وروسته تر هغه چې د امریکا ولسمشر جوبایډن له اوکراین سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د نظامي تجهیزاتو مرسته تصویب کړه، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له اوکراین سره نظامي مرستې ټولې اروپا ته خطر پېښولی شي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې له اوکراین سره د نظامي مرستو دوام نه یوازې خپله اوکراین بلکې ټوله اروپا ګواښلی شي. نوموړي یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي چې له اوکراین سره نظامي مرستې ټولو ته خطر پېښوي، لومړی خپله اوکراین ته هغه هېواد ته چې امریکا او په ټوله کې غرب غواړي چې هلته جګړه دوام پیدا کړي. نوموړې دغه راز ویلي چې په دویم قدم کې دا مرستې اروپا ته هم ګواښ دی ځکه چې دا وسلې د تور بازار له لارې دغې لویې وچې ته راوړل کېږي نو د هغې په خبره اروپایان باید هوښیار اوسي.












