چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home ليکنې او تحلیلونه

لرغون پېژندنه به د چين او افغانستان اړيکې لا نږدې کړي

ليکوال: د چين د دون هوانګ انسټيټيوټ علمي څېړونکی شاو شوه چنګ / ژباړونکې: د چين ميډيا ګروپ خبرياله زرينه

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 3, 2020
in ليکنې او تحلیلونه
0
لرغون پېژندنه به د چين او افغانستان اړيکې لا نږدې کړي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

)د دون هوانګ انسټیټيوټ لرغون پېژندونکي او علمي څېړونکي (نوم) په افغانستان کې د تاریخي ځایونو د کتلو په ترڅ کې دغه عکس اخيستی(

افغانستان په مرکزي اسيا کې دی، نو په دغه هيواد کې لرغون پېژندنه د چينايانو لپاره څه اهميت لري؟

You might also like

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

زه فکر کوم، چې مونږ د لرغون پېژندنې له لارې افغانستان لا ښه پېژندلی شو، نړيوالو د دغه هيواد باميان او جام څلی ډېر ښه پېژندلي، خو په حقيقت کې دغه هيواد نور هم ډېر تاریخي ځایونه لري.

افغانستان ځانګړی جغرافيايي موقعيت او بډایه کلتور لري، چې د ختيځ او لويديځ د کارپوهانو توجه يې ځان ته اړولې ده، دغه هېواد د ختيځ او لويديځ د تمدنونو څلور لارې هم بلل کيږي او د دښتو او غرنيو سيمو د تمدنونو او کوچيانو کلتور په ګډون د اروپا او اسيا د لویو وچو رنګارنګ ځانګړي مدني عناصر هم همدلته يوځای شوي دي.

 کله چې افغانستان په ۱۹۱۹م کال کې خپله خپلواکي بېرته ترلاسه کړه، نو له فرانسې، امريکا، جاپان او څو نورو لويديځو هېوادونو سره يې په ګډه د لرغون پېژندنې، هنر او د کلتوري ميراثونو د ساتلو په برخه کې ځينې پروژې ترسره کړې. نړيوالو کارپوهانو د تېرې پېړۍ په اوومه لسيزه کې د افغانستان د لرغون پېژندنې په علمي څېړنو کې ډېرې سختې سيالۍ وکړې او هغه مهال دغه سيالۍ د المپيک له لوبو سره ورته بلل شوې وې.

له بدمرغه چين د بېلابېلو اوږدمهاله لاملونو له کبله په دغو سياليو کې ګډون نه و کړی.

چينايان يوازې د ژبې زده کولو له لارې نه ، بلکې لرغون پېژندنه هم يوه مهمه وسيله ده، چې پر مټ يې افغانستان ښه پېژندلی شي او چينايانو په دې برخه کې ډېرې ستونزې ګاللي او تجربه کړې دي.

 په ۱۹۵۸ کال کې د چين د وخت د کلتور وزارت مرستیال وزير جنګ جن دوه د يوه پلاوي په مشرۍ د لرغون پېژندنې په موخه افغانستان ته روان و، چې الوتکه يې د تخنیکي ستونزې امله وغورځېده او هغه هم  پکې مړ شو او له هغه وروسته چينايانو په افغانستان کې د لرغون پېژندنې په اړه خپلې څېړنې وځنډولې. په دې وروستيو کلونو کې د افغانستان د ملي ميوزيم تاريخي اثار د چين په بېلابېلو ځايونو کې نندارې ته وړاندې شول او ډېرو چينايانو دغه تاريخي اثار وليدل او د افغانستان په اړه يې داسې نوي معلومات ترلاسه کړل، چې پخوا يې اورېدلي هم نه وو.

 د بېلګې په توګه د چين د هان سلسلې ډيپلومات جانګ چيان منځنۍ او لويديځې اسيا ته د سفر په ترڅ کې افغانستان ته هم تللی و. د چين د لرغونې زمانې بودايي راهب شيوان ځانګ د بودايي دين د زده کړو په موخه هند ته تللی و او د تګ په لار کې په افغانستان کې هم تم شوی و او افغانانو ډېر ښه مهربانه سلوک او مرستې ورسره کړې وې.

 شيوان ځانګ په دې سفر کې د منځنۍ او لويديځې اسيا د بېلابېلو هېوادونو کلتورونه او دودونه له نږدې ليدلي وو او پدې اړه يې د لویديځې نړۍ بودايي ريکارډونو په نوم لوی کتاب ليکلی و او دغه کتاب اوس هم د جنوبي او منځنۍ اسيا د لرغون پېژندنې لپاره يو مهم تاريخي کتاب ګڼل کيږي.

مونږ په افغانستان کې داسې ځايونه هم پيدا کړل، چې په لرغونې زمانه کې چينايان د نړۍ د معلومولو لپاره ورغلي وو او په دې اړه مو هم معلومات ترلاسه کړل، چې په لرغونې زمانه کې يونانيان، رومانيان او د فارس وګړي چين ته نږدې سيمو ته ورغلي وو، بودايي، ماني،  زردشتي او عيسوي دينونه او مذهبونه د افغانستان له لارې چين ته خپاره شوي دي او موږ پر دې هم پوه شوو، چې زموږ نيکونه په ډېر جرئت د نړۍ د معلومولو لپاره بهر ته تللي وو او دا ټول مالومات د چين د هان او تانګ سلسلو د لرغون پېژندنې د هنر ډېره مهمه برخه ده.

د چين د دون هوانګ انسټيټيوټ د لرغون پېژندنې اته کسيز پلاوي د ۲۰۱۸ کال په مارچ کې افغانستان ته سفر وکړ او د کابل او باميان تاريخي اثار او ځايونه يې له نږدې وکتل، د باميان د سمڅو په اړه يې ډېرې څېړنې وکړې او ډېر مالومات يې ترلاسه کړل.

 دا له ۶۰ کلن ځنډ وروسته د علمي څېړنو په برخه کې افغانستان ته د چيني کارپوهانو د پلاوي لومړی سفر و او د چيني کارپوهانو د هغه ټينګ هوډ ښکارندويي کوي، چې له مخې يې د ورېښمو لارې په اړه علمي څېړنه بيا پيلول غواړي.

 د دون هوانګ علمي څېړونکي پلاوي له دغه سفر وروسته د چين او افغانستان ترمنځ د لرغون پېژندنې او د تاريخي اثارو د ساتنې په برخه کې د ځوانو کارپوهانو د روزنې پروژه ترسره کړه، د دغې پروژې په بهير کې د دواړو هېوادونو د ځوانو لرغون پېژندونکو او علمي څېړونکو ترمنځ دوستي ټينګه شوې او د دواړو هېوادونو د بېلا بېلو ټولنو لخوا ستايل شوي دي.

 د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په ۲۰۱۹ کال کې له دون هوانګ انسټيټيوټ څخه ليدنه وکړه، د ياد پلاوي له استازو سره يې وکتل او دوی يې وهڅول، چې د ورېښمو لرغونې لارې او افغانستان په اړه خپلو علمي څېړنو ته دوام ورکړي.

شي جين پينګ د روان کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه يوه ليکنه خپره کړه، چې د لرغون پېژندنې پر اهميت يې پکې ټينګار کړی و.

افغانستان په وچه کې را ګير هېواد دی، سمندر ته لار نه لري، خو تنګ او اوږده واخان دهليز له چين سره وصل کړی دی. چين او افغانستان د ورېښمو لرغونې لارې  پر غاړه پراته هيوادونه او له پخوا زمانې راهيسې ښه دوستان پاتې شوي دي او تل يې ښه ګاونډيتوب پاللی دی او د دواړو هيوادونو تاريخ او دودونه يو له بل سره ورته والی لري.

چين اوس د لرغون پېژندنې هنر ته ډېره پاملرنه کوي، نو موږ بايد له دې فرصت څخه ګټه واخلو او له نړيوالې ټولنې څخه دې وغواړو، چې مونږ سره دې په ګډې همکارۍ د افغانستان د کلتوري ميراثونو ساتنه وکړي او مونږ به تر وسې پورې د نړيوال تمدن د څېړنې لپاره خدمتونه وکړو.

Previous Post

امریکایي محکمه وایي؛ د ټرمپ له لوري د رشوت ورکولو قضیه څېړي

Next Post

د ناټو عمومي منشي: بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګونه هیله بښونکي دي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې
ليکنې او تحلیلونه

د جلال‌آباد په مرکزي برخو کې په ریکشو د بندیز اغېزې

by Spogmai Radio
مارچ 31, 2026
د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي
ليکنې او تحلیلونه

د «پنځلسم پنځه کلن پلان» د چین پرمختک ته رهبري کوي نړۍ ته ثبات او فرصتونه برابروي

by Spogmai Radio
مارچ 26, 2026
د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه
ليکنې او تحلیلونه

د راستانه شویو هېوادوالو د سر پناه ستونزه

by Spogmai Radio
مارچ 14, 2026
ليکنې او تحلیلونه

د نړۍ پر مخ تور داغ – د جیفري ایسټیپن رسوایي او د انسانیت ژور ازمویښت

by Spogmai Radio
فبروري 2, 2026
تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه
ليکنې او تحلیلونه

تفرېح او د زړه خواله؛ جلال آباد کې د ښځینو لپاره خوندي رسټورانټونه

by Spogmai Radio
جنوري 3, 2026
Next Post
ینس سټولټنبرګ: امریکا په افغانستان کې د خپل ماموریت ادامې ته ژمنه ده

د ناټو عمومي منشي: بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګونه هیله بښونکي دي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

Gambling Online With Zimpler

سپتمبر 8, 2025
کابل کې د زړو ټایرونو د وېلې کېدو فابریکه جوړه شوه

کابل کې د زړو ټایرونو د وېلې کېدو فابریکه جوړه شوه

مې 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved