ځینو روسي سوداګرو او د خصوصي سکټور استازو ویلي چې هڅه کوي د رېل پټلۍ له لارې روسیې ته د افغانستان د تازه مېوو د صادراتو زمینه برابره کړي. د سرچینې د مالوماتو له مخې روسي سوداګرو په بلخ کې له افغان سوداګرو سره لیدلي او روسیې ته یې د تازه مېوو پر صادراتو خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې د ګډې پانګونې، سوداګریزو اړیکو او د علمي او مسلکي همکاریو پر پراختیا هم بحث شوی دی. دواړو لورو افغان ځوانانو ته د انلاین زدهکړو د برابرولو په اړه هم خبرې کړې دي.














