د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې ناټو لا هم اوکراین د روسیې پر ضد پاروي او هڅه کوي چې دغه هېواد له روسیې سره دښمنۍ ته اړباسي. نوموړي زیاته کړې ده چې ناټو له تېر کال راهیسي له اوکراین سره په ګډه د روسیې پولو ته څېرمه خپل نظامي تمریناتو ته دوام ورکړې دی چې دا چاره دوی ته په هیڅ صورت د منلو وړ نه ده. لاوروف ټینګار کړی دی چې دوی به هیچاته د دې اجازه ورنه کړي چې د دوی ملي منافع له ګواښ سره مخ کړي او دغه راز یې خبرداری ورکړی دی چې که ناټو له خپلو کړنو لاس پر سر نه شي نو تر ټولو سخت ځواب ته دې په تمه اوسي.












