چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له اېپيک او جي – ۲۰ څه تمه لرلی شو؟

Spogmai Radio by Spogmai Radio
نوومبر 12, 2024
in نړیوال خبرونه
0
له اېپيک او جي – ۲۰ څه تمه لرلی شو؟
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

تېره اونۍ د نړۍ په مختلفو برخو کې خلکو د متحدو ايالتونو عمومي ټاکنو ته سترګې نيولې وې، چې په پايله کې یې په اجرايه او مقننه قواوو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند ګټونکی اعلان شو. دې چارې د نړۍ راتلونکې لا پسې پېچلې او بې باوره کړه. له روانې اونۍ مخ پر وړاندې دوې مهمې څو اړخيزې ناستې (په پيرو کې د اېپيک او په برازيل کې د جي – ۲۰ سرمشريزې) جوړيږي. ياد ميکانېزمونه د اقتصادي همکاريو لپاره فرصت او چوکاټ برابروي او دغه راز د غړو تر منځ تفاهم ته لاره هواروي.

د پېچلو نړيوالو محرکونو په زمانه کې پر اقتصادي همکاريو او متقابلو ګټو بنا نړيوالو اړيکو د جوړولو لپاره په مختلفو څو اړخيزو فورمونو کې د چين دوامداره ګډون خورا مهم دی. مختلفو څو اړخيزو فورمونو ته د چين دولت رئيس شي جين پينګ په ويناوو کې ځينې خاص مفاهيم لکه ور خلاصون، ټولشموليت، ابتکاري وده، اتصال، برابري، د ګټې – ګټې همکارۍ او پرمختللې حکومتولي بيا بيا تکراريږي. دې ته بايد پام وشي چې اقتصادونه ولې بايد ياد اصول کسب کړي، څه ډول ياد اصول په اغېزناکه بڼه پلي کړي او په راتلونکو لسيزو کې د يادو اصولو د ساتلو لپاره څه ته اړتيا ده؟

په وروستيو کلونو کې، د مختلفو نړيوالو ننګونو په مقابل کې، له يوې خوا پر ستونزو د بريالي کېدو لپاره د هېوادونو د اوږه په اوږه دريدو اړتيا ډيره شوې، له بلې خوا مشخص هېوادونه د يو اړخیزتوب په مسير تګ او د نورو په کورنيو چارو کې لاسوهنو ته دوام ورکوي.

په نړيوال مقياس د منابعو اغیزناک تخصيص ته تقاضا هم اړينه ده. مختلف هېوادونه د طبيعي زيرمو، کارګرو، پانګې او ټکنالوژۍ مختلف امتيازونه لري. د بېلګې په ډول، منځنی ختيځ د تېلو بې پايه زيرمې لري، پرمختيايي هېوادونه لکه چين پراخ کاري ځواک او توليدي وړتيا لري او لويديځ پرمختللي هېوادونه لکه متحد ايالتونه بيا په ټکنالوژيکي څېړنو او پراختيا او دغه راز پانګه کې بر لاس لري. د نړيوالو همکاريو له لارې، د نړيوالې ټولنې د غړو لويه برخه په نړيوال مقياس کې د سرچينو غوره تخصيص ته لاسرسی موندلی شي، توليدي مثمريت لوړولی شي او د ټولو اقتصادونو ګډ انکشاف تقويه کولی شي. د بېلګې په ډول، د اېپيک ځينې غړي خپلې طبيعي زيرمې د نورو غړو له پانګې او ټکنالوژۍ سره يو ځای کولی شي چې په پايله کې به یې ارزښتناکو توليداتو او صنايعو ته زمينه برابره شي.

سره له دې چې نړيوال سياسي او اقتصادي وضعيت له ګڼ شمېر ننګونو سره لاس او ګريوان دی، د سولې ټينګښت، د قوانينو پليتابه او د نظم ساتلو ته د اېپيک د غړو تمايل او په دې برخه کې د هغوی ظرفيت د همکاريو لپاره پياوړی باالقوه فرصت برابر کړی دی. حاضر دمه، ډيری غړي پر دې سره موافق دي چې سوله او انکشاف د اوسني عصر کليدي اړتياوې دي.

د شخړو باالقوه سببونه، لکه سرحدي امنيتي مسايل هم د همکاريو له لارې هوارېدای شي. د بېلګې په ډول، د منځنۍ اسيا په هېوادونو او د هغوی په ګاونډ کې د پرتو قدرتونو تر منځ د اقتصادي همکاريو پروژې لکه د ګاز د نلليکو غځولو نه يوازې اقتصادونه پياوړي کړي، بلکې د سيمې د امنيت په ټينګښت او ثبات کې یې هم رول لوبولی دی. په ورته مهال، د بهرنيو قواوو د اغېز تر منځ د انډول ساتلو لپاره ځينې ملتونه له ګاونډيو هېوادونو سره همکارۍ پراخوي. د بېلګې په ډول د بهرنيو قوتونو د سياليو په مقابل کې د سويل ختيځې اسيا د ملتونو ټولنې خپلمنځي وحدت او همکارۍ تقويه کړې څو د سيمې په اړوندو مسايلو کې خپل غږ اوچت کړي.

د نوښتونو له لوري پر مخ تلونکې ستراتيژي د پرمختللو او مخ پر ودې اقتصادونو دواړو لپاره مهمه ده. دا اړينه ده چې بايد د صنايعو د عصري کولو، د توليداتو، مديريت او سوداګريزو ماډلو د ښه کولو پروسه چټکه کړای شي او په نړیوال اکمالاتي ځنځير کې د اسيا – پاسفيک سيمې د اقتصادونو موقف تقويه کړای شي. هغه اقتصادونه چې ابتکاري امتيازونه لري بايد په فعال ډول خپلې تجربې له نورو سره شريکې کړي، په داسې حال کې چې نور اقتصادونه بايد د پرمختګ لپاره د مساعد چاپېريال پر رامنځته کولو تمرکز وکړي. د چين د چټک اورګاډي ټکنالوژي د بريالي ټکنالوژيکي نوښت غوره مثال دی. د جاکارتا – بندونګ د چټک اورګاډي په پروژه کې، چې د چين او اندونيزيا په ګډو همکاريو پر مخ بېول شوې او د چټک اورګاډي لومړنۍ بهرنۍ پروژه ده، په بشپړه توګه د چين د اوګاډي د ليکو سيسټم، ټکنالوژي او صنعتي توکي کارول شوي دي.

په وروستيو کلونو کې، چين اقتصادي سمونونه پيل کړي او له دوديزو صنايعو څخه یې ټکنالوژيکي صنايعو، ټکنالوژيکي نوښتونو او زرغونې پراختيا ته حرکت پيل کړی دی. په ځانګړي ډول د زرغونې پراختيا په برخه کې، چين د نوې کېدونکې انرژۍ صنايعو ته انکشاف ورکړی او د پاکې انرژۍ د توليد لپاره يې پر څېړنو او انکشاف پانګونې ډيرې کړې دي.

د سوداګرۍ او پانګونې د هڅونې په برخه کې، چين په فعال ډول له اېپيک میکانیزم سره د ازادې سوداګرۍ او پانګونې د اسانه کولو ملاتړ کړی دی. د اېپيک او جي – ۲۰ په وروستيو سرمشريزو کې رئيس شي د سوداګرۍ او پانګونې د تقويه کولو لپاره د نوښتونو او وړاندیزونو يوه ټولګه وړاندې کړه. د بېلګې په ډول، د ځينو اقداماتو لکه د ګمرکي پروسو د ساده کولو او په سوداګريزو پاليسيو کې د شفافيت د ډيرولو په موخه، چين د سوداګرۍ او پانګونې پر وړاندې د خنډونو کمول پيل کړي څو په اسيا – پاسفيک سيمه کې د توکو او پانګې تحرک چټک شي.

د بريکس پلس د مشرانو په سږنۍ غونډه کې د چين دولت رئيس شي چين پينګ پرمختيايي هېوادونو ته وړاندیز وکړ چې په ګډه د ګډ برخليک ټولنه رامنځته کړي. دا چې نړي له بې ساري بدلونونو سره مخ ده او نړيوال وضعيت په ډيريدونکي ډول پېچلی کيږي؛ نو د اسيا – پاسفيک سيمې هېوادونه بايد لا ډير خپل وحدت او همکارۍ پراخې کړي، اوږه په اوږه کار وکړي او د ټولو لپاره د ګډ برخليک ټولنې رامنځته کيدل چټک کړي.

Previous Post

د سلواکيا صدراعظم روبېرټ فيکو: د چين نړیوال وارداتي نندارتون د سلواکيا د پرمختګ لپاره فرصت برابر کړی

Next Post

نړۍ د چين نړيوال وارداتي نندارتون له لارې پرانيستی بازار ليدلی شي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
نړۍ د چين نړيوال وارداتي نندارتون له لارې پرانيستی بازار ليدلی شي

نړۍ د چين نړيوال وارداتي نندارتون له لارې پرانيستی بازار ليدلی شي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امریکا هم د دوحې ناسته مسلکي او  صمیمي بللې ده

امریکا هم د دوحې ناسته مسلکي او  صمیمي بللې ده

اکتوبر 11, 2021

د چين او ايران خارجه وزيرانو ټېليفوني خبرې وکړې

جنوري 16, 2026

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved