۲۰م کال د نومبر په ۱۵مه نېټه په ګډه یاد تړون لاسليک کړ. دغه تړون په نړۍ کې د ازادې سوداګرۍ ډېر لوی تړون دی او اصول يې د انلاين سوداګرۍ، د پوهنې ملکيت حق او د سياليزو تګلارو په شمول د مالونو، خدمتونو او پانګونو له نړيوالو سوداګريو سره اړه لري.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

د چين د ګمرکاتو عمومي ادارې د تازه شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړۍ ربعه کې د رسيپ تړون له ۱۴ غړو هېوادونو سره د چين د صادراتو او وارداتو عمومي ارزښت د چين د بهرنۍ سوداګرۍ په حجم کې٪ 30.4  نيولې، چې دا د تېر کال د همدې مودې په پرتله ٪ 6.9 زیاتوالی ښيي.

د بواو اسيايي فورم د روانې میاشتې په ۲۰ مه نېټه پرانيستل شوی او تر ۲۲ مې نېټې پورې به دوام ولري. د دغه فورم یو شمېر چيني او بهرنيو ګډونوالو ويلي، چې رسيپ تړون سيمه ييز پرمختګ له نويو فرصتونو سره مخ کړی دی.

د بواو اسيايي فورم په همدې ورځ د اسیا د اقتصادي لرليد او يووالي بهير په اړه يو کلنی راپور خپور کړی، چې له مخې به يې رسيپ د اسيايي هېوادونو ترمنځ د انلاين سوداګرۍ سربيه کمه کړي او صنعتي او ارزښتي ځنځيرونه به تنظيم کړي. د ملګرو ملتونو پخواني سرمنشي او  د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي او ټولنيزې کمېټې اجرائیه سکرتر شمشاد اختر وايي، چې رسيب به د اسيا او ارام سمندر سيمې پرمختګ ته نوې انرژۍ ورکړي. نوموړي وويل: ((رسيپ ډېر نوي عوامل لري او د توکو د توليدونکو ځايونو، د سرمايه ګذارۍ ، د پوهنې ملکيت حق د ساتلو او د انلاين سوداګرۍ په برخه کې يو لړ اسانتياوې برابروي. د دغه تړون له مخې به تر ۹۰٪ زياتې سوداګريزې معاملې له ګمرکي تعرفې معاف وي او دا به د سيمه ييزې سوداګرۍ د لوړ انډول سبب وګرځي. دغه راز خدماتي سوداګري به هم د دغه تړون د غړو هېوادونو په ورخلاصون کې نوی پرمختګ ومومي.))

د سينګاپور پخوانی مرستيال صدراعظم او کایتنګ شرکت رئيس هوانګ ګن چنګ وايي، که څه هم کرونا وبا اقتصادي وده له ستونزو سره مخ کړې، خو په تېرو دوو کلونو کې د اسيا او ارام سمندر سيمې د نړۍ تر نورو سيمو چټکه اقتصادي وده موندلې او د نړيوالې اقتصادي سمسورتيا لپاره يې مهم رول لوبولی دی. ښاغلي هوانګ ګن چنګ وويل: ((رسيپ سيمې او خپلو غړو هېوادونو ته د پرمختګ زيات فرصتونه رسولي دي، دغه تړون بهرنۍ سوداګرۍ ته اسانتياوې برابروي او ګمرکي تعرفې کموي، چې دا نه يوازې د سرمايې ګذارۍ او بهرنۍ سوداګرۍ په ګټه دي، بلکې خلکو ته به زيات کاري فرصتونه هم برابر کړي او د غړو هېوادونو د خلکو په ژوند کې به ښه والی راولي.))

Previous Post

بیزنیس سټنډرډ: له هرو درېیو ماشومانو دوه یې کافي خواړه نه لري

Next Post

حنا رباني کهر: د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
حنا رباني کهر: د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو

حنا رباني کهر: د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لرو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

متقي د چین له سفیر سره پر دوه اړخیزې سوادګرۍ خبرې کړې دي

متقي د چین له سفیر سره پر دوه اړخیزې سوادګرۍ خبرې کړې دي

فبروري 4, 2022
هرات کې د تېلو د ۱۱ بلاکونو د را ایستلو چارې پيلیږي

هرات کې د تېلو د ۱۱ بلاکونو د را ایستلو چارې پيلیږي

جنوري 31, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved