د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ د جون په ۲۰مه نېټه اعلان کړی، چې د چين د دولتي شورا غړی او صدراعظم لي چيانګ به د جون په ۲۷مه نېټه په تيان جين ښار کې د داوس دوبي په ۱۴م فورم کې ګډون وکړي او په دې ترڅ کې به د اقتصاد نړيوال فورم له رئيس کلاوس سچواب او نورو بهرنيو ميلمنو سره وګوري او په دغه فورم کې د نړيوالو متشبثينو له استازو سره به خبرې اترې وکړي.
د دغه فورم عمده موضوع (د متشبثینو روحيه، د نړيوال اقتصاد انجن) دی.
د باربادوس صدراعظم ميا موټليي، د مغولستان صدراعظم لوسانامسراي ويون يرډيني، د نيوزيلنډ صدراعظم کريس هيپکينس،د ويتنام صدراعظم پام مينح چينح به په دغه فورم کې ګډون وکړي او له چين څخه به ليدنه وکړي. د سوداګرۍ د نړيوال سازمان عمومي مديره نګوزي وکونجو لويلا به هم په دغه فورم کې برخه واخلي.












