د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور شهباز شریف د پاکستان د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی. نوموړي نن د پاکستان له پارلمان څخه ۱۷۴ رایې ګټلي دي او د پاکستان د ۲۳م لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی. د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ګوند تحریک انصاف له لوري د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي د لومړي وزارت څوکۍ ته نوماند شوی و خو په وروستیو کې له خپلې نوماندۍ تېر شو او په همدې ترتیب شهباز شریف یوازینی کاندید و چې د ۱۷۴ رایو په ګټلو سره لومړی وزیر شو. نوموړی به څو ساعته وروسته د پاکستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته لاړ شي او د لوړې مراسم به ترسره کړي.











