د افغاني سرې میاشتې سرپرست د سعودي عربستان د سرې میاشتې له رییس جلال العویسي سره په کتنه کې ویلي، چې له افغانستان سره د مرستو دوام او زیاتولو ته اړتیا ده. نوموړي د سعودي عربستان په جده ښار کې د ملي ټولنو د پنځمې مشورتي غونډې په څنډه کې د سعودي عربستان د سرې میاشتې له رییس جلال العویسی سره په کتنه کې، د ګرځنده روغتيايي مرکزونو او امبولانسونو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د مرستو دوام او زیاتولو ته اړتیا ده. ورته مهال په دې کتنه کې د سعودي عربستان د سرې میاشتې رییس ژمنه کړې چې د ملک سلمان خیریه بنسټ له لارې به له افغاني سرې میاشتې سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د زیاتوالي لپاره به هڅې وکړي.











