په کابل کې د کرنې او مالدارۍ لومړنی نړیوال نندارتون پرانیستل شو، چې ټاکل شوې پنځه ورځې دوام وکړي. د نندارتون په ۵۰۰ غرفو کې د کرنې، مالدارۍ، کرنیزو محصولاتو، ماشینونو، پروسس او بستهبندۍ اړوند محصولات او ټکنالوژۍ نندارې ته اېښودل شوي دي. د مسوولینو په خبره، په دغه نندارتون کې د افغانستان ترڅنګ د ازبکستان، روسیې، ایران، ترکیې او هند سوداګر او شرکتونه هم ګډون لري. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر عطاءالله عمري د نندارتون د پرانیستې مراسمو کې وویل، په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد د ځنګلونو ساتنې په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. عمري همدارنګه وویل، د ا.ا له واکمنېدو وروسته په بېلابېلو ولایتونو کې د سبزیجاتو تولید لپاره ۷۱ زره نویو شنو خونو په جوړېدو سره د میلیونونو افغانیو په ارزښت د سبزیجاتو واردات کم شوي دي.














