چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home راشه ورشه

سیرالیون

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 18, 2020
in راشه ورشه
0
سیرالیون
772
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

پروان

وردګ

غور

سیرالیون د افریقا د لویې وچې په لوېدیځه برخه کې د لوېدیځو طول البلدونو د ۱۰ او ۱۴ درجو او د شمالي عرض البلدونو د ۶ او ۱۰ درجو ترمنځ موقعیت لري. پراخوالی یې ۲۷۵۴۶ کیلومتره مربع دی او له دې پلوه د نړۍ ۱۱۰م لوی هېواد دی. د دغه هېواد شمال ته ګیني، جنوب ته یې لایبریا، ختیځ ته یې ګیني او جنوب لوېدیځ ته یې اتلانتیک سمندرګی پروت دی.

دغه هېواد د استوا له کرښې سره د نږدېوالي له امله توده او د اتلانتیک له سمندر سره د ګاونډیتوب له امله لنده استوايي هوا لري.

سیرالیون د افریقا یو کوچنی هېواد دی چې له خپلو ګاونډیانو سره نیمې دایروي پولې لري او له همدې امله د ګردي هېواد په نامه هم یادېږي. د دغه هېواد مهم سیندونه روکل، سوا موا، جونګ او تر ټولو لوی یې بیا سکارسېس دی.

دغه هېواد په ګڼو استوایي ځنګلونو پوښل شوی چې دولت او بزګرانو یې په تېرو شلو کلونو کې ځینې هوارې ځنګلي سیمې په کرنیزو ځمکو اړولې چې سونډ، قهوه، ناریال او غنم پرې کرل کېږي.

د سیرالیون پلازمېنه فري ټاون ښار دی. نفوس یې کابو اوو میلیونو کسانو ته رسېږي چې په هر کیلومتر مربع سیمه کې یې ۷۹ تنه ژوند کوي. د دغه هېواد ۴۵ سلنه وګړي په ښارونو کې ژوند کوي او پاتې ۵۵ سلنه نور یې بیا په کلیو او بانډو کې مېشت دي. د اداري وېش له پلوه دغه هېواد پر دریو ولایتونو او یوې سیمې باندې وېشل شوی دی.

بوکینما، کویادو، مکیني، لونیسر، پورتوموکو او واترلوو یې مهم ښارونه دي.

 ۳۷ سلنه وګړي یې تورتمنه، ۳۱ سلنه یې منده، ۱۰ سلنه یې لمب، ۵ سلنه یې کونو او پاتې نور یې لوکو دیالونکه نژداه دي. د دغه هېواد رسمي ژبه انګلیسي او لیکدود یې لاتیني دی.

د حکومت ډول یې مشروطه ولسواک دی. د سیرالیون اساسي قانون د ۱۹۹۱ ز کال د اکټوبر په لومړۍ نافذ شوی او تر اوسه پورې څو ځلې تعدیلات پکې راغلي دي. د دغه هېواد ولسمشر د هېواد د لومړي وزیر چارې هم پر مخ وړي.

د سیرالیون ولسمشر د خلکو په خوښه د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي او دوې دورې کار کولای شي. د دغه هېواد د کابینې وزیران د ولسمشر له خوا او د ولسي جرګې د غړو په مشوره ټاکل کېږي.

د سیرالیون ولسي جرګه ۱۲۴ غړي لري چې ۱۱۲ یې د خلکو په خوښه او ۱۲ نور یې بیا د مشرانو د هغه ډلې له خوا ټاکل کېږي چې خپلې ځانګړې ټاکنې لري. په دغه هېواد کې د رایې ورکولو سن ۱۸ کاله او رایه ورکول پکې عمومي دي. ستره محکمه د دغه هېواد لوړقضايي ارګان دی.

د خلکو کانګرېس ګوند، د سولې او خپلواکۍ ګوند او د ولسواک بدلون لپاره د خلکو غورځنګ د دغه هېواد لوی او نفوذ لرونکي ګوندونه دي.

سیرالیون د ۱۹۶۱ ز کال د اپرېل په ۲۷مه له انګلستان څخه خپلواکي واخیسته، نو له همدې کبله د اپرېل ۲۷مه هر کال په دغه هېواد کې د خپلواکۍ د ورّځې په نوم نمانځل کېږي.

دغه هېواد د ګڼو نړیوالو ټولنو ترڅنګ په ۱۹۶۱ ز کال د ملګرو ملتونو غړیتوب هم ترلاسه کړ.

سیرالیون د نړۍ او افریقا له ډېرو وروسته پاتې او بېوزلو هېوادونو څخه دی. ملي عواید یې په عادلانه توګه نه وېشل کېږي او دې مسئلې پکې ډېرې ستونزې جوړې کړې دي. دغه هېواد پرېمانه کاني زېرمې، د کرنې وړ ځمکه او د کب نیولو ښې سیمې لري.

 د سیرالیون د اقتصاد فزیکي او ټولنیز بنسټونه لا تراوسه په بشپړه توګه نه دي رغول شوي چې ډېری یې د کورنۍ جګړې په وخت کې نړېدلي دي. ټولنیزې ناخوالې او ناکرارۍ د دغه هېواد د اقتصادي پرمختګ په لار کې ستر خنډ بلل کېږي. د سیرالیون ۵۰ سلنه وګړي د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي چې د ځنګلونو او څړځایونو ساتنه، پالنه او پراختیا او د کبانو نیول هم په دغه سکټور کې راځي.

د دغه هېواد صنعتي سکټور د کرنیزو توکو پر پروسس او د ځینو استهلاکي موادو پر جوړولو بوخت دی. د الماسو ایستل، پروسس او صادرات یې د اقتصاد د ملا تیر بلل کېږي.

د سیرالیون د عوایدو کچه ۶۳۰ میلیون ډالرو او د لګښتونو کچه یې بیا ۷۶۰ میلیون ډالرو ته رسېږي. د دغه هېواد دوو میلیونو کسانو ته د کار زمینه برابره ده.

د الماسو او نورو کاني موادو ایستل او پروسس، برېښنا، خوراکي توکي، ټوکران، بوټونه، لرګي، ګوګړ، د تیلو چاڼ، د کوچنیو بېړیو ترمیم او لاسي کارونه  د دغه هېواد په صنعت کې رغنده رول لوبوي.

د دغه هېواد ۱۲ سلنه ځمکه د کرنې وړ ده او پاتې نوره یې څړځایونو، ځنګلونو، غرونو، بېدیاوو او سیندونو نیولې ده. د سیرالیون ۵۰ سلنه وګړي د کرنې په سکټور کې پر کار بوخت دي او د هېواد ۱۰ سلنه ناخالص کورني تولیدات هم له همدغه سکټور څخه لاسته راځي.

 لرګي، غنم، وریجې، لوبیا، قهوه، مېوې، سابه، غوښه، لبنیات، هګۍ او واښه د سیرالیون د کرنې او څارویو مهم محصولات بلل کېږي.

الماس، سره زر، اوسپنه، پلاتین، کرومایت او د ډبرو سکاره د دغه هېواد لوی کانونه دي. د صادراتو ټوله بیه یې ۱،۹۰ میلیاره ډالرو او د وارداتو ټوله بیه یې ۲ میلیاردو ډالرو ته رسېږي. بلجیم، رومانیا، چین، امریکا، برېټانیا، هالنډ او ترکیه  د دغه هېواد لوی سوداګریز شریکان دي.

دغه هېواد ۱۶۰ کیلومتره د اورګاډي پټلۍ، ۱۵۰ د کارګو بېړۍ او ۱۰ هوایي ډګرونه لري چې ۳ یې په پاخه او عصري ډول رغول شوي دي. د ټلیفون کوډ نمبر یې ۰۰۲۳۲ او د انټرنېټ کوډ نمبر یې ای اېس دی او ۲ لکه وګړي یې انټرنېټ ته لاسرسی لري.

سیرالیون دوه دولتي ټلوېزیونونه لري او ترڅنګ یې خصوصي سکټور هم یوشمېر ټلوېزیونونه او راډیوګانې لري.

سیرالیون د افریقا له وروسته پاتې هېوادونو څخه دی. د دغه هېواد ۵۰ سلنه نارینه او ۳۰ سلنه ښځې په لیک او لوست پوهېږي. زده کړه په سیرالیون کې له ۵ څخه تر ۱۷ کلنو تنکیو ځوانانو لپاره جبري ده.

په سیرالیون کې د ځوانانو لپاره د زده کړې، ورزش، تفرېح او هوساینې امکانات لږ دي او د دغه هېواد ډېری وګړي پر اېډز اخته دي.

د سیرالیون پخوانی تاریخ په تیارو کې پټ دی، خو داسې ښکاري چې ډېر پخوا په دغه سیمه کې څو کوچنۍ ډلې واکمنې وې. په ۱۴۴۷ ز کال کې پرتګالي پدرو داسینټرا او د ده ملګري د سیرالیون اوسنۍ خاورې ته ورسېدل. دا سیمه یې سیرالیون یا د زمرو په نامه یاده کړه او په ساحلي سیمو کې یې د مرېیانو د سوداګرۍ دفترونه او ورپسې پوځي اډې جوړې کړې. وروسته تر دوو پېړیو پورې دا سیمه په ټوله افریقا کې د مرېیانو د صادرولو ستره اډه بلل کېده.

د ۱۷ مې پېړۍ په پای کې برېټانویانو چې د مرېیانو په سوداګرۍ کې یې سترې ګټې کړې وې، پرتګالیان له سیرالیون څخه په شا وتمبول او په ساحلي سیمو لاسبري شول.

په ۱۷۸۷ ز کال کې برېټانوي فلیسوف مسټر ګرانوېل شاري د لایبریا په شان په سیرالیون کې د خپلواکه شوو تورپوستو مرېیانو د ځای پر ځای کولو مفکوره وړاندې کړه. دا مفکوره برېټانوي سیاست پوهانو ومنله او ځینو شخصي شرکتونو ته یې د دغه کار د تر سره کولو اجازه ورکړه. په ۱۸۰۷ ز کال کې مریېتوب لغوه شو او برېټانویان له داسې ستونزې سره مخامخ شول چې ازاد شوي تورپوستي مرېیان چېرته ځای پر ځای کړي. ګرانوېل شاري د اتلس په سواحلو کې ۲۵۰ کیلومتره ځمکه واخیسته او هلته یې د یوې کرنیزې ټولنې د جوړېدو بند و بست وکړ چې د ولسواکۍ په اصولو به اداره کېږي.

د ۲۰ مې پېړۍ په لومړیو کې د سیرالیون د خلکو خپل منځنی پیوستون او د خپلواکۍ غوښتنې احساسات پیاوړي شول. په ۱۹۲۴ ز کال کې برېټانویانو د دغه هېواد د ادارې لپاره اساسي قانون او د قانون جوړولو ټولنه منظوره کړه چې خلکو ونه منله. په ۱۹۴۳ ز کال کې د سیرالیون خلکو ته د هېواد په اجرایوي شورا کې د ګډون حق ورکړل شو. په ۱۹۵۱ ز کال کې برېټانوي چارواکو د دغه هېواد له خپلواکۍ سره هوکړه وکړه او نوی اساسي قانون یې ورته جوړ کړ. د ۱۹۶۱ ز  کال د اپرېل په ۲۷مه سیرالیون خپلواک او د ملګرو ملتونو د ټولنې په غړیتوب ومنل شو.

له ۱۹۹۹ ز کال څخه را په دېخوا په یاد هېواد کې دولتي ضد نوي وسله وال ځواکونه پیدا شول چې په یو نیم کال کې یې د هېواد ۵۰ سلنه خاوره ونیوه او مرکزي حکومت یې له ګواښونو سره مخ کړ. په دغو جګړو کې په زرګونو خلک ووژل شول او یوشمېر له خپلو سیمو څخه بېځایه شول. په ۲۰۰۲ ز کال کې د سیرالیون د دولت او مخالفینو ترمنځ د سولې هوکړه د نایجیریايي پوځونو په شتون کې لاسلیک شوه. دغه هېواد د سولې، امنیت او ډاډمن ژوند پر لور یون پیل کړ. که څه هم چې په سیرالیون کې د ملګرو ملتونو ملکي دفتر د سولې پراخ بنسټه حکومت د جوړولو لپاره کار کوي، خو لا تر اوسه هم ستونزې پوره له منځه نه دي تللې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو اړیکو په کتاب کې د سیرالیون نوم نشته، نو له همدې کبله دغه دواړه هېوادونه په خپلو کې هېڅ راز اړیکې نه لري.

له افغانستان څخه تر سیرالیون پورې د هوا له لارې فاصله ۸۵۲۵ کیلومترو ته رسېږي. دغه راز  د کابل او فري ټاون ښارونو ترمنځ د وخت توپیر هم څلورنیم  ساعته دی.

Previous Post

Javier Pérez de Cuéllar (خاویر پرز دکوئیار) Peruvian Politician-Spogmai

Next Post

د کافي له دغو ګټو ځان خبر کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

پروان
راشه ورشه

پروان

by Spogmai Radio
جنوري 11, 2021
وردګ
راشه ورشه

وردګ

by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
غور
راشه ورشه

غور

by Spogmai Radio
دسمبر 28, 2020
راشه ورشه

غزني

by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2020
سمنګان
راشه ورشه

سمنګان

by Spogmai Radio
دسمبر 14, 2020
Next Post
د کافي له دغو ګټو ځان خبر کړئ

د کافي له دغو ګټو ځان خبر کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پوهنتون خپرونه/ ترکستان د لوړو زده کړو موسسه

پوهنتون خپرونه/ ترکستان د لوړو زده کړو موسسه

اکتوبر 1, 2020
چارواکي: چین دې د واخان له لار دواړه هېوادونه په نوري فایبر وصل کړي

چارواکي: چین دې د واخان له لار دواړه هېوادونه په نوري فایبر وصل کړي

مې 12, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved