سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

سروې: جاپان بايد خپل دريځ څرګند کړي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 5, 2025
in نړیوال خبرونه
0
سروې: جاپان بايد خپل دريځ څرګند کړي

Japanese Prime Minister Sanae Takaichi replies during a plenary session of the House of Councilors at the National Diet building in Tokyo, Japan, on December 3, 2025. ( The Yomiuri Shimbun via AP Images )

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د جاپان لومړۍ وزیرې تاکاچي سانای په دې وروستيو کې ويلي، چې د تايوان مسئلې په اړه يې د هېواد اساسي دريځ د ۱۹۷۲م کال د چين او جاپان له ګډې اعلاميې سره سمون لري او کوم بدلون پکې نه دی راغلی.

د تاکاچي سانای دريځ څه دی او کوم جزيات يې ورکړي؟ په حقیقت کې هغې د خپل دريځ په اړه دقیق مالومات نه دي ورکړي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند لين جيان د ډسمبر په ۴مې نېټې يوې مطبوعاتي غونډې ته ويلي، چې هېواد يې د تاکاچي سانای سړې خبرې نه مني او باید په څرګندو ټکو وضاحت ورکړي.

په حقيقت کې، د » قاهرې اعلاميه»« پوتسدام اعلاميه«  او  »د جاپان تسلیمۍ اعلاميه«  په شمول يو لړ نړیوالو سندونو کې دا منل شوې، چې تایوان د چین یوه نه جلا کېدونکې برخه ده.

د ۱۹۷۲م کال د چين او جاپان په ګډې اعلاميې کې ليکل شوي:‌ » جاپان دا مني،‌ چې د چين  ولسي جمهوريت حکومت د دغه هېواد يوازينی قانوني حکومت دی«؛  »د چين ولسي جمهوريت حکومت يوځل بيا څرګندوي، چې تايوان د چين  ولسي جمهوريت د خاورې نه بېلېدونکې برخه ده. د جاپان حکومت د چين د حکومت ياد دريځ پوره پوهاوی لري او ورته درناوی لري او د پوتسدام اعلان د اتمې مادې پر دريځ‌ ټينګار لري«.

د چين او جاپان د ګډې اعلاميې له خپرېدو وروسته، ټوکيو له بېجينګ سره په یو لړ نورو  تړونونو او اعلامیو کې ياد دريځ‌ بیا بیا څرګند کړی دی.

خو په دې وروستيو کې د جاپان لومړۍ وزيرې تاکاچي سانای ويلي، له ستونزو سره د تايوان مخامخ کېدل ښايي د جاپان لپاره د ژوند او مرګ بحران جوړ کړي. هغې د رمز او اشارې په ژبه ويلي، چې جاپان به په زور د تايوان مسئله کې ښکېل ښي.

دا د جاپان دايمي دريځ دی؟

سي جي ټي اېن په مجازي یا انټرنيټي نړۍ کې یوه سروې خپره کړې ده.

د سروې ۹۱ اعشاریه ۴ سلنه ګډونوالو د جاپان د لومړۍ وزیرې خبرې غندلي او ويلي دي، چې د تايوان په اړه د جاپان ګفتار له کردار سره برابر نه دی. جاپان بايد له چین او نړيوالې ټولنې سره کړو ژمنو ته د عمل جامه واچوي.

تاکاچي سانای ويلي، د تایوان مسئلې په اړه د جاپان دريځ دايمي دی او کوم بدلون پکې نه دی راغلی. خو حقیقت یې څه دی؟

د سروې ۹۱ اعشاریه ۶ سلنه ګډونوالو له جاپانه غوښتي، چې نړيوالې ټولنې ته خپل دريځ څرګند کړي.

جاپان له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته پر پاسيف دفاعي ستراتيژۍ ټینګار کړی دی. خو تاکاچي سانای څه موده مخکې ویلي، که د تايوان په وضعيت کې ستر بدلون راشي، نو ښايي د جاپان موجودیت ته خطرونه جوړ او په بحران کې راګير شي. هغې د رمز او اشارې په ژبه ويلي، چې جاپان به د تايوان مسئلې په حل کې له زور نه استفاده وکړي. د تاکاچي سانای يادې خبرې له پاسيف دفاعي ستراتيژۍ سره سمون نه لري.

د سروې د ۸۳ اعشاريه ۴ سلنه ګډونوالو په اند، د جاپان کړنې ضد او نقيض دي او نړيوالې ټولنې ته فریب او دوکه ورکوي.

د سروې ۹۰ اعشاريه ۷ سلنه ګډونوالو بیا ويلي، چې کوم هېواد د ملګرو ملتونو له منشور سرغړونه او په نړيوالو اړیکو کې له زوره استفاده نه شي کولی او نه هم د نورو هېوادونو ملي حاکميت او خپلواکۍ ته زیان رسولی شي، خو د جاپان يادې څرګندونې د ملګرو ملتونو له منشور سره په ټکر کې دي.

جاپان ويلي، هغه جنګ نه غواړي، خو په دې وروستيو کلونو کې يې خپلې امنيت ساتونکې پاليسۍ او دفاعي بوديجې ته لوی بدلون ورکړی دی.

د سروې ۹۱ اعشاريه ۷ سلنه ګډونوالو د جاپان د يو لړ اقداماتو په اړه مايوسي او خپګان څرګند کړی او ويلي يې دي، چې دغه هېواد د نړيوالې ټولنې صبر له پامه غورځولی دی.

د سروې ۸۷ اعشاريه ۷ سلنه ګډونوالو بیا ويلي، چې جاپان  د تایوان په شاوخوا ټاپوګانو کې د وسلو ځای پر ځای کولو پلان لري او دا يې لمسون کوونکې کړنه بللې ده.

د سروې ۸۷ اعشاريه ۱ سلنه ګډونوالو د جاپان کړنو سخته غندنه کړې او ويلي یې دي، چې دغه هېواد په قصدي توګه سمه ييز کړکېچونه راپاراوي او پوځي مخالفتونه زیاتوي. دوی له نړيوالې ټولنې غوښتي، د جاپان په اړه هوښياره او بیداره واوسي.

سي جي ټي اېن دغه سروې په انګليسي، هسپانوي، فرانسوي،‌ عربي او روسي چينلونو خپره کړې او په ۲۴ ساعتو کې  ۱۰۲۴۳ کسانو ورته رايې ورکړي او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.

Previous Post

پاکستان کې د افغانستان او روسیې سفیرانو پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي

Next Post

چين: نړيواله ټولنه دې د يو اړخيزو جبري اقداماتو پر وړاندې مقاومت وکړي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
چين: نړيواله ټولنه دې د يو اړخيزو جبري اقداماتو پر وړاندې مقاومت وکړي

چين: نړيواله ټولنه دې د يو اړخيزو جبري اقداماتو پر وړاندې مقاومت وکړي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

تازه ارقام ښيي چې د چين د اقتصاد د لا ښه کېدو په حال کې دی

تازه ارقام ښيي چې د چين د اقتصاد د لا ښه کېدو په حال کې دی

مې 19, 2025

Gambling Lobby United Kingdom

سپتمبر 8, 2025

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ