په امريکا کې د چين لوی سفير شيې فنګ د ډسمبر په شپږمه نېټه ویلي، چې د چين د اړوند نوښت په رڼا کې له تېر يو کال راهیسې ۱۴ زره امريکايي تنکي ځوانان د کلتوري او تبادلې او زده کړې لپاره چين ته راغلي دي.
سفیر شيې فنګ يادې خبرې په همدې ورځ په امريکا کې د چين لوی سفارت کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د نظر تبادلې په اړه يوه غونډه کې وکړې. نوموړي ويلي، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ له تېر يو کال راهیسې څو ځلې امريکايي ځوانانو ته له چينه د ليدنې بلنې ورکړي، چې ورته د امريکا بېلابېلو ټولنو مثبت غبرګونونه ښودلي دي. چين د دواړو هېوادونو د پرسونلي او کلتوري تبادلې په تړاو (۵ کاله او ۵ زره کسان) نومي ځانګړی نوښت کړی او پدې سره يې د دواړو هېوادونو د ځوانانو د متقابل پوهاوي د زياتولو لپاره ګټور پلاټفورم جوړ کړی او امريکايي ځوانانو ته يې د چين د پوهاوي کړکۍ خلاصه کړې ده.
سفير شيې فنګ هيله ښودلې، چې د دواړو هېوادونو ځوانان د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ثابت، سالم او دوامدار پرمختګ لپاره کار وکړي.

په همدې ورځ په امريکا کې د چين لوی سفارت کې د دواړو هېوادونو د ځوانانو ترمنځ د نظر تبادلې په غونډه کې د امريکايي استادانو او محصلينو او د چين او امريکا د بېلابېلو برخو شخصيتونو په ګډون څه باندې ۳۰۰ کسانو ګډون کړی و.












