د چين- منځنۍ اسيا دوهمه سرمشريزه پر ځايي وخت د جون د ۱۷مې نېټې په ماسپښين د قزاقستان په پلازمېنې استانا کې ترسره شوه. د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توکايف د دغې سرمشريزې مشري کړې او د چين دولت رئيس شي جين پينګ، د قرغيزستان ولسمشرصدر جباروف، د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان، د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف او د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرومونويچ ميرزايوف پکې ګډون کړی و.
يادو مشرانو په خپلو خبرو کې په دوستانه فضا کې د چين ـ منځنۍ اسیا لومړۍ (شي ان) سرمشريزې راهيسې د دواړو خواوو ترمنځ د مختلفو برخو همکاريزې لاسته راوړنې يادې کړي، د راتلونکي پرمختګ پر لوري يې بحثونه کړي او موافقه يې کړې چې ”د چين- منځنۍ اسيا روحيه“ به بيا خپره کړي، پر خپلمنځني دوستۍ به ټينګار ولري او د چين- منځنۍ اسيا د ګډ برخليک ټولنې ابادي به پر له پسې پرمخ بوزي.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو ګډ عکسونه واخيستل او ورپسې يې په ياده سرمشريزه کې ګډون وکړ او «”د چين- منځنۍ اسيا روحيې“ خپرول، د سيمه ييزو همکاريو باکيفیته پرمختګ» تر سرليک لاندې يې مهمه وينا وکړه.
شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې ويلي، مونږ دوه کاله دمخه د چين په شي ان ښار کې راغونډ شوي وو او د چين او منځنۍ اسيا د همکاريو په اړه مو ”د شي ان لرليد“ رامنځته کړ.
نوموړي ويلي، چين په تېرو دوو کلونو کې د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې ژور او عملي کارونه کړي، خپلمنځي هراړخيزو همکاریو يې مثبت پرمختګ موندلی، د چين- منځنۍ اسيا ميکانيزم پراخ چوکاټ يې جوړ کړی، د لومړۍ سرمشريزې ګډې نظريې يې پوره پلې کړي، همکاريزه لار يې لا پسې پراخه کړې او خپلمنځي دوستي يې ورځ تر بلې په پراخېدو ده.
شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې د چين او منځنۍ اسیا د پنځو هېوادونو ترمنځ همکارۍ د تېرو دوو زرو کلونو د دوستانه تګ راتګ او د سياسي اړيکو د ټينګېدو له څه باندې ۳۰ کلونو راپدېخوا د متقابل اعتماد او يووالي پر بنسټ رامنځته او ټينګې شوي او د نوې زمانې له پيل راهيسې يې ورخلاصون پرمختګ موندلی دی.
نوموړي ويلي، مونږ د اوږد مهاله همکاريو په ترڅ کې ”د چين- منځنۍ اسيا روحيه“ رامنځته کړې، چې پر متقابل درناوي، متقابل اعتماد، متقابلې ګټې، متقابلې مرستې او په باکيفيته پرمختګ د عصريتوب پرمخبيولو منځپانګه لري. چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه يو او بل ته درناوی لري، هر هېواد که لوی يا کوچنی دی له يو او بل سره مساوي چلند کوي او هره مسئله په سلامشورې او اتفاق حل کوي؛ مونږ د متقابل اعتماد پر ژوروالي ټينګار لرو، په يو اواز دريځ څرګندوو، د يو او بل د خپلواکۍ، ملي حاکميت، ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حيثيت څخه ملاتړ کوو او د نورو مرکزي ګټو ته زيان رسوونکي عملونه نه ترسره کوو؛ مونږ د متقابلو ګټو پر بنسټ همکارۍ او ګډ پرمختګ مومو، يو د بل غوره همکاران يوو، يو او بل ته پرمختيايي فرصتونه برابروو، د نورو ګټې په نظر کې نيسو او د ټولو ګټو په موندلو کې ګډ ژوند کوو؛ مونږ يو له بل سره مرستې کوو، سختيو کې يو او بل ته لاسونه ورکوو او د يو او بل شرايطو ته په کتو د سمې لارې د انتخاب ټينګ ملاتړ کوو، خپلې دندې ښې ترسره کوو او د رنګا رنګ ننګونو پر وړاندې ګډه مقابله کوو او په ګډه د سيمې امنيت او ثبات ساتو.
د چين دولت رئيس شي جين پينګ په خپلو خبرو کې په اشارې ويلي، چې چين او د منځنۍ اسيا هېوادونه بايد د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ چارو ته باکيفيته پرمختګ ورکړي او د دواړو خواوو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په پار باید ګډ کوښښونه وکړي.
۱. مونږ بايد يو پر بل اعتماد ولرو، يو له بل څخه باید ملاتړ وکړو او خپلمنځي يووالی باید وساتو.
۲. مونږ بايد د خپلمنځي همکاريو عملي، موثر او ژور جوړښت رامنځته کړو.
۳. مونږ بايد په شريکه د سولې، ارامۍ او د ګډ برخليک امنيتي حالت اباد کړو.
۴. مونږ بايد د انساني تګ راتګ او کلتوري تبادلې مزی ټينګ وساتو.
۵. مونږ بايد د عدالت او مساوات پر بنياد د معقول او منظم نړيوال نظم ساتنه وکړو.
د استانا سرمشريزې په څنډه کې، شي جين پينګ او د منځنۍ اسيا د پنځو هېوادونو مشرانو د استانا اعلاميه او د چين، قزاقستان، قرغېزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ترمنځ د دايمي نيک ګاونډيتوب، دوستۍ او همکارۍ تړون هم لاسليک کړی دی.












