د زابل د شاجوی ولسوالۍ اړوند په رباط سیمه کې یو لنډکروزر موټر چپه شوی چې له کبله یې څلور کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د زابل د امنیې قومانداني ویاند ذبېحالله جوهر وايي، دا پېښه نن سهار شاوخوا لسنیمې بجې شوې او پهکې د سپرو اتو کسانو له ډلې څلور کسان مړه او څلور نور یې ژوبل دي. د هغه په وینا، د مرکز کلات ښار او شاجوی ولسوالۍ د روغتونونو روغتیايي ډله او امبولانس رسېدلی او د پېښې ټپیان یې مرکزي روغتون ته لېږدولي دي. جوهر زیاتوي چې په دې پېښه کې د مړو شویو کسانو جسدونه یې د شاجوی ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.












