چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

محمود قریشي: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او سولې په برخه کې همکاري کوو

Spogmai Radio by Spogmai Radio
سپتمبر 29, 2020
in افغانستان
0
محمود قریشي: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او سولې په برخه کې همکاري کوو
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د سولې په تودو بحثونو او هڅو کې ډاکټر عبدالله عبدالله پاکستان ته سفر کړی دی. سفر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه شوی او درې ورځې به دوام کوي. د ملي مصالحې عالي شورا مطبوعاتي دفتر پرون سهار په یوه اعلامیه کې وویل چې د ډاکټر عبدالله د سفر موخه د سولې په اړه له پاکستاني چارواکو سره خبرې کول دي. عبدالله اسلام اباد ته له رسېدو سره سم د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ته لاړ او له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې طالبان اوربند او د تاوتریخوالي کموالي ته وهڅوي.

سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې د روانې څلوېښت کلنې جګړې ستر ملاتړی بلل کېږي، خو په دې وروستیو کې داسې ښيي چې ګواکې په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي. دوی ویلي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ یې د خبرو زمینه برابره کړه او ورسره جوخت یې د بین الافغاني خبرو لپاره هم هڅې پيل کړې دي. د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په مراسمو کې د روانو مذاکراتو ټول امتیاز پاکستان ځان ته ځانګړی کړی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وویل چې دوی په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو په لټه کې دي.

You might also like

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

له دې بحثونو سره د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ته بلنه ورکړه چې اسلام اباد ته رسمي سفر وکړي او د سولې په اړوندو مسایلو به بحثونه کېږي. څو ورځې وړاندې ولسمشر غني بیا عمران خان ته بلنه ورکړه چې کابل ته راشي. ډاکټر عبدالله عبدالله پرون اسلام اباد ته لاړ او دا سفر به دوې ورځې نور هم دوام کوي. هغه په لومړي سر کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي سره وکتل او ټاکل شوې چې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان، له ولسمشر عارف علوي او د پوځ له مشر قمر جاوید باجوه سره هم وګوري. په دې لیدنو کې به تر ټولو ډېر تمرکز پر افغان سوله وي او له قریشي سره په لیدنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله ټینګار وکړ چې پاکستان باید طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

د ملي مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، ډاکټر عبدالله عبدالله له پاکستان وغوښتل چې طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي؛ ځکه که داسې ونه شي، نو د سولې پروسه به له خنډونو سره مخ شي. عبدالله ټینګار کړی چې د سولې له خبرو سره هممهاله د تاوتریخوالي دوام معقول چلند نه دی.

له دې سره جوخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله ته ډاډ ورکړی چې د سولې په برخه کې به خپلې همکارۍ ډېروي. د قریشي په وینا، پاکستان د افغانستان ملي حاکمیت او ارضي تمامیت ته بشپړ درناوی لري او په دغه هېواد کې د مداخلې سیاست نه لري. نوموړي ویلي چې له افغانستان سره د ښو اړیکو د لرلو په لټه کې دي او هڅه کوي چې په دغه هېواد کې د روانې جګړې په پای ته رسولو کې پوره همکاري وکړي.

پاکستان داسې مهال له افغان حکومت سره د اړیکو جوړولو په لټه کې دی، چې ویل کېږي طالبان د دغه هېواد له نفوذه وتلي دي. تازه ځینو نړیوالو رسنیو په خپلو تحلیلونو کې ویلي، پاکستان وېره لري هسې نه چې طالبان د دوی پر ضد ودرېږي او له کنټروله یې ووځي. ځينو رسنیو بیا داسې تحلیل کړی و چې پاکستان اوس پر طالبانو هېڅ واک نه لري او دغه ډلې په مستقیمه توګه له امریکا سره اړیکې جوړې کړې دي. بلخوا په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو بهیر لا هم ګونګ دی او پرمختګ پکې نه تر سترګو کېږي. دواړه لوري هڅه کوي پراختلافي مواردو هوکړې ته ورسېږي، خو تر دې دمه داسې څرک نشته چې دغه اختلافونه به څه وخت حل کېږي.

Tags: Top
Previous Post

اپل؛ واچ۶ او واچ اېس‌اي معرفي کړل

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
افغانستان

اوچا: میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی
افغانستان

خلیلزاد: د پاکستان وضعیت د درې کاله مخکې په پرتله لار خراب شوی

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه
افغانستان

اسټرلیا له افغانستان سره له شپږ میلیونه ډالرو زیاته مرسته وکړه

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو
افغانستان

د کندوز ابدان دښته کې د نوي ښارګوټي جوړولو پر طرحه بحث وشو

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
Next Post
محمود قریشي: په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او سولې په برخه کې همکاري کوو

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

له سرپرست حکومت سره د تعامل له لارې د اقتصادي بحران حل یوازینۍ لار ده

د یو پرمختللي هیواد لپاره د نوښتګرو زده کړو سیستم رامنځته کول اړین دي

دسمبر 16, 2024
امریکایي جنرالان: پر افغانانو د ولسواکۍ امریکايي بڼه تحمیلول تېروتنه وه

امریکایي جنرالان: پر افغانانو د ولسواکۍ امریکايي بڼه تحمیلول تېروتنه وه

اگست 28, 2022

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

Explorând Lumea Jocurilor de Noroc în România: O Privire Asupra Cazinourilor Online

اگست 5, 2026
Uncategorized

La Verdad Detrás de Bet300: Explorando la Legitimidad y Opciones en el Mercado Argentino

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Allure and Risks of Online Gaming at Winit Casino

اگست 5, 2026
ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي
افغانستان

ډبلیو ایف پي: افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي

اگست 5, 2026
امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه
نړیوال خبرونه

امریکا د برازیل د سفیر ویزه لغوه کړه

اگست 5, 2026
برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې
نړیوال خبرونه

برازیل له ارجنټاین سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه ټیټه کړې

اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved