“د ملي آزادۍ او نړیوالې سولې لپاره – د جاپاني تیري پر وړاندې د چینایانو د مقاومت د جګړې او د فاشیزم ضد نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې په یاد” نندارتون په دې وروستیو کې په بېجینګ کې جوړ شوی.

دغه نندارتون د جولای په ۸مه نېټه پرانیستل شوی او تر ۱۹مې نېټې پورې يې له ۱۰۰ زرو څخه ډېر لیدونکي یې راجلب کړل. په دې نندارتون کې د جاپاني یرغل پر وړاندې د مقاومت په جګړه کې د چین د کمونېست ګوند اصلي رول د ډول ډول شیانو له لارې بیان شوی دی.












