سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

ستر سفر؛ د سمندري چارو په برخه کې د چين پرمختګ

لیکنه: ياسمين؛ د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبرياله

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
in ليکنې او تحلیلونه
0
ستر سفر؛ د سمندري چارو په برخه کې د چين پرمختګ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جولای ۱۱مه نېټه د چين د سمندري سفرونو له ورځې سره برابره ده. د ۱۶ کاله مخکې يعنې د ۲۰۰۵م کال د جولای ۱۱مه نېټه لويديځ ته د مشهور چينايي ديپلومات جنګ هه د سمندري سفر د يادونې له ۶۰۰ کليزې سره برابره وه او له همدې کال څخه د هر کال د جولای ۱۱مه نېټه د چين د سمندري سفرونو د ورځې په توګه ټاکل شوې ده.

د چين د سمندري سفرونو ورځې د فعاليتونو انتظامي کمېټې د جولای پر ۱۱مه ((د ۲۰۲۱م  کال د چين د سمندري سفرونو ورځې اعلاميه)) خپره کړه. په دغه اعلاميه کې راغلي، چې چين د سمندري ترانسپورټ، د بېړيو د جوړونې، سمندري حاصلاتو او د بېړنيو د عملو شمېر په برخو کې د نړۍ مخکښ ځای نيولی او په ګرده نړۍ کې يې خپلې سمندري ترانسپورټي کرښې او خدمتي شبکې جوړې کړي دي.

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

چين د زياتو کلونو کوښښونو وروسته د سمندري ترانسپورټ د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ په برخه کې ډېر پرمختګونه کړي دي. چين د شانګهای بندر، دا ليان بندر، تيان جين بندر او چينګ داو بندر په شمول لوی او مهم بندرونه او نور عامه بندرونه جوړ کړي چې په دغو بندرونو کې د مالونو د حمل و نقل اندازه په نړۍ کې تر ټولو زياته ده. چين د بندرونو د اټوماتيکو چارو او د اړوندو ماشينونو او تجهيزاتو د توليد د تکنالوژۍ په برخو کې د نړۍ مخکښ دی. په چين کې د سيندونو د ترانسپورټي کرښو اوږدوالی له ۱۲۷ زرو کيلومترو څخه زيات دی او دغه اوږدوالی او د مالونو ترانسپورتي اندازه يې په نړۍ کې لومړی ځای لري.

په چين کې په لويه پيمانه د سمندري ترانسپورټ د بنسټيزو تاسيساتو د ابادۍ زمانه پای ته رسيدلې او دغه هېواد په دې هڅه کې دی، چې د عصري او پرمختللې علمي تکنالوژۍ په مټ سمندري ترانسپورټ ته لوړ کيفيت او نوی پرمختګ ورکړي. برسيره پر دې، بندرونه د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو لپاره له نړۍ سره د نښلولو مهم ملاتړ دی، نو په بهر کې د بندرونو جوړونه لا هم د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د عملي کېدو مهمه برخه او د چين د نړيوالې همکارۍ مهم ډګر بلل کيږي.

په ۲۰۲۰م کال کې کرونا وبا پر نړيوال اقتصاد او د خلکو پر ژوند ډېرې منفي اغېزې کړي، د دغو ستونزو پر وړاندې سمندري ترانسپورټ له مشکلاتو څخه د نړيوال اقتصاد د وتلو او د چين اقتصاد د احيا په بهير کې مهم رول لوبولی دی. د چين د ترانسپورټ وازرت د شمېرنې له مخې، تېر کال د نړيوالې سوداګرۍ په اندازه کې د سمندري ترانسپورټ ونډه له ۸۵ سلنې څخه ۸۶ سلنې ته لوړه شوې ده. تېر کال د سمندري ترانسپورټ په وسيله د چين د صادراتو اندازه ۶ اعشاريه ۷ سلنه زياته شوې او ۳ ميليارډه او ۴۶۰ مليونو ټنو ته رسيدلې، چې د سمندري ترانسپورټ د سوداګرۍ د نړيوالې اندازې ۳۰ سلنه برخه يې نيولې او د دغه هېواد د وارداتو او صادراتو د مثبت زياتوالي لپاره يې ډېر مهم خدمت کړی دی.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ څو ځلې د جنګ هه کيسې يادې کړې او دې ته يې اشاره کړې چې د جنګ هه سمندري سفر د قيمتي مواد وړونکې بېړۍ او دوستۍ په تکيه په تاريخ کې شهرت پيدا کړی، نه د پوځي بېړۍ او توپونو په تکيه. شي جين پينګ د ۲۰۱۹م کال په اپريل کې د سمندر د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ پېشنهاد وړاندې کړ او و يې ويل، چې انسانان په يوه آسماني رنګه کره کې ژوند کوي او د سمندر له خوا د ګډ برخليک ټولنې ته وصل دي چې د بېلا بېلو هېوادونو خلک په خونديتوب او خطرونو کې سره شريک دي. د سمندر سوله او آرامي د ټولو هېوادونو له خونديتوب او ګټو سره تړاو لري او زموږ ګډو کوښښونو ته اړتيا لري.

د سمندري چارو په برخه کې د يو ځواکمن هېواد ابادي د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ټينګه اراده او د چيني ملت د نسلونو هيله ده. چين د ”۲ سل کلنو موخو“ د پوره کولو په هڅه کې دی او د يوې لويې بېړنۍ په توګه د چيني ملت د بيا سمسورتيا پر لوري روان دی.

Previous Post

پنټاګون: د طالبانو فعالیتونه تر ژور څار لاندې لرو

Next Post

نوې لار خپرونه /د افغان سولې په تړوا سیمې ته د خلیلزاد سفر

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
نوې لار خپرونه /د افغان سولې په تړوا سیمې ته د خلیلزاد سفر

نوې لار خپرونه /د افغان سولې په تړوا سیمې ته د خلیلزاد سفر

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پاکستان له نړیوال بانک ۴.۵ میلیارد ډالر پور اخلي

پاکستان له نړیوال بانک ۴.۵ میلیارد ډالر پور اخلي

دسمبر 25, 2020

د چين څوارلسم ملي ولسي کانګرېس ۱۰ ځانګړې کمېټې جوړوي

مارچ 6, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved