شي جين پينګ د نوي زيلاند له صدراعظم سره وکتل
د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د جون د ۲۷مې نېټې په مازديګر په بېجينګ کې د نوي زيلاند له صدراعظم کريس هيپکينس سره وکتل چې اوس له چين څخه په رسمي ليدنې کتنې بوخت دی.
شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې دې ته په اشارې سره وويل چې له نوي زيلاند سره د چين اړيکې تل له نورو پرمختللو هېوادونو نژدې او ښې ساتل شوې دي. دواړه خواوې دې خپلمنځي هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ اړيکې لا پسې ټينګې او ژورې کړي. يو بل ته دې د سيالانو پر ځای همکاران او د ننګونو پر ځای فرصتونو ته لومړیتوب ورکړي او د خپلمنځي اړيکو پرمختيايي بنسټ دې لا ټينګ کړي. دواړه هېوادونه دې يو بل ته متقابل درناوی وکړي، له يو بل سره دې مساوي چلند وکړي، انعطاف منونکې رويه او ورخلاصون دې غوره کړي. د چين او نوي زيلاند ترمنځ د ازادې سوداګرۍ تړون اپګرېډ بڼه او د سيمې د هراړخيزې اقتصادي همکارۍ اړيکو تړون (RCEP) دې پلی شي، د سوداګرۍ او پانګونې اسانچاری بهير دې پرمخ یوسي او د يو بل تصديو ته دې د پانګونې يا سوداګرۍ ښه فضا برابره شي. دواړه خواوې دې د ښوونې، کلتور، سيلانۍ، ځايي او ملکي چارو په شمول برخو کې تګ راتګ او نظر تبادله پياوړې کړي او خپلمنځي دوستي دې لا ټينګه کړي. چين او نوي زيلاند دې پر رښتيني څواړخيزم او د ازادې سوداګرۍ پر سيستم ټينګار وکړي او د اقليمي بدلون په شمول له نړيوالو ننګونو سره دې ګډه مقابله وکړي. دواړه خواوې هم کولای شي د خپلمنځي تماس په ساتلو د ارام سمندر ټاپوګانو هېوادونو ته پرمختيايي مرستې برابرې کړي.
( سپوږمۍ)












