چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شريف سره وکتل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 3, 2022
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شريف سره وکتل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د نومبر په دوهمه نېټه په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شريف سره وکتل.

شي جين پینګ د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې پیاوړې او لوړې وارزولې او ويې ويل، چې هېواد به يې تل له پاکستان سره اړيکو ته په خپلو ډيپلوماتيکو اړيکو کې لومړيتوب ورکړي، د خپلمنځي هراړخيزو ستراتېژيکو همکاريو سويه به لوړه کړي، د نوې زمانې لپاره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنې ابادي چټکه کړي او د ټولو فصلونو خپلمنځي ستراتېژيکو همکاريزو اړيکو ته به نوی خوځنده ځواک ورکړي.

شي جين پينګ وويل، چين د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه همکارۍ په پرمخ بېولو کې د پاکستان ټينګو هڅو ته د قدر په سترګه  ګوري او په خپلو مهمو موضوعاتو کې د پاکستان له ملاتړ څخه مننه کوي. چين به د ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا، د پرمختګ ګټو، ملي حيثيت د ساتلو، همدارنګه د هېواد د ټيکاو، يووالي، پرمختګ او سمسورتيا د رامنځته کولو  په برخو کې به له پاکستان څخه ټينګ ملاتړ وکړي. هغه زياته کړه، چې چين د سېلاب ځپلو پاکستانيانو سره په غم کې ځان شريک ګڼي او ورسره به نورې بېړنۍ مرستې هم وکړي. د بيارغونې او د کرنيزو توليدي چارو د بيا پيل مرسته به وکړي او د ناورينونو د مخنيوي او کموالي او د اقليمي بدلون سره د مبارزې په برخو کې به خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.

شي جين پينګ محمد شهباز شريف ته د چين د کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس لاسته راوړنې هم وروپېژندلې او ويلي يې دي، چې هېواد به يې د ورخلاصون پر سياست ټينګار وکړي او د خپلې نوې ودې له لارې به د پاکستان په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته نوي فرصتونه برابر کړي. چين به له پاکستان سره د پرمختګ ستراتېژۍ وصل کړي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي دهلېز د همکارۍ کمېټې له ميکانيزم څخه به ګټې پوره کړي، څو په لوړ موثريت سره دغه اقتصادي دهلېز اباد کړي او د يو کمربند او يوې لارې د باکيفيته پرمختګ د نمونوي پروژې په توګه وګرځي.

 نوموړي وويل چې دواړه هېوادونه باید د ګوادر بندر د زېربناوو ابادي چټکه کړي، څو د سيمې د اتصال لپاره زیات رول ولوبوي. دغه راز باید د پاکستان د لومړي نمبر رېل پټلۍ د اصلاح پروژې او پر کراچۍ ښار د چارچاپېر رېل پټلۍ پروژې د پيل لپاره زمينه برابره کړي.

نوموړي خپل هېواد ته د پاکستان د کرنيزو محصولاتو د صادراتو د زياتوالي هرکلی وکړ او ويې ویل، چې چين به له پاکستان سره د ډيجيټلي اقتصاد، برېښنايي سوداګرۍ او نويو انرژيو په برخو کې همکارۍ پراخې کړي. د کرنې، ساينس او د خلکو ژوند د ښه والي په برخو کې خپلمنځي همکارۍ ته به ثابت پرمختګ ورکړي او تر خپلې وسې پورې به د اقتصاد په ثابت ساتلو کې ورسره مرسته وکړي. نوموړي هيله وښودله چې پاکستان د هغو چيني ارګانونو او اتباعو لپاره چې د يادو همکاريزو چارو لپاره پاکستان ته تللي، خوندي چاپېريال برابر کړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په اشارې سره سره وويل، اوسمهال د نړۍ، زمانې او تاریخ بدلونونه په بې ساري دول رامنځته کېږي. د نړۍ د ډېرو نامعلومو عواملو پر وړاندې دواړه هېوادونه دې د تاريخ په سم لوري ټينګ ولاړ وي، په نړيوالو څو ميکانيزمونو کې دې خپلمنځي لوړه سويه لرونکې همکارۍ وساتي، په مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو کې دې نږدې همغږي وساتي، دغه راز رښتيني څواړخېزم او د مخ پر ودې هېوادونو ګډې ګټې دې خوندي وساتي او د نړۍ پرمختګ ته دې مثبت ځواک ورکړي.

محمد شهباز شريف وويل، هغه په دې ډېر وياړي چې د چين کمونېست ګوند د شلم ملي کانګرس له بريالي ترسره کېدو وروسته دغه هېواد ته سفر کوي او دغه سفر يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټينګې دوستۍ ښکارندويي کوي. هغه باور وښوده چې د شي جين پينګ په ټينګې مشرۍ به چین زيات پرمختګ ومومي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ستراتېژيکې همکارۍ او دوستۍ به نورې هم ټينګې شي.

هغه وويل، چین په تېرو لسو کلونو کې د شي جين پينګ په مشرۍ ستر پرمختګونه کړي او د څواړخېزم، نړيوال يووالي او همکارۍ، نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره يې مهم خدمتونه کړي دي، چې د لوی هېواد په توګه د چين مسئوليت ترې ښکاري. هغه زیاته کړه، چې نړۍ چين ته اړتيا لري او هر قوت د چين د پرمختګ مخه نه شي نيولی.

 نوموړي د کرونا وبا او سېلابونو پر وړاندې مبارزه کې د چين له مرستو مننه وکړه او ویې ويل، چې هېواد به يې د واحد چين پېژندنې پر اصل ټينګار وکړي، له چين سره به په بېلابېلو برخو کې خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي.  نوموړي زیاته کړه، چې له چين سره د پاکستان ټينګه دوستي د خرابولو نه ده او پاکستان به تل له چين سره ټينګ ولاړ وي.

Previous Post

وانګ يي له خپل پاکستاني سیال بلاول بوټو زرداري سره وکتل

Next Post

دلاور: د مس عینک کان د استخراج لپاره زیاتې برېښنا ته اړتیا ده

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
دلاور: د مس عینک کان د استخراج لپاره زیاتې برېښنا ته اړتیا ده

دلاور: د مس عینک کان د استخراج لپاره زیاتې برېښنا ته اړتیا ده

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ایران کې افغان کډوال: له بېلابېلو ننګونو سره مخ یو

ایران کې افغان کډوال: له بېلابېلو ننګونو سره مخ یو

سپتمبر 21, 2024
چین د لندو ځمکو د ساتلو په اړه وړاندیزونه وکړل

چین د لندو ځمکو د ساتلو په اړه وړاندیزونه وکړل

نوومبر 7, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ