چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home روغتیا او ژوند

له ناپېژندل شویو پدیدو څخه وېره

ژباړه: حمیدالله حمیدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جنوري 4, 2021
in روغتیا او ژوند
0
له ناپېژندل شویو پدیدو څخه وېره
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

You might also like

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

څو ځله داسې پېښ شوي چې بیا بیا یوازې یوه رستورانت ته لاړ شی او د هماغو پخوانیو خوړو فرمایش ورکړی؟ موږ انسانان پر عاداتو پورې تړلي موجودات یو او زموږ ډېری له ناپېژندل شویو پدیدو وېرېږو. حللاره دا ده چې باید پرې نږدو چې دغه وېره موږ د نویو احتمالاتو له کشفه په شا کړي. یوازینۍ لار چې کولای شی خپل ژوند ته پرمختګ ورکړو، دا ده چې له خپلې امنې فضا ووځو او ناپېژندل شویو شیانو ته غېږه ورکړو.

له درده وېره

دا یوه طبیعي چاره ده چې هېڅ انسان درد نه خوښوي او دا کومه د حیرانتیا خبره هم نه ده، چې موږ هڅه کوو چې له درده لرې او په امن کې پاتې شو. که چېرې ستاسو افکار د درد په اړه دومره زیات وي چې ستاسو په ژوند کې د پرمختګ خنډ ګرځي، نو بیا ښه ده چې د خپل تمرکز لوري ته بدلون ورکړئ. د درد په اړه احساس درلودل، له درده ډېر سخت دي. له درده متصوره وېره کولای شي په ډېرو حالاتو کې له رښتیني درده زیاته ازار ورکوونکې و اوسي.

له نشتوالي وېره

که چېرې تاسو د خپلو نږدې کسانو له نشتوالي، د دندې، کور یا کسب د له لاسه ورکولو وېرېږی، دغه ډول خیالي وېره له ژونده د هر ډول خوند اخیستلو مانع ګرځي. پخوا خلک اړ وو چې له مالي ستونزو او سختیو سره مبارزه وکړي. دا سمه ده چې په دې ډول شرایطو کې باید د خپلو مالي ستونزو د حل په موخه لاس پکار شو، خو ډېره اندېښنه نه ده ورته پکار. ناپلیون هېل وایي، په ځان کې وېرې ته ځای ورکول، د مالي یا شغلي امنیت د له لاسه ورکولو لامل کېږي.

له پرېکړې وېره

موږ ټول غواړو چې نور زموږ ستاینه وکړي او مینه راسره ولري. غواړو چې هرو مرو د یوې ډلې یا ټولنې غړي و اوسو. همدا لامل دی چې د نورو له پرېکړې وېرېږو. موږ نه غواړو چې نور خلک زموږ په اړه د لېوني یا تېروتونکي کس په توګه فکر وکړي، ځکه چې دغه تصور او فکر د دې لامل کېږي چې هغوی موږ له خپلو ډلو سره مناسب ونه بولي. ځینې وخت له پرېکړې نه وېره په دې مانا ده چې زموږ لویې او غوره نظریې د وېرې تر انبار لاندې نا سپړلې پاتې کېږي. له دې وېرې څخه د خلاصون لپاره باید پوه شو چې د نورو نظریات د هغوی خپل عقاید او باورونه وبولو او ډېر ارزښت ورنه کړو. که چېرې مو دغه ساده کار زده کړ، نور به د دې احساس ونه کړو چې ګواکې د نورو تر پرېکړې لاندې راغلي یو.

له بریا وېره

دغه وېره یو څه حیرانوونکې ښکاري. کېدای شي وپوښتئ: «ولې باید له بریا ووېرېږو؟» باید ووایم چې دغه وېره له نورو وېرو مشهوره ده. ځینې کسان کله چې په دې پوه شي چې د بریا راتلونکی ګام د هغوی له تمې او تصوره لوړ دی، له خپلو پروژو لاس په سر کېږي او یا په ناپوهۍ کې هغه اړیکې چې له بریا سره وصل دي، له منځه وړي. دغه وېره د ناپېژندل شویو له وېرې سره مستقیمه اړیکه لري او همدارنګه پر ځان باندې له شک او تردید سره هم پیوند لري. که چېرې فکر کوو چې د بریالي کېدو وړتیا نه لرو، خپل ځان مو په لوی لاس له بریالیتوبه محروم کړی دی. باور ولرئ چې موږ د غوره او عالي لاسته راوړنو وړتیا لرو.

له ماتې وېره

بریالي انسانان تاسو ته وایي، چې له بل هر چا یې ډېرې ماتې خوړلې دي. دا هر څه له ماتې څخه ستاسو پر اخذ او فهم پورې تړلي دي. کله مو چې هره ماتې د یو نوي فرصت د زده کړې او د پرمختګ پر لور د یو نوي ګام اخیستو په توګه ومنله، له ماتې وېره خپل ځواک او توان له لاسه ورکوي. موږ ټولو پر لاره تلل همدا ډول نه دي زده کړي؟ موږ له همدې امله په دې نړۍ کې یو، چې زده کړو که چېرې له تجربو زده کړه وکړو، تېروتنې مو هغومره هم سختې او نا هیلې کوونکې نه پرېوځي.

تېروتنه او بریا د بریالیتوب د لارې یوه برخه ده. وېره د تصور او تجسم له ځواکه ناوړه ګټه اخیستل دي.

وېره ورانوونکی عامل دی چې په هر ځای کې د پرمختګ د له منځه وړو لامل کېږي، خو پرېکړه د پرمختګ لامل کېږي. کله چې د خپل ذهن او روان پلیتې وېرې کنټرول کړی او له منځه یې یوسی، ذهني ارامتیا به تر لاسه کړی او په چټکۍ سره به د خپلو هیلو د حقیقت پر لور ګام واخلی.

مشهور لیکوال او فیلسوف «شارون» وایي: «که احساس کوی چې تر فشار لاندې یاست او یا په کوم ځای کې بند پاتې یاست، پوه شی چې ژوند مو پر تاسو واکمني او برلاسي لري. اجازه مه ورکوئ چې وېره ستاسو د فلج کېدو لامل وګرځي. د خپلو وېرو زړه ته ننوځئ او د یوې زرینې موقع په توګه ګټه ترې واخلئ. یوازې مه پاتې کېږئ، له بندو قفسونو را ووځئ، له کوره بهر شئ او د ځان لپاره یو لاروی او همغږی پیدا کړئ. که چېرې مو د نورو شخصي ژوند ته ارزښت ورکړ، باور ولرئ چې دغه ارزښت به په خپل ژوند کې هم وګوری.»

پر وېرې د غلبې او برلاسي لپاره لومړنی ګام، د تر ټولو اغېزناکې وېرې په اړه پوهاوی لرل دي. تر هغو پورې چې یو شی ونه پېژنی، نشی کولای بدلون ورکړی. ځان ته یو څه وخت ورکړئ او خپل ژوند و ارزوئ. د پرېکړو، چلندونو او د خپل ژوند د راتلونکي په اړه فکر وکړئ.

په وېره څه ډول برلاسي کېدای شو؟

کولای شی زرګونه ارزښتمن کارونه وکړی او په ژوند کې خپلو غوښتنو ته ورسېږی. هېل دغه فرضیه ثابته کړې ده. اجازه مه ورکوئ چې وېرې مو د پرمختګ او لوړتیا خنډ وګرځي.

مه پرېږدئ چې د نورو عقیدې او باورونه ستاسو ذهن له وېرو او شکونو ډک کړي. مه هېروئ هغه څه چې ستاسو په ذهن کې جریان لري، ستاسو د ژوند حقیقت جوړوي. افکار مو د باور او مېړانې پر اساس ولاړ وساتئ چې ذهن مو همدغه څه په حقیقت کې ښکاره کړي. دا زده کړئ چې پر خپل ذهن واکمن شی، نه دا چې ذهن مو پر تاسو واکمن وي.

خپلو افکارو ته مو لوری او مسیر ورکړئ

په یاد ولرئ چې وېره یو ذهني حالت دی. هر هغه څه چې ټینګار پرې کوی، په اصل کې هماغه شی د ځان پر لور راکاږی. نو په پوره ځیرکتیا سره خپل افکار پر ټاکلو او د خوښې وړ موخو متمرکز کړئ او یو ښکلی او مینه ناک ژوند رامنځ ته کړئ.

Previous Post

هواوې د نووا ۸ لړۍ نوي ځیرک موبایلونه معرفي کړي

Next Post

مشرانو جرګه: امریکایانو ته خپل سرتېري مهم دي، د افغانانو د وینو پروا نه ساتي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي
افغانستان

په هېواد کې د پولیو چټک واکسین کمپاین نن پيلیږي

by Spogmai Radio
اگست 1, 2026
افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې
افغانستان

افغانستان او ازبکستان د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې کړې

by Spogmai Radio
جولای 25, 2026
د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې
افغانستان

د کندهار په دامان کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې

by Spogmai Radio
جولای 21, 2026
افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
افغانستان

افغان او ازبکستاني چارواکو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

by Spogmai Radio
جولای 19, 2026
Next Post
مشرانو جرګه: امریکایانو ته خپل سرتېري مهم دي، د افغانانو د وینو پروا نه ساتي

مشرانو جرګه: امریکایانو ته خپل سرتېري مهم دي، د افغانانو د وینو پروا نه ساتي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د اقتصادي ستونزو له امله کابل کې ۲۰۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي

د اقتصادي ستونزو له امله کابل کې ۲۰۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي

مارچ 7, 2023

سوداګرۍ خونه: تېر کال د یو میلیارد ډالرو په ارزښت قالینې صادرې شوې دي

مارچ 21, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved