د چين دولت رئیس شي جين پينګ د جولای په ۲۹مې نېټې کارلوس نووا ته د مبارکۍ پیغام لېږلی او هغه ته یې د ساتومه او پرنسيپ ډیموکراټیک جمهوریت د ولسمشر په توګه د بیا ټاکل کېدو په مناسبت مبارکي ويلې ده.
شي جين پينګ په پيغام کې ويلي، په دې وروستیو کلونو کې د چین او ساتومه او پرنسيپ ترمنځ اړیکو پرمختيايي تمايل ساتلی، د دواړو هېوادونو ترمنځ متقابل باور پرله پسې ژور شوی، دواړه خواوې د خپلو اصلي ګټو او لویو اندېښنو په اړه مسلو کې یو د بل ټينګ ملاتړ کوي او په بېلا بېلو برخو کې يې همکارۍ ډېرې لاسته راوړنې لري.
نوموړي زياته کړې: (( زه د چین او ساتومه او پرنسيپ د اړیکو پراختیا ته په درنه سترګه ګورم او له ولسمشر نووا سره به په ګډو هڅو او د چین او افریقا د همکارۍ فورم د بېجینګ سرمشریزې د لاسته راوړنو د عملي کولو له فرصته په کار اخيستنې د چین او ساتومه او پرنسيپ ترمنځ ستراتیژیک مشارکت ته نوی پرمختګ ورکړم او د دواړو هېوادونو خلکو ته به زياتې ګټې ورسوم.))











