د افغانستان ا.ا وایي چې له پلچرخي زندان څخه یې یو شمېر هغه زندانیان خوشې کړي دي چې روغتیایي وضعیت یې خراب و او یا هم په عمر پاخه وو. کورنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په لارښوونه د پلچرخي له زندان څخه لس ناروغ او عمرخوړلي زندانیان خوشې شوي دي. کورنیو چارو وزارت د حقاني له قوله ویلي چې شر جوړونکي د هېواد او ولس د بې ثباتۍ لامل کېږي او ا.ا مکلف دی چې هغوی د شریعت په رڼا او د حدودو په اډانه کې مجازات او توقیف کړي څو ټولنه یې له شره خلاصه شي. د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د کندهار سیمه ییزو چارواکو ویلي وو چې د دغه ولایت زندان یې د معتادینو پر روغتون بدل کړی دی.











