د امریکا ولسمشر به اوکراین ته سفر و نه کړي. د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي په تازه څرګندونو کې له بایډن غوښتي وو، چې له اوکرایني وګړو سره د خپل ملاتړ د څرګندولو په موخه دې اوکراین ته سفر وکړي. خو سپینه ماڼۍ وایي چې اوکراین ته د بایډن د سفر هېڅ پلان نشته. سرچینه کاږي چې ددې سفر د نه کولو اصلي لامل امنیتي مسایل دي. په وروستیو کې د برېټانیا او فرانسې ځینو چارواکو اوکراین ته سفرونه وکړل او ددغه هېواد له پوځ یې ملاتړ څرګند کړ. د برېټانیا لومړي وزیر بوریس جانسون ان جګړه ځپلو سیمو ته ورغی، له ویجاړیو یې لیدنه وکړه او له اوکراین سره یې ژمنه وکړه چې وسلې او مهمات به ورکوي.












