د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۹مې نېټې په ماسپښين په مسکو کې د ميانمار له مشر مين اونګ هلاينګ سره وکتل.
شي جين پينګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې سږ کال د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د ټینګېدو له ۷۵مې کلیزې سره برابر دی. چین به د ښه ګاونډیتوب، دوستۍ، متقابلې ګټې او شمولیت او د ګډ راتلونکي مفکورې او اصول پیاوړي وساتي او له میانمار سره به د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره کار وکړي. موږ هیله لرو چې میانمار به په مؤثره توګه په میانمار کې د چیني پرسونل، ادارو او پروژو خوندیتوب ډاډمن کړي او د انلاین قمار او انلاین درغلۍ د مخنیوي لپاره به هڅې ګړندۍ کړي.
مين اونګ هلاینګ وويل، د میانمار د زلزلې له ناورین وروسته، چین په لومړي وخت کې له میانمار سره خپله صادقانه خواخوږي څرګنده کړه او لومړی هېواد و چې له میانمار سره یې مرسته وکړه، چې دا د ستونزو په وخت کې د چین د رښتینې دوستۍ څرګندونه کوي او د میانمار خلک به یې تل په یاد ولري.












