چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

عرب او اسلامي هېوادونو په ګډه د اوربند غږونه پورته کوي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 14, 2023
in نړیوال خبرونه
0
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د عرب او اسلامي هېوادونو ګډه سرمشريزه د نومبر په ۱۱مه نېټه د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې د غزې تړانګې کلابندۍ د ختمولو، سمدستي دغې سيمې ته د سون توکو په شمول د بشري مرستو د لېږلو او په دغې سيمه کې د اسرائيلو د ناقانونه کړنو د پلټنې په ګډه څو غوښتنې وړاندې شوې دي.

د شنونکو په اند، د سعودي عربستان په مشرۍ سرمشريزې غونډې د عربي او اسلامي هېوادونو ملاتړ تر لاسه کړ، چې د ايران د ولسمشر ابراهيم رئيسي په ګډون د څو هېوادونو مشران په کې حاضر و. له دې څخه ښکارېږي، چې ژر تر ژره اوربند او د غزې تړانګې ته د بشري مرستو ننوتلو ته اجازه ورکول د عربي او اسلامي هېوادونو ګډ پوهاوی او غوښتنه ده. دوی يووالی ساتي او پر اسرائيلو او امريکې فشارونه اچوي څو د فلسطين مسئلې په عادلانه توګه حل شي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

په ياده غونډه کې برخوالو خواوو په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره له نړيوالې جنايي محکمې څخه غوښتنه کړې، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو د ناقانونه کړنو پلټنه وکړي، د اسرائيلو د هغه نيت غندنه یې کړې، چې فلسطينيان يې بل ځای ته کډوالۍ ته اړ کړي، د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه يې غوښتنه کړې، چې پر غزې د اسرائيلو د بريدونو د پای ته رسولو لپاره يو اغېزناک پرېکړه‌ليک تصويب کړي. اعلاميې د کيمياوي وسلو د منع کولو سازمان ته بلنه ورکړې، چې د غزې په تړانګه کې د اسرائيلو لخوا د ممنوعه وسلو کارولو په اړه تحقيقات وکړي او له ټولو هېوادونو څخه يې غوښتنه کړې، چې اسرائيلو ته د وسلو او بمونو صادرات بند کړي.

اړوندو څېړونکو په اشارې سره ويلي، چې د اکتوبر په ۷مه د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د نوې دورې شخړې څه باندې يوه مياشت دوام وکړ، چې دواړو هېوادونو ته سختې مرګ‌ژوبلې اوښتې او د خلکو د بې کوره کولو په شمول سخت بشري مصيبتونه يې رسولي دي. د غزې تړانګې د روغتيايي چارو څانګې د نومبر په ۱۹مه اعلان کړی، چې په دغه سيمه کې د اسرائيلي پوځ په عملياتو کې څه باندې ۱۱۰۰۰ فلسطينيان وژل شوي، څه دپاسه ۲۷۰۰۰ تنه ټپيان شوي دي. د اسرائيلي حکومت د شمېرنو له مخې، شاوخوا ۱۲۰۰ اسرائيليان وژل شوي دي. نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه عربي او اسلامي هېوادونو او خلکو د اوربند جدي غوښتنې وړاندې کړې دي.

د اصلي پلان له مخې، د عربي هېوادونو ګډې ټولنې او د اسلامي همکارۍ سازمان سرمشريزه غونډه په جلا جلا توګه د نومبر په ۱۱او ۱۲مه تر سره شوې وی، خو کوربه هېواد سعودي عربستان د اسلامي همکارۍ له سازمان سره له سلامشورې وروسته د ګډې ځانګړې سرمشريزې غونډې پرېکړه کړې. د سعودي عربستان بهرنيو چارو وزارت له غونډې مخکې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، دا ښکاري، چې د بېلا بېلو هېوادونو مشرانو دا منلی، چې د غزې تړانګې د وضعيت په هکله دې متحد دريځ وړاندې کړي، څو د عربي او اسلامي هېوادونو ګډې هيلې څرګندې کړي او د وضعيت د نورې ترينګلتيا مخه ونيسي.

شنونکو دې ته ګوته نيولې، چې د ګډې ځانګړې سرمشريزې غونډې تر سره کول او د فلسطين او اسرائيلو د وضعيت په هکله د ګډو غوښتنو وړاندې کول د عربي او اسلامي هېوادونو يووالی څرګندوی دی. د مصر د يوې ورځپاڼې په يوه تبصره کې راغلي، دغه سرمشريزه غونډه د عربي او اسلامي هېوادونو په ګډو چارو کې نوې روحيې ښکاري او د فلسطين مسئلې په شمول د سيمه یيزو پېچلو چارو په هکله دريځ او لوري متحد کوي. د ايران او ترکيې په شمول اسلامي هېوادونه له عربي هېوادونو سره ولاړ دي.

د پاملرنې وړ دی، چې د سوريې، قطر، مصر او ترکيې په شمول د څو هېوادونو مشرانو پرته د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي هم په ياده غونډه کې ګډون درلود. ايران او سعودي عربستان په منځني ختيځ کې د سيال حريفانو په توګه ګڼل شوي او په ۲۰۱۶ کال کې خپلمنځي سياسي اړيکې پرې شوې او د روان کال په مارچ کې د چين په منځګړيتوب جوړجاړی اعاده شوی دی. له ۲۰۱۲ کال راهيسې سعودي عربستان ته دا د ايران د ولسمشر لومړی سفر و.

د شنونکو په نظر، په دغه غونډه کې د رئيسي ګډون کول دا نښه لري، چې ايران او سعودي عربستان د سيمه یيزو حالاتو د ښه والي لپاره په خپلواکه توګه د سيمه یيزو چارو د حلولو ګډ باور لري.

د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د شخړې سرچينه دا ده، چې د فلسطينيانو قانوني حقونه او ګټې نه دي تامين شوې او په څه دپاسه نيمې پېړۍ کې د اسرائيلو تر اشغال لاندې د فلسطينيانو د ژوند فضا تر حده ټيټه شوې ده. د دغه حالت د رامنځته کېدو يو مهم لامل دا دی، چې امريکې د ډېرې مودې راهيسې د فلسطين مسئلې کې د اسرائيلو پلويتوب کړی. د فلسطين او اسرائيلو په اوسنۍ شخړه کې امريکې لا هم له اسرائيلو څخه ملاتړ کوي، چې ورته يې زياتې وسلې برابرې کړې او په منځني ختيځ کې نظامي ترتيبات يې پياوړي کړي دي، څو ځلې يې د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د فلسطين او اسرائيلو د حالاتو په اړه مسودې رد کړې دي.

سربېره پر دې، د سرمشريزې غونډې په اعلاميه کې د فلسطين او اسرائيلو تر منځ د شخړې په هکله روښانه شوې، چې بايد د عرب د سولې وړانديز پر بنسټ د فلسطين مسئلې حل شي. د عرب د سولې وړانديز مهم محتويات دا دي، چې په ۱۹۶۷ کال کې د سرحدي کرښې له مخې ختيځ بيت المقدس د خپلواک فلسطين هېواد پلازمېنه دی، چې په پوره توګه ملي حاکميت لري.  دا د نړيوالې ټولنې لخوا منل شوی د فلسطين او اسرائيلو د مسئلې حل لپاره د دوو هېوادونو لايحې دي. د څېړونکو په اند، په ياده سرمشريزه غونډه کې د عرب د سولې وړانديز مهم مقام بيا تایيد شوی، چې د دوو هېوادونو د لايحې د عملي کېدو لپاره د هڅونې رول لري.

Previous Post

هلمند کې په ۴۸ میلیونه افغانیو د عاجلو ناروغانو لپاره ودانۍ جوړېږي

Next Post

د چمن په پرلت کې له ګډون وروسته، علي وزیر بیا نیول شوی

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د چمن په پرلت کې له ګډون وروسته، علي وزیر بیا نیول شوی

د چمن په پرلت کې له ګډون وروسته، علي وزیر بیا نیول شوی

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

پکتیا کې د طالبانو په یوه برید کې درې افغان سرتېري وژل شوي

پکتیا کې د طالبانو په یوه برید کې درې افغان سرتېري وژل شوي

سپتمبر 1, 2020
زرداري: د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی

زرداري: د افغانستان ثبات د سیمې لپاره مهم دی

مې 7, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved