چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

شي جين پینګ د خصوصي برخې اقتصاد پر پیاوړتیا ټينګار وکړ

Spogmai Radio by Spogmai Radio
مارچ 7, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

دا چې د خصوصي برخې اقتصاد د چین په رغښت او پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی او لا یې لوبوي، غواړو دلته څو مهمو پوښتنو ته په تبصره کې اړوند ځواب وړاندې کړو:

شي جين پینګ ولې د چين د خصوصي برخې اقتصاد باکيفيته پرمختګ ته پاملرنه کوي؟

د چين تر ټولو لوړپوړی مشر شي جين پينګ د ډيموکراتيکې ابادۍ ملي ټولنې او د صنايعو او سوداګرۍ ملي اتحاديې له هغو غړو سره خبرې وکړې، چې د دغه هېواد د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې په کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره بېجينګ ته راغلي دي.

په دغو غړو کې اقتصادپوهان، کارپوهان او پياوړي سوداګر شامل دي. شي جين پینګ هغوی وهڅول چې ټينګ باور ولري، په زړورتیا سره پرمختګ ومومي او د هېواد شخصي تصديو ته سالم او باکيفيته اقتصادي پرمختګ ورکړي.

شي جين پينګ ولې د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره خبرې وکړې؟

د چين د ملي ولسي کانګرس او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې کلنۍ غونډې اوس په بېجينګ کې روانې دي. شي جين پينګ د ملي ولسي کانګرېس غړی دی. د مقرراتو له مخې، هغه د يادو کلنيو غونډو پرمهال د خپل پلاوي د بحث په ناسته کې ګډون وکړ او د حکومت کاري راپور یې واورېد. دغه راز شي جين پينګ د چين د واکمن کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي په توګه د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې له غړو سره ګوري، د هغوی په مباحثوي غونډو کې ګډون کوي او نظرونه او وړاندیزونه يې اوري.

شي جین پينګ له تېرو لسو کلونو راهيسې هر کال د دوو کلنيو غونډو پر مهال په دا ډول څه باندې ۵۰ مباحثوي غونډو کې ګډون کوي.

د چين د ډيموکراتيکې ابادۍ ملي ټولنه د دغه هېواد له اتو ډيموکراتيکو ګوندونو څخه دی. د چين د صنايعو او سوداګرۍ ملي اتحاديه د غير دولتي ملکيت له تصديو او اقتصادپوهانو څخه جوړه شوې ده.

شي جین پينګ د يادې ټولنې او اتحاديې د ۶ غړو ويناوې واورېدلې او تشويق یې کړل.

شي جين پينګ ولې په اوس وخت کې شخصي اقتصاد ته پاملرنه کوي؟

شخصي اقتصاد د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ، ګومارنې، ماليې او ساينسي نوښت لپاره ډېر مهم دی. رسمي شمېرنه ښيي، چې چين ته ۵۰٪ مالیات، ۶۰٪ جي ډي پي، ۷۰٪ تخنيکي نوښت او ٪ ۸۰ کاري فرصتونه شخصي اقتصاد راوړي دي.

په دې وروستيو کلونو کې د امريکا په مشرۍ لوېدیځو هېوادونو پر چين هراړخيز محدوديتونه لګولي او د هوا وې (HUWEI) د عصري تخنیک تصدۍ په ګډون يې یو شمېر چيني شخصي تصدۍ د بنديزونو په لېست کې شامل کړي دي. د دې ترڅنګ کرونا وبا هم د چين شخصي تصدۍ له ډېرو ستونزو سره مخ کړې دي، نو ځکه د چين حکومت په داسې حال کې غواړي چې خپلې شخصي تصدۍ تشويق کړي، باور يې لوړ کړي او له باکيفيته پرمختګ يې ملاتړ وکړي.

شي جين پينګ د مارچ په شپږمې نېټې په خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې  شخصي اقتصاد د چين د کمونېست ګوند د دايمي واکمنۍ او د چيني خوب( د چيني ملت  د لويې بيا سمسورتيا ) د رښتيا کولو لپاره پیاوړی ځواک دی. د چین کمونېست ګوند تل شخصي تصدۍ او سوداګر يې خپل کورني غړي بللي، له اړمنو شخصي تصديو سره یې مرسته کوي او د ستونزو د هوارۍ لپاره يې لارښوونه کوي.

همدارنګه شي جين پينګ يو ځل بيا څرګنده کړه، چې چين پر هغو دوو بنسټيزو ملي پاليسيو ټينګار کوي، چې له مخکې به يې په ټينګار سره د دولتي ملکيت اقتصاد ته پرمختګ ورکړي او د دې ترڅنګ غير دولتي ملکيت اقتصادي پرمختګ به وهڅوي، ورڅخه به ملاتړ وکړي او لارښوونه به يې ترسره کړي.

له دې وړاندې شي جين پينګ په ډېرو نورو مواردو کې هم پر دغو بنسټيزو ملي پاليسيو ټينګار څرګند کړی او شخصي تصدۍ يې تشويق کړې دي.

شي جين پينګ له چيني شخصي تصديو څخه څه غوښتنې کړې دي؟

د شي جين پینګ په ټکو، د چين راتلونکي اقتصادي پرمختګ باید باکيفيته وي. اوسمهال د چين حکومت د اقتصادي پرمختګ د داسې نوې بڼې د جوړولو په هڅه کې دی چې د هېواد په دننه داخلي اقتصادي دوران په ښه او سالمه توګه روان وي او د دې ترڅنګ بهرنی اقتصادي دوران هم څرخوي، څو دواړه  يو بل ته ګټې ورسوي.  په داسې حال کې شي جين پينګ له شخصي تصديو څخه وغوښتل چې د نوي پرمختګ مفکوره عملي کړي او د باکيفيته پرمختګ لار ووهي. نوموړي همدارنګه شخصي تصدۍ وهڅولې چې د هېواد د لويو پروژو او مهمو صنعتي او اکمالاتي ځنځيرونو د جوړولو چارو ته ورودانګي او له دولتي تصديو سره په ګډه د ټولو خلکو د ګډو شتمنېدو لپاره ټولنيز مسئوليتونه پر غاړه واخلي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

Previous Post

نجونې محصلینې: له زده‌کړو بې برخې کول مو په حق کې لویه جفا ده

Next Post

د پرمختيايي هېوادونو لپاره د چيني ډوله عصري کېدو ګټورې تجربې

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post

د پرمختيايي هېوادونو لپاره د چيني ډوله عصري کېدو ګټورې تجربې

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

ریالمي خپل ارزان بیه ځيرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ

ریالمي خپل ارزان بیه ځيرک موبایل خرڅلاو ته وړاندې کړ

مارچ 15, 2021

شي جين پينګ د چين پولیسو ته د دوی ځانګړې ورځې مبارکي وویله

جنوري 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved