د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي «یوناما» د وروستۍ ادعا په غبرګون کې ویلي، ا.ا هڅه کوي چې امنیتي ادارې ځوابویونکې کړي، څو د هېوادوالو ستونزو ته په چټکۍ سره رسېدنه وشي. مجاهد ویلي، ښایي په ځینو برخو کې ستونزې لیدل شوې وي؛ خو ټینګار یې کړی چې په هېواد کې اوسنی امنیت او ثبات د امنیتي ځواکونو د فعالیت پایله ده. نوموړي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې یوناما یوه ورځ وړاندې په خپل راپور کې ویلي وو، چې په افغانستان کې د نظام له بدلون پنځه کاله وروسته هم د ا.ا په امنیتي ادارو کې د روڼتیا او حسابورکونې په برخه کې لا هم «جدي تشې» موجودې دي.












