چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

له چينه د شهباز شریف ليدنه به CPEC ته ټينګ بنسټ کېږدي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 6, 2024
in نړیوال خبرونه
0
له چينه د شهباز شریف ليدنه به CPEC ته ټينګ بنسټ کېږدي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د پاکستان لومړي وزير محمد شهباز شريف د يو لوی سوداګريز پلاوي په مشرۍ د جون په ۵مې نېټې چين ته په خپل پنځه ورځني سفر پيل کړی دی. دا په مارچ کې تر واکمنېدو وروسته چين ته د ده دوهم سفر دی چې د عملي اقتصادي همکاريو ژورول به د کاري اجنډا مهمه برخه ده.

پر بيجينګ سربېره چې د پاکستان لومړی وزير او د چين رهبري به پکې د دواړو هېوادونو دوديزه دوستي تازه کړي، شهباز او د هغه په مشرۍ اقتصادي پلاوی به د چين په شمال لويديځ او سويل کې د سيمه ييزې اقتصادي ودې دوو موتورونو شي ان او شن جن ته هم ولاړ شي څو د همکاريو لپاره نوي فرصتونه ولټوي.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

لوړ انفلاسيون او بېکارۍ د پاکستان پر اقتصاد د پام وړ نزولي فشار اچولی دی. همدا مهم دليل دی چې د شهباز حکومت د چين – پاکستان اقتصادي دهليز يا CPEC (سيپيک ) وړولو ته د پام وړ اهميت ورکوي.

سيپيک د کمربند او لارې وړانديز اړوند پروګرام دی چې په ۲۰۱۵ کال کې یې له پيلېدو راهيسې په پاکستان کې اقتصادي وده هڅولې او ځايي خلکو ته یې د پام وړ ګټه رسولې ده. د راپورونو پر بنسټ دواړه لوري هڅه کوي چې د صنعت، انرژۍ، تکنالوژۍ، نوښتونو، او زرغون اقتصاد د تقويه کولو او د پاکستاني مارکيټ د پرانيستلو له لارې سيپيک لوړې کچې ته ورسوي څو په راتلونکې لسيزه کې د پاکستان د ټولنيز او اقتصادي انکشاف لپاره باثباته انګيزه رامنځته شي.

دواړو لورو هېله څرګنده کړې چې د شهباز سفر به د سيپيک د لومړۍ برخې پر پایلو په تکیې سره دويمې برخې ته د يوه پاخه بنسټ له اېښودو سره مرسته وکړي چې تمه کيږي دواړو هېوادونو ته به لا ډير اقتصادي منفعت ورسوي. د دې پروسې په لړ کې دواړه لوري بايد لا ډيرې پاکستاني کمپنۍ له چيني شرکتونو سره همکارۍ ته او لا ډير چينايي شرکتونه د سويلي اسيا په دغه هېواد کې پانګونې ته وهڅوي.

د پاکستان د سوداګريز پلاوي غړي د کرنې، کانونو، انرژۍ او معلوماتي ټکنالوژۍ د برخو د ۷۹ شرکتونو استازي دي. دا ښيي چې پاکستان په دې برخو کې له چين سره د همکاريو د پياوړي کولو په لټه کې دي. فضايي مسايل، ساينس او ټکنالوژي، زده کړې، کلتور او ولسي تبادلې د راپورونو پر بنسټ هغه نور سکټورونه دي چې د شهباز شريف حکومت پکې د بالقوه وړتيا په لرلو سره له چين سره د همکاريو د پراخولو هيله لري.

پاکستان بايد د همکاريو د لا ډيرې پراختيا لپاره د پانګونې معقول سياستونه تدوين او اړين اصلاحات رامنځته کړي څو د هغه هېواد سوداګريز چاپېريال تقويه او چيني پانګوال په پاکستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي. په ورته مهال اسلام اباد بايد د هغو چيني وګړو د خونديتوب لپاره پاخه اقدامات وکړي چې په پاکستان کې کار او ژوند کوي.

د ترهګرۍ ضد دوه اړخيزو همکاريو د پياوړي کولو څرنګوالی په احتمالي ډول سره له بيجينګ څخه د شهباز شريف د کتنې محوري ټکی و. چين ته د شريف له سفر لږ مخکې يوولس وسله وال چې د مارچ په ۲۶مه نېټه د خيبر پښتونخوا په داسو سيمه کې پر چيني وګړو مرګوني ځانمرګي بريد کې ښکېل وو، ونيول شول. په هغه بريد کې پنځه چيني انجنيران او د هغوی پاکستانی موټر چلوونکی وژل شوي وو. تمه کيږي چې پاکستاني نظاميان به په راتلونکو څو مياشتو کې د وسله والو د ځپلو لپاره اقدامات وکړي څو د هغو چيني وګړو د امنيت د خونديتوب لپاره خپل عزم ثابت کړي چې په پاکستان کې کار او ژوند کوي.

دغه راز چين هم غواړي چې د ملګرو ملتونو او د شانګهای د همکاريو سازمان په کاري چوکاټونو کې د ترهګرۍ پرخلاف د مبارزې، د سيمه ييز وحدت د ټينګښت او د مخ پر ودې هېوادونو د مشروع حقونو د دفاع په برخو کې له پاکستان سره همکارۍ پراخې کړي.

تمه کېدای شي چې پاکستان د شهباز شريف په رهبرۍ کې د سياسي وحدت، ټولنيز ثبات، تر کنټرول لاندې امنيت او پايدارې پراختيا يوې نوې مرحلې ته ورسيږي. د شهباز سفر ښيي چې چين او پاکستان به له يوه او بل ملاتړ ته دوام ورکړي او لاس په لاس به د چين – پاکستان د هر فصل همکاريو ستراتيژيک مشارکت يوې نوې کچې ته ورسوي.

Previous Post

د فليپين سياستوال ځانونه ځواکمن ښيي

Next Post

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه دوه برابره لوړوي

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه دوه برابره لوړوي

قزاقستان له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه دوه برابره لوړوي

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د شانګهای همکارۍ سازمان دې په اقتصادي برخه کې افغانستان ته لاس ورکړي

د شانګهای همکارۍ سازمان د یووالي او پرمختګ روحیې عملي کوي

سپتمبر 18, 2022
امریکا او م.م د بشري مرستو پر همغږۍ ټينګار کړی

امریکا او م.م د بشري مرستو پر همغږۍ ټينګار کړی

نوومبر 3, 2021

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ