سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره ويډيويي ملاقات وکړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 5, 2026
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ له ولاديمير پوتين سره ويډيويي ملاقات وکړ
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۴مې نېټې په ماسپښين د پلازمېنې بېجينګ د خلکو له لوی تالار څخه د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره ويډيويي ملاقات وکړ.

شي جين پينګ دې ته په اشارې ويلي، چې د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره يې په تېر ۲۰۲۵م کال کې دوه ځله ليدلي او په ګډه يې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د پرمختګ نوي پړاو ته رسولې دي. ده زياته کړه چې دواړو هېوادونو د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۸۰مې کليزې په وياړ فعاليتونه تر سره کړي او د دوهمې نړيوالې جګړې د برياليو پايلو او د نړۍ د عدالت د ساتلو په اړه يې ټينګ هوډ ښودلی دی.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې روان کال د چين د پنځلسم پنځه کلن پلان د تطبيق له پيل سره برابر دی او چين به د لوړې کچې د ورخلاصون د پياوړتيا لا فعال ګامونه پورته کړي او له روسيې او نورو هېوادونو سره به د پرمختګ نوي فرصتونه شريک کړي.

شي جين پينګ زياته کړې، چې روان کال د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د ټينګېدو له ۳۰مې کليزې، د چين او روسيې د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ تړون د لاسليک له ۲۵مې کليزې او د چين او روسيې د ښوونې کال فعاليت د جوړولو له لومړي کال سره برابر دی. دغه راز دواړه خواوې بايد د تاريخ له فرصتونو څخه کار واخلي، د لوړې کچې تګ راتګ دې پياوړی کړي، د بېلا بېلو برخو عملي همکارۍ دې زياتې کړي، ستراتيژيکې همغږي دې لا ژورې کړي، د لويو هېوادونو د مسئوليتونو د پلي کولو لا فعال او اغېزمن ګامونه دې پورته کړي او د خپلمنځي اړيکو سالم پرمخګ دې ډاډمن کړي.

شي جين پينګ ويلي، چې چين او روسيه د مسئولانه لوی هېوادونه او د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړي دي او د عدالت او انصاف لپاره د نړيوالې ټولنې د هڅولو، د دوهمې نړيوالې جګړې د برياليو پايلو د ساتلو، د ملګرو ملتونو په مرکزيتوب د نړيوال سيسټم او د نړيوال قانون د اصلي اصولو د تامينولو او د نړۍ د ستراتيژيک ثبات د ډاډمنولو په برخو کې مسئوليتونه لري.

پوتين د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو د پرمختګ په اړه پوره باور ښودلی او ويلي يې دي، چې دواړه خواوې به د ملي حاکميت او امنيت د ساتلو په برخه کې د مقابلې خوا د اقداماتو ټينګ ملاتړ وکړي، اقتصادي او ټولنيز پرمختګ به ومومي، د ښوونې او کلتور تبادلې به پياوړې کړي او د دواړو هېوادونو خلکو ته به ګټې ورسوي. روسيه به د ملګرو ملتونو، شانګهای همکارۍ سازمان او برېکس په شمول په څواړخيزو ډګرونو کې له چين سره ستراتيژيکې همغږۍ پياوړې کړي.

دواړو مشرانو د ګډې علاقې وړ نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه د نظريو تبادلې کړې دي.

Previous Post

شي جين پينګ او ډونالډ ټرمپ ټليفوني خبرې وکړې

Next Post

د چين او امريکا د پينګ پانګ ډيپلوماسۍ د ۵۵مې کليزې په وياړ فعاليت ترسره شو

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چين او امريکا د پينګ پانګ ډيپلوماسۍ د ۵۵مې کليزې په وياړ فعاليت ترسره شو

د چين او امريکا د پينګ پانګ ډيپلوماسۍ د ۵۵مې کليزې په وياړ فعاليت ترسره شو

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

جلیل عباس او نیکلسون د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې

جلیل عباس او نیکلسون د سیمې پر روانو حالاتو خبرې کړې

فبروري 2, 2024
نړیوال بانک نړۍ کې د اقتصادي رکود خبرداری ورکړی

نړیوال بانک نړۍ کې د اقتصادي رکود خبرداری ورکړی

جنوري 11, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ