سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جولای 28, 2021
in کتاب
0
ستر سکندر او یونانیان د ننني افغانستان په سیمه کې
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

 د کتاب لیکوال وايي: د مسلک په لحاظ زه له ټکنالوژۍ سره تړلی یم او تقریباً ۴۰ کاله مې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دننه په افغانستان کې او هم بهر په نړیوالو موسسو کې هم تدریس او هم کار کړی دی. مګر زما یاد شي چې لا د ښوونځي له لومړنیو کلونو څخه مې له دوو مضامینو سره ډېره علاقه وه، چې یو د ریاضي مضمون و، چې د فزیک ځینې برخې هم پکې شاملې وې او بل د تاریخ مضمون. دا علاقه د کلونو په اوږدو کې را سره پاتې شوه. نو که په رسمي کارونو کې به ټول وخت له ټکنالوژۍ سره مصروف وم، مګر له هر ممکنه فرصت څخه په استفادې به مې کله کله د امکان په صورت کې د تاریخ مطالعه هم کوله. خصوصاً د سیمې او نړۍ له لرغوني تاریخ سره مې علاقه ډیره وه. لا په پخوا کلونو کې به مې چې کله کوم لیکلی اثر د لرغونو زمانو په هکله تر لاسه کړ، نو په ډېر خوند به مې لوست، که دا د هند او چین په هکله و او که د جنوبي اسیا او یا هم د اروپا په هکله.

په همدې ارتباط له کوچنيوالي څخه به چې کله لویانو د ستر سکندر په هکله کیسې یا افسانې ویلې، نو ډېر په هیجان به مې اورېدلې او په حافظه کې به مې تر ډېره وخته هماغه هیجاني کیسې پاتې شولې. که څه هم د هغو کیسو ډېره برخه یوازې افسانې وې، مګر هغو افسانو هم له یوه تاریخي حقیقت سره ارتباط درلود، چې هغه د بشريت په تاریخ کې د (مقدوني سکندر) یا (ستر سکندر) پیژندل شوی نوم و، چې بې له شکه په تاریخ کې ثبت شوی و.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

په وروسته کلونو کې چې کله مې د مدیترانې د شاوخوا مدنیتونو تاریخي لیکل شوي اثار لوستل، د یونان او روم د امپراتوریو تاریخ به ما ته ډېر جالب و، خصوصاً د یونان تاریخ چې یوې خواته د فلسفي افکارو او مشهورو فیلوسوفانو کور و او بله خوا یې په خاصه توګه له مقدوني سکندر سره افتخارات تړل شوي و.

د سکندر په هکله تاریخي اثار پدې هم ما ته جالب وو، چې مقدوني سکندر یوازینی اروپایي امپراتور و چې شخصاً زمونږ ننني هیواد افغانستان ته له خپل لوی لښکر سره راغلی و او بیا له همدې ځایه منځنۍ اسیا او لوی هند ته تېر شوی و.

د لرغوني روم د تاریخ په هکله خصوصاً له میلاده مخکې ډېر لیکلي شوي اثار هم د لرغونې زمانې د لیکوالانو له قلمه او هم د معاصرو تاریخ پوهانو او اکاډمیکو منابعو څخه  راپاتې دي، مګر د مقدوني سکندر په هکله له هغو زمانو څخه ډېر کم لیکل شوي اثار د تاریخ‌پوهانو لاسته ورغلي دي. د ستر سکندر په هکله تر ټولو پخواني لیکل شوي اثار چې اوس هم موجود دي او یا نورو تاریخ‌پوهانو یې مونږ ته نقل کړی دی، ټول په سلګونه کاله د سکندر له مرګ څخه وروسته لیکل شوي دي.

نو مشکله ده چې د سکندر په هکله ځینې افسانې له حقایقو څخه بېلې کړل شي، ځکه چې مقدوني سکندر هم په اروپا کې او هم په اسیا او شمالي افریقا کې د یو افسانوي کرکټر حیثیت لري. د دې سیمو په هر ځای کې د خلکو په منځ کې یې کیسې پاتې دي، چې کیسه ویونکو به په پېړیو پېړیو په ډېر هیجان د سکندر د جنګونو او فتوحاتو کیسې ویلې او اوس هم سینه په سینه دا کیسې کیږي.

په اکاډمیکه نړۍ کې ډېر تاریخ‌پوهان او د کلاسیک تاریخ پروفیسوران ټول لیکل شوي اثار نه مني. دوی یوازې هغه اثار مني چې په علمي څېړنو ولاړ د پخوانیو اسنادو ریښه ولري او د لرغون‌پیژندنې یا ارکیالوژیکي لاسته راوړنو په کمک علمي ثبوت ورسره وي.

موږ په دغه کتاب کې هڅه کړې چې د مقدوني سکندر په اړه هره خبره په علمي څېړنو ولاړه ثابته کړو او یوازې هغه څه مو پکې راوړي دي، چې د سکندر په اړه صدق کوي.

که غواړی چې د مقدوني سکندر د پاچاهۍ په برم، د هغه د حکومت په قانون او بیا یې د جنګ جګړو او د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته د لاس غځولو په اړه یوڅه پوه شی، دغه کتاب ولولئ.

مینه‌وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

ډېر ګرم چای او روغتیایي زیانونه یې

Next Post

بریا او پرمختګ زموږ د ذهن زېږنده دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
بریا او پرمختګ زموږ د ذهن زېږنده دي

بریا او پرمختګ زموږ د ذهن زېږنده دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران: ترکیه د ایراني کردانو د پارولو هڅه کوي

ایران: ترکیه د ایراني کردانو د پارولو هڅه کوي

جون 8, 2020
کاناډا د ټرمپ د ملاتړو یوه ډله د ترهګرو په لېست کې شامله کړه

کاناډا د ټرمپ د ملاتړو یوه ډله د ترهګرو په لېست کې شامله کړه

فبروري 4, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved