چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د ايريتريا له ولسمشر سره خبرې وکړې

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 16, 2023
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ د ايريتريا له ولسمشر سره خبرې وکړې

新华社照片,北京,2023年5月15日 习近平同厄立特里亚总统伊萨亚斯举行会谈 5月15日下午,国家主席习近平在北京人民大会堂同来华进行国事访问的厄立特里亚总统伊萨亚斯举行会谈。 新华社记者鞠鹏摄

585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين د دولت رئيس شي جين بينګ د مې په ۱۵ مه د خلکو په لوی تالار کې د ايريتريا له ولسمشر ايسایاس اويرکي سره چې په رسمي سفر بېجينګ ته تللی، وکتل. شي جین پينګ وويل، چين غواړي چې له ايريتريا سره د دوستانو او ملګرو په شان نږدې او دوستانه اړيکې پیاوړې کړي او خپلمنځي ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې نوې سويې ته لوړې کړي.

شي جين پينګ وويل: ولسمشر ايسایاس اويرکي تاسو د افريقا تجربه کار مشر او د چينايانو دايمي ملګری ياست، زه چين ته ستاسو د سفر تود هرکلی کوم. چين او ايرېتريا لرغونې او ژورې دوستۍ لري. کله چې ايرېتريا جوړ شوی، دواړو هېوادونو په همدې ورځ خپلمنځي سياسي اړيکې ټينګې کړې. د روان کال د مې ۲۴ مه نېټه به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي اړيکو د ټينګېدو ۳۰ مه کليزه وي. یو چیني متل دی چې وايي، سړی په دېرش کلنۍ کې پخېږي. مونږ دې دغه کال ښه فرصت وګڼو او ترې په استفادې دې خپلمنځي اړيکو ته لاښه پرمختګ ورکړو.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ دغه راز وویل، چين او ايرېتريا له تېرو دېرشو کلونو راهیسې تل يو پر بل باور کړی او يو د بل ملاتړ کوي. چين له ایرېتریا سره اړیکو ته د ستراتېژۍ او لرليد له لحاظه ګوري او وده ورکوي او د ايرېتريا د اعتماد وړ دوست دی.

نوموړي وويل، دا چې نړیوال وضعيت له بې ثباتيو او نامعل حال څخه ډک دی، د چين او ايريتریا ترمنځ ښې اړيکې نه يوازې د دواړو هېوادونو له ګډو او اوږدمهالو ګټو سره سمون لري، بلکې د سیمې د سولې او نړيوال عدالت د ساتلو لپاره هم ډېر ارزښت لري.

شي جین پينګ وويل، چين د ايريتريا اوږد مهاله او خپلواکې ډيپلوماتيکې تګلارې ستايي او په دې برخه کې ورڅخه ټينګ ملاتړ کوي، چې له خپلو حالاتو سره سم د پرمختګ لار ولټوي، دغه راز د خپل ملي حاکميت، امنيت او پرمختګ د ساتلو لپاره د ايريتريا له هڅو څخه هم ټينګ ملاتړ کوي او د بهرنيو هېوادونو له هغو کړنو سره ټينګ مخالت کوي، چې د ايريتريا په کورنيو چارو کې مداخله کوي او پر دغه هېواد په زور يواړخيز بنديزونه لګوي. چين غواړي له ايريتريا سره د حکومتوالۍ تجربې شريکې کړي او متقابل ملاتړ ته دوام ورکړي، له يواړخيزم او بادارۍ سره ګډ مخالفت وکړي او د دواړو هېوادونو، همدارنګه د نورو پرمختيايي هېوادونو ګډې ګټې وساتي. چين غواړي له ايريتريا سره د يو کمربند او یوې لارې د ګډې ابادۍ، د چين او افريقا ترمنځ د همکارۍ فورم،” د افريقايي ښکر د سولې او پرمختګ لپاره د چين لخوا مطرح شوې مفکورې “په ګډون له چوکاټونو او ډګرونو په کار اخيستلو خپلمنځي ګټورې همکارۍ پرمخ يوسي او ګډ پرمختګ ومومي. چين خپلې تصدۍ هڅوي چې په ايريتريا کې پانګونې وکړي او غواړي چې له ايريتريا سره د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو، مخابراتو، کرنې، معدنونو او کب نيونکو چارو په ګډون په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

شي جين پينګ له سوډانه د چيني اتباعو په ايستلو کې د ايريتريا د مرستو په پار له  دغه هېواده مننه وکړه او دغه مرسته يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ژورې دوستۍ نښه وبلله. نوموړي هيله وښودله چې دواړه هېوادونه د خلکو د تګ راتګ او دوستۍ د تقويې لپاره زيات اقدامات غوره کړي.

شي جین پینګ وويل، چين او ايريتريا په هر ډول حالاتو کې یو د بل درناوی، درک او ملاتړ کوي او يو له بل سره مرسته کوي. نوموړي زیاته کړه، د چين او افريقا ترمنځ همکارۍ د مخ پر وده هېوادونو ترمنځ د همکارۍ او له افريقا سره د نړيوالې ټولنې د همکارۍ لپاره لارښوونکی رول لوبوي. هغه افريقا هيله بخښونکې ځمکه بللې او ويلي يې دي چې چين او افريقا تر بل هر وخت ډېر يووالي او همکارۍ ته اړتيا لري، چين به له افريقا سره دوستانه اړيکو ته وده ورکړي، متقابل اعتماد به تقويه کړي، افريقا ته به د خپل باکيفيته پرمختګ او د چيني شکله عصري کېدو بهير له لارې نوي فرصتونه برابر کړي، څو خپلمنځي صادقانه همکارۍ لاژورې شي او زياتې لاسته راوړنې ولري او د دواړو خواوو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه نوره هم يوموټي شي.

ايسایاس اويرکي وويل، ايريتريايان به هېڅکله د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره شوې مبارزه کې د چين ملاتړ هير نه کړي، چين يو لوی هېواد دی او نوی چين له بېوزلۍ څخه د وتلو په برخه کې د نړۍ لوی هېواد ګرځېدلی او د انسانانو د سولې او پرمختګ لپاره يې ډېر زیات خدمتونه کړي دي. چین تل په نړيواله صحنه کې د عدالت پلويتوب کوي او هغه پرمختيايي هېوادونه تشويقوي چې خپلواکي او پرمختګ په لټه کې دي.

نوموړي زياته کړه، هر هغه دسيسه به هرو مرو ناکامېږي چې د چين د پرمختګ مخنيوی غواړي، اوسمهال د نړيوال نظم تغيير په کليدي پړاو کې دی، افريقايي هېوادونه لاهم له بادارۍ او غير عادلانه چلند سره مخ دي، نړیواله ټولنه په دې باور ده چې چين به د انسانانو د پرمختګ او نړيوال عدالت لپاره زيات خدمتونه وکړي.

نوموړي هيله وښوده چې د ايريتريا او چين ترمنځ همکارۍ پياوړې شي او ستراتېژيکې همکاريزې اړيکې به يې د ايريتريا د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په تقويه کولو کې مرسته وکړي.

Previous Post

امريکايي رسنۍ: د چين د اقتصاد په ښه والي د امريکايي شرکتونو ګټې زياتې شوې دي

Next Post

د چین په اقتصاد کې ډيفلېشن نه دی رامنځته شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د چین په اقتصاد کې ډيفلېشن نه دی رامنځته شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له پرونه راهیسې په هېواد کې سېلابونو ۴۰ تنه وژلي دي

له پرونه راهیسې په هېواد کې سېلابونو ۴۰ تنه وژلي دي

اگست 15, 2022
فارن پالیسي: امریکا له افغانستان د وتلو پر مهال ۸۰ الوتکې تخریب کړي

فارن پالیسي: امریکا له افغانستان د وتلو پر مهال ۸۰ الوتکې تخریب کړي

مې 3, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved