چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

طالبان او حکومت د یو بل پر وړاندې د جګړو د شدت خبرداري ورکوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اپریل 5, 2021
in افغانستان
0
طالبان او حکومت د یو بل پر وړاندې د جګړو د شدت خبرداري ورکوي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د افغان امنیتي ادارو د مشرانو تر خبري کنفرانس یوه ورځ وروسته طالبانو خپلو وسله والو ته سپارښتنه کړې، چې د جګړو د شدت په صورت کې د بریدونو صلاحیت لري. طالبانو په یوه خپره کړې اعلامیه کې د جګړو د شدت پړه پر افغان حکومت اچولې او وایي چې حکومتي ځواکونو د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې هوایي او ځمکني عملیات شدید کړي، چې دا د سولې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده او په وینا یې، که وضعیت دوام وکړي، نو دوی به غبرګون وښيي. تر دې وړاندې بیا افغان چارواکو ویلي وو چې طالبان لا هم د جګړو له لارې واک ته رسېدل غواړي او تګلاره یې نه ده بدله کړې.

سره له دې چې په راتلونکو اونیو کې په ترکیه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په تړاو راپورونه خپرېږي، خو دلته افغان امنیتي او دفاعي ادارې او طالبان یو بل ته ګوتڅنډنه کوي او یو بل د جګړو او عملیاتو په شدت ګواښي. وړمه ورځ د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار او د افغان امنیتي او دفاعي ادارو مشرانو په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دوی به طالبانو ته اجازه ور نه کړي، څو د جګړو له لارې بریا ته ورسېږي. د حمدالله محب په خبره، طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک خپل کړي او په وینا یې، دغه ډله لا هم د سولې ملاتړې نه ده او د جګړې تګلاره یې نه ده بدله کړې. نوموړي زیاته کړه چې یوازې د ټاکنو له لارې به واک راتلونکي ولسمشر ته وسپارل شي.

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

بلخوا د امنیتي او دفاعي ادارو مشرانو هم وویل چې دوی د طالبانو هر ډول برید ته ځواب وایي او په خبره یې، د دغه ډلې پر ضد به یې عملیات دوام کوي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات بیا د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل چې طالبان په لویو ښارونو کې د بریدونو پلان لري او په خبره یې، دغه ډله هڅه کوي جګړې شدیدې کړي. حیات زیاته کړه چې افغان ځواکونه بیا د هر ډول احتمالي خطر پر وړاندې مبارزې ته تیار دي.

طالبانو بیا پرون ادعا کړې، چې افغان حکومت د دوی پر وړاندې چاڼیز، ځمکني او هوایي عملیات پيل کړي دي. د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې افغان حکومت او له دوی سره مل بهرني ځواکونه د هېواد په ګوټ ګوټ کې په هغو سیمو کې عملیات کوي، چې د طالبانو تر نفوذ لاندې دي او په خبره یې، دا کار د سولې له هوکړې ښکاره سرغړونه دی. وسله وال طالبان وایي چې د افغان حکومت په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې په ګڼو ولایتونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې او په خبره یې، که وضعیت همداسې دوام وکړي، نو ښایي دوی به هم خپلې جګړې شدیدې کړي.

د وسله والو طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په خوست، ننګرهار، بدخشان او هلمند ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو هوایي بریدونه د دوحې له هوکړې ښکاره سرغړونه ده. سرچینې دغه راز پر خپلو وسله والو غږ کړی، چې که عملیات و نه درول شي، نو د خپل ځان د دفاع لپاره هر ډول چې مناسبه بولي، اقدام  وکړي. په اعلامیه کې راځي: «که دغه ډول عملیات متوقف نه شي، نو وسله والو ته سپارښتنه کېږي، هر ډول چې مناسب بولي، د ځان او خلکو د دفاع لپاره اقدام وکړي».

افغان حکومت او طالبان داسې مهال یو بل ته د جګړو د شدت او د یو بل پر ضد د اقداماتو د ترسره کېدو خبره کوي چې په استانبول کې د راتلونکي کنفرانس لپاره تیاری روان دی. بلخوا په هېواد کې د ننه جګړې شدیدې شوي چې د افغانانو ژوند یې تریخ کړی دی، خو د دې ټولو تر څنګ د افغانانو ستره هیله دا ده چې ښکېلې خواوې به د ترکیې په کنفرانس کې یوې پایلې ته ورسېږي او په دې توګه به دلته روانه خونړۍ جګړه پای ومومي.

Tags: Top
Previous Post

د سولې خبرې؛ افغانستان کوم لور ته روان دی؟

Next Post

له کابله ترکیې غونډې ته څو طرحې وړل کېږي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د سولې لپاره ولې باید یوازې پر یوه طرحه ټینګار وشي؟

له کابله ترکیې غونډې ته څو طرحې وړل کېږي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

نایجریا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۴ تنه مړه شوي دي

نایجریا کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۲۴ تنه مړه شوي دي

سپتمبر 11, 2023
امریکا قزاقستان ته: په سخته به روسي سرتېري له خپل هېواده وباسئ

امریکا قزاقستان ته: په سخته به روسي سرتېري له خپل هېواده وباسئ

جنوري 8, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved