چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پينګ له ډونالډ ټرمپ سره ولیدل

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مې 14, 2026
in نړیوال خبرونه
0
شي جين پينګ له ډونالډ ټرمپ سره ولیدل
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د مې د ۱۴مې نېټې په سهار د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي او د دواړو هېوادونو پر اړيکو يې خبرې کړې دي.

شي جين پينګ له امريکايي سیال سره په خبرو کې څو مسئلو ته اشاره کړې ده.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اوسمهال په نړۍ کې د پېړۍ بې ساري سخت بدلونونه روان دي او نړيوال وضعيت له ګډوډۍ سره مخ دی. نو په داسې حال کې چين او امريکا د توسيديدس لومې (Thucydides’s trap) له خطر څخه ډډه کولی او د لويو هېوادونو د اړيکو نوی شکل جوړولی شي؟ ايا دواړه هېوادونه د نړيوالو ننګونو پر وړاندې لاس يو کولی او نړۍ ته ثبات رسولی شي؟ ايا دواړه هېوادونه د خلکو د ګټو او د انسانانو د راتلونکي لپاره د خپلمنځي اړيکو ښه راتلونکی جوړولی شي؟

شي جين پينګ يادې مسئلې د تاريخ، نړۍ او خلکو پوښتنې بللي او له ټرمپ سره خبرو کې يې ورته اشاره کړې او په خبره يې، د دواړو لويو هېوادونو مشران بايد د دغو مسئلو د حل لپاره ګډې هڅې وکړي.

نوموړي هيله ښودلې، چې له ولسمشر ټرمپ سره به د دواړو هېوادونو د اړيکو ښه څپرکی پرانېزي، څو ۲۰۲۶م کال د چين او امريکا د اړيکو د دوام او پراختيا په تاريخ کې يوه نښه پاتې شي.

شي جين پينګ په ټينګار ويلي، چې هېواد يې له امريکا سره د اړيکو د ثبات او سالم او دوامدار پرمختګ لپاره هڅې کوي.

دواړو سیالانو هوکړه کړې، چې چين او امريکا به د ” رغنده ستراتيژيک ثبات“ په موخه خپلمنځي اړيکې ټينګې کړي او دا به په راتلونکو ۳ کلونو او هم په اوږمهال کې د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د ستراتيژيکې لارښوونې رول ولوبوي.

شي جين پينګ زياته کړې، د ” رغنده ستراتيژيک ثبات“ اړيکې بايد د همکارۍ، سالمې سيالۍ، د اختلافاتو د کنټرول او سولې پر بنسټ له مثبت، سالم، عادي او تلپاتې ثبات څخه ډکې وي.

شي جين پينګ ګټې- ګټې پرمختګ د چين او امريکا د اقتصادي او سوداګيزو اړيکو اصل او مساوي سلامشورې یې د اختلافاتو او جنجالونو د حل يوازېنی انتخاب بللی دی.

نوموړي ويلي، تېره ورځ د چين او امريکا اقتصادي او سوداګريز پلاوي عمومآ متوازنې او مثبتې پايلې ته رسېدلي، چې دا د دواړو هېوادونو د خلکو او نړۍ لپاره ښه خبر دی.

شي جين پينګ زياته کړې، چين او امريکا دې په سختۍ ترلاسه شوی مثبت تمايل په ګډه وساتي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار کړی، چې چين به ورخلاصون لا پياوړی کړي او د امريکا له لوري د همکاريو د پياوړتيا هرکلی یې کړی دی.

شي جين پینګ له امريکايي سیال سره په خبرو کې ويلي: ”چين او امريکا دې زمونږ اجماع پلې کړي او له سياسي او ډيپلوماتيکو او د دواړو هېوادونو د پوځونو د نظرتبادلې چينلونو څخه ښه استفاده وکړي او دغه راز د اقتصاد او سوداګرۍ، طب، کرنې، سېلانۍ، کلتور او د قانون تطبیق په شمول ځينو برخو کې دې همکارۍ پراخې کړي. “

شي جين پينګ د تايوان مسئله د چين او امريکا اړيکو لپاره تر ټولو مهمه ياده کړې او په خبره یې، د دې مسئلې ښه حل به د دواړو هېوادونو د اړيکو په عمومي ثبات کې مرسته وکړي، که نه، ښايي د جنجال او ان د شخړو سبب یې وګرځي او خپلمنځي اړيکې به یې ډېر خطرناک وضعيت ته وګرځي.

نوموړي ويلي، د تايوان بېلتون غوښتونکي د تايوان له سولې سره نه يو ځای کېږي، د تایوان تنګي د سولې او ثبات ساتنه يې د چین او امريکا ترمنځ تر ټولو لوی ګډ مخرج بللی او په وينا يې امريکا باید په دې مسئله کې خورا محتاطه واوسي.

ټرمپ ویلي: ”ډېر وياړم چې چين ته په رسمي سفر راغلی یم. د امريکا او چین اړيکې ډېرې ښې دي او زه له رئيس شي جين پينګ سره داسې پخوانۍ او ښې اړيکې لرم، چې د دواړو هېوادونو د تېرو مشرانو په تاریخ کې ساری نه لري، مونږ دوستانه اړيکې ساتلي او ډېرې مهمې مسئلې مو حل کړې دي.“

نوموړي ويلي:”رئيس شي جين پينګ لوی مشر دی او چين لوی هېواد دی او زه رئیس شي جين پينګ او چينایانو ته ډېر درناوی کوم. “ هغه نننۍ لیدنه ډېره مهمه او د پاملرنې وړ بللې ده.

ډونالډ ټرمپ ويلي،”زه ليواله یم چې له رئیس شي جين پينګ سره نظرتبادلې او همکارۍ تقویه کړم، اختلافات ورسره ښه حل کړم، د دواړو هېوادونو ترمنځ بې سارې ښې اړيکې پرانیزم او لاښه راتلونکی جوړ کړم.“

نوموړي زياته کړې، امريکا او چين د نړۍ تر ټولو مهم او پياوړي هېوادونه دي او دواړه کولی شي د ځانونو او هم د نړۍ لپاره ډېر لوی او ښه کارونه وکړي او په خبره یې: ” ما سره په دې سفر کې د امريکا د صنعت او سوداګرۍ غوره استازي مل دي، هغوی چين ته درناوی او پاملرنه کوي او زه هغوی هڅوم چې له چين سره ګډې همکارۍ پراخې کړي.“

دواړو مشرانو د منځني ختيځ د وضعيت، د اوکراين بحران او د کوريا ټاپووزمې په شمول پر مهمو نړيوالو او سيمه ييزو موضوعاتو هم د نظريو تبادله کړې ده.

دوی هوکړه کړې، چې يو د بل ملاتړ به کوي او هيله يې ښودلې، چې د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ سازمان د مشرانو غير رسمي غونډه او د شلو هېوادونو ډلې سرمشريزه ښه ترسره شي.

Previous Post

شي جين پينګ او ډونالډ ټرمپ له اسماني معبد څخه ليدنه وکړه

Next Post

افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې ۵۵ کیلومتره پرمخ تللي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې ۵۵ کیلومتره پرمخ تللي

افغانستان کې د ټاپي پروژې چارې ۵۵ کیلومتره پرمخ تللي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

شیخ خالد حنفي: کابل کې شل کاله د فکرونو پر تسخیر کار شوی دی

شیخ خالد حنفي: کابل کې شل کاله د فکرونو پر تسخیر کار شوی دی

جولای 2, 2022
تېره میاشت کې نږدې ۲۶۰۰ بهرنیانو افغانستان ته تګ راتګ کړی

تېره میاشت کې نږدې ۲۶۰۰ بهرنیانو افغانستان ته تګ راتګ کړی

جون 29, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ