سه شنبه, اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home معلوماتي خپرونې

فولکس واگن

حشمت الله نوري

Spogmai Radio by Spogmai Radio
اگست 9, 2021
in معلوماتي خپرونې
0
فولکس واگن
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

فولکس واگن د موټر جوړونې الماني شرکت دی. دا د فولکس واګن ډلې تر ټولو مهم برنډ دی. نور شرکتونه یا څانګې هم لري، خو موږ  یوازې په فولکس واګن باندې خبرې کوو. دا ډله په اروپا کې د موټر جوړونې تر ټولو ستره کمپنۍ ده او له جنرال موتورز وروسته چې امریکايي کمپنۍ ده، دا کمپنۍ د نړۍ دویمه کمپنۍ بلل کېږي.

دغه کمپنۍ په ۱۹۳۰ کال کې د آلمان د هغه وخت د نازي رهبر اډولف هټلر په غوښتنه جوړه شوه. هغه له فردیناند پورشه وغوښتل چې داسې موټر جوړ کړي یې د آلمان ډېری وګړي یې د اخیستلو وس ولري. پر همدې بنسټ یو شرکت جوړ شو، نوم یې فولکس واګن ورباندې کېښود، چې په الماني ژبه کې د خلکو د موټر مانا ورکوي.

You might also like

  پاناسونیک

فیسبوک

توشیبا

نن په نړۍ د لسو تر ټولو ډېرو پلورل شوو موټرونو په ډله کې یوازې درې یې په همدې فولکس واګن پورې اړه لري. دغه شرکت سره له دې چې پر مختللي موټرونه جوړوي، د موټرونو په برخه کې یې په څېړنه او تحقیق هم ډېره پانګونه کړې ده. دوی د موټر جوړولو تر مخ د هغه په اړه پوره پوره څېړنه کوي، دوی کوښښ کوي چې مهمې پرزې او تر ټولو ګټور او مؤثر شیان له تحقیق او څېړنې وروسته خپلو مشتریانو ته وړاندې کړي.

فولکس واګن په ۱۹۳۷ کال کې د هټلر په امر جوړ او د آلمان د نازي حزب کارکوونکو کار پکې پیل کړ. د دې کمپنۍ د کار تر پیل مخکې په المان کې ډېری موټرونه قېمته او لوکس وو، هر چا یې د اخیستلو توان نه درلود، نو هټلر همداسې یوه کمپنۍ غوښته چې د موټرونو لوړې بیې راټيټې کړي څو په المان کې ډېری خلک وکولی شي د موټر خاوندان وي. فولکس واګن د همدې لپاره جوړ شو. خو وروسته ځینو کمپنیو د دې لپاره چې خپل بازار یې په خطر کې ولید، د فولکس واګن پر وړاندې ارزان بیه موټرونه تولید کړل. له دې ډلې یو هم مارسډز بنز آلمانی شرکت و چې مارسډز ۱۷۰ ایچ یې د همدې موخې لپاره جوړ کړ، څو د دې کمپنۍ کارونه له ناکامۍ سره مخ کړي. خو مارسډز بنز کمپنۍ له خپل دغه کاره ښه پایله وا نه خیسته.

په لومړیو کې خلکو داسې فکر نه کاوه چې نازیان دې د دې کمپنۍ ملاتړي وي، خو یو وخت هټلر له دې رازه پرده پورته کړه او ویې ویل له فولکس واګن سره ځکه تاسې سیالي نه شی کولی چې ملاتړ یې نازي حزب دی. فولکس واګن د دې موټر طرحه داسې جوړه کړې وه چې باید دوه له عمره پاخه کسان او درې ماشومان پکې ځای شي. قیمت یې هم د هټلر له لوري وټاکل شو، د یوه موټر بیه ۳۹۶ ډالره وه. البته په هغه وخت کې ۳۹۶ ډالره هم کمې پیسې نه وې، خو په دې بیه د المان ډېری وګړو کولی شوی د موټر څښتنان وي. ځکه په هغه وخت کې په همدې بیه خلکو له مارسډز کمپنۍ موټرسایلکونه اخیستل، نو خلکو دا ښه وګڼله چې د مارسډز د موټرسایکل پر ځای ولې د فولکس واګن په موټر کې سپاره نه شي.

په ۱۹۳۶ کال دوی خپل لومړنی موټر جوړ کړ، خلکو یو کال انتظار و ایست، په ۱۹۳۷ کال کې یې نندارې ته وړاندې کړ، په څټ کې یې ماشین درلود، کوچنی موټر و او لکه څنګه یې چې پلان ورته جوړ کړی و همغسې کوچنی د دوو لویانو او دریو کوچنیانو لپاره طراحي شوی و.

کله چې لومړۍ نړیواله جګړه وشوه، دغه کمپنۍ هم تباه شوه، خو ډېر څه یې د یوه بریتانوي جنرال په برکت تر لاسه کړل. دغه جنرال ایوان هیرست نومېدو، کله چې امریکايي سرتیرو پر دغه کمپنۍ برید وکړ، ډېر شیان یې له خاورو سره خاورې کړل، دوی غوښتل چې دغه فابریکه نور یو زړو ګدام شي، خو ایوان جنرال یې مخه ونیوله او ویې ویل چې دا یو ارزښت دی او د ساتلو لپاره یې سر ورکوي. وروسته له ډېرو خبرو اترو په دې بریالی شو چې نور پوځي چارواکي هم دې سلا ته ورسوي، څو دغه فابریکه وساتي او له سره یې جوړه کړي. همدا چې جوړه شوه پوهېږی د بریتانیا حکومت د ۲۰ زرو موټرو فرمایش ورکړ.

په ۱۹۴۸ کال کې بریتانوي پوځیانو هغه بېرته المان ته ورکړه. په هغه وخت کې هنریش نوردهوف د دې فابریکې رییس وټاکل شو. هغه چې د یوه بانکدار زوی و، مخکې یې هم د موټر جوړولو په کمپنیو کې کار کړی و، له امریکايي کمپنیو یې لیدنې کړې وې او په دې پوه و چې په دغو هېوادونو کې د موټرونو تخنیک څنګه دی. هغه د موټرونو د صادراتو له برخې سره هم بلد و، په ۱۹۴۸ کال کې یې د خپلو موټرونو څلورمه حصه له آلمانه بهر هېوادونو ته صادره کړه. هغه دوه موډله موټرونه امریکا ته هم ولېږل او په هغه وخت کې یې میلیونونه ډالر چې بې ساري پیسې وې، وګټلې.

فردیناند پورشه چې لومړی یې دغه کمپنۍ جوړه کړې وه، هغه وخت د سلاکار په توګه دلته کار کاوه. وروسته وروسته په دې بریالی شو چې ځان ته بېله کمپنۍ د سپورتي موټرونو د تولید لپاره جوړه کړي، هغه د دې کمپنۍ نوم پورشه اېښی و.

فولکس واګن کمپنۍ وروسته دا ښه وګڼله چې امریکا ته ډېر موټرونه صادر کړي، نو د همدې لپاره یې په ۱۹۷۹ کال کې ۳۳۰ ډوله موټرونه دغه هېواد ته صادر کړل. دغې کمپنۍ بهرنیو هېوادونو ته د موټرونو د لېږد کار په ۱۹۵۰ کال پيل کړ. په هغه وخت کې یې اسټرالیا، فرانسې او امریکا ته موټرونه صادرول او ښې ګټې یې کولې.

په ۱۹۵۴ کال کې یې یو قوي ماشین په خپلو موټرونو کې وکاراوه، دغه ماشین ۱۱۹۲ سي سي و، له میکانیکي اړخه قوي او د سوداګرۍ لپاره تر ټولو ښه انتخاب و. وروسته یې په ۱۹۶۱ کال کې د بېتل موډل جوړ کړ، د هغه ۱۴۹۳ سي سي ماشین و، په یوه کال کې یې ۱۵۰۰ موټرونه تولید کړل، په ۱۹۶۱ کال کې یې د ټولو موټرونو د تولید شمېره تر یو میلیون واوښته. په همدې ۱۹۶۰ تر ۱۹۷۰ کال کې یې نور ماډلونه هم جوړ کړل، لکه واګن ټي آی او فولکس واګن سالن چې ډېر مینه‌وال یې لرل.

د ۱۹۷۹ کال په جون میاشت کې فولکس واګن یو موټر جوړ کړ، دغه موټر ګلف و، همدا چې دا موټر فولکس واګن جوړ کړ، نو ورسره سم یې اعلان وکړ چې تر دې دمه یې ۳۵ میلیونه موټرونه جوړ کړي دي او همدا موټر یې هغه موټر دی چې دغه شمېره یې پوره کړه. وروسته یې خپلې څانګې پراخې کړې او د ځينو موټرونو د تولید صلاحیت یې خپلو ځينو نور کمپنیو ته ورکړ. دوی به هلته پر کارپوه انجنیران ګومارل او له دې لارې به یې کوښښ کاوه چې د موټرونو کیفیت یې ښه، خام مواد ورته ارزانه پرېوځي او ګټه یې ډېره وي.

له ۱۹۹۰ کال تر ۲۰۰۰ کال پورې د فولکس واګن د موټرونو تولید هم پراخ شو. په دې وخت کې یې د فولکس واګن ګلپ موټرونو له لړۍ درېیم نسل هم معرفي کړ. د دغه نسل نوم یې ګلف ام کې ۳ و او همغه کال په اروپا کې د کال غوره موټر معرفي شو. په ۱۹۹۷ کال کې یې فولکس واګن ګلف ام که ۴ هم معرفي کړ. 

دغه کمپنۍ اوس هم پراخ فعالیتونه لري. دې نن وخت ښکلي او عصري موټرونه جوړوي. کارځایونه یې په روسیه، براتیسلاوا اسلواکي او نورو ځایونو کې دي. په پرتګال کې یې هم یوه کمپنۍ شته چې فولکس واګن آی او اېس جوړوي. د فولکس واګن شپږم نسل هم په ۲۰۰۸ کال کې د ګلف ام کا ۶ په نامه بازار ته وړاندې شو.

دغه کمپنۍ ډېر کار کوي، د راپورونو له مخې، په تېر میلادي کال کې یې۷  میلیونه موټرونه تولید کړي، چې په دې توګه یې ۱۰۳ میلیارده ډالر ګټلي وو، چې خالصه ګټه یې ۳،۶ میلیارده ډالره کېږي. فولکس واګن اوس د نړۍ د موټر جوړولو په دریو غوره کمپنیو کې راځي. هغه د اروپا په بازارونو کې تر ټولو ډېر سهام لري. هغه په نړۍ کې په ۱۰ غوره شرکتونو کې هم راځي. دغه کمپنۍ ۳۰۰ زره کارکوونکي لري. دغه کمپنۍ په کال کې د ۷،۶ میلیونو موټرونو په پلور تر اوسه ریکارډ لري، خو دوی غواړي خپل پلور په کال کې لسو میلیونو موټرونو ته ورسوي، چې که دوی همداسې چټک پر مخ روان  وي، ښايي یوه ورځ دا هم راشي چې فولکس واګن لس میلیونه موټر پلورلي وي. دغه کمپنۍ په ۱۵۳ هېوادونو کې فعالیت کوي. دغه کمپنۍ یوازې نه ده؛ بلکې تر همدې نامه لاندې څو نورې کمپنۍ هم کار کوي. دوی وايي، زموږ محصولاتو باید له نورو سره کاملاً توپیر ولري او همدار راز باید تر نورو غوره وي. سره له دې چې دغه کمپنۍ په دویمه نړیواله جګړه کې په پوره توګه له منځه ولاړه، خو بیا پر خپلو پښو ودرېده او د موټر په نړۍ کې یې ۸۴  کاله حکومت وکړ. د بریا بل راز یې ښه مدیریت او خلاق کارکوونکي دي.

 

Previous Post

وسله وال طالبان د سرپل، تخار او کندز ولایتونو د مرکزونو د نیولو ادعا کوي

Next Post

په ښارونو کې د خلکو پر ضد جګړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

  پاناسونیک
معلوماتي خپرونې

  پاناسونیک

by Spogmai Radio
اگست 2, 2021
فیسبوک
معلوماتي خپرونې

فیسبوک

by Spogmai Radio
جولای 26, 2021
توشیبا
معلوماتي خپرونې

توشیبا

by Spogmai Radio
جولای 12, 2021
نیسان کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

نیسان کمپنۍ

by Spogmai Radio
جولای 5, 2021
ډېل کمپنۍ
معلوماتي خپرونې

ډېل کمپنۍ

by Spogmai Radio
جون 28, 2021
Next Post
غربي تبلیغات تر جګړې ډېر خطرناک دي

په ښارونو کې د خلکو پر ضد جګړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

کورنیو چارو وزارت: یوه کال کې زر پولیس د ناوړه چلند په تور نیول شوي دي

کورنیو چارو وزارت: یوه کال کې زر پولیس د ناوړه چلند په تور نیول شوي دي

اپریل 12, 2020
پوتین نن د منځني ختیځ دوو هېوادونو ته سفر کوي

پوتین نن د منځني ختیځ دوو هېوادونو ته سفر کوي

دسمبر 6, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved