د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي به نن د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وېسټ او ورسره پلاوي سره په دوحه کې د بشپړو خبرو لړۍ پیل کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اوونۍ وویل چې وېسټ به د دوو اونیو لپاره په دوحه کې پاتې شي. امریکايي چارواکو ویلي دي چې له طالبانو سره به د ترورېزم پرضد د مبارزې، له افغانستانه د امریکايي وګړو او هغو افغانانو چې ژوند یې هلته تر ګواښ لاندې دی د وتلو، د بشري مرستو او د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه خبرې وشي. طالبانو د دوحې د موافقې پر اساس ژمنه کړې چې د افغانستان په قلمرو کې به تروریستي ډلو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي. نننۍ کتنه داسې مهال پلان شوې چې د ا.ا هڅې پیل کړي دي څو نړیوال یې په رسمیت وپېژني.












