د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال میخاییل ګالوزین ویلي، که لوېدیځ هېوادونه رغنده او سنجول شوی دریځ غوره کړي، مسکو د اوکراین په اړه خبرو اترو ته چمتو دی. د روسیې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، ګالوزین دا څرګندونې د قزاقستان ـ روسیې د درېیم رسنیز فورم په څنډه کې کړې دي. نوموړي ویلي، روسیه تل د خبرو اترو او د سیاسي حللارې موندلو لپاره چمتو وه، خو په وینا یې، اوکراین له مذاکراتو شاته شوی او په دې برخه کې یې ثابت دریځ نه دی لرلی. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې، که د اوکراین ملاتړي لوېدیځ هېوادونه د شخړې د اصلي لاملونو د حل لپاره رښتینو او رغنده خبرو ته چمتو شي، د مذاکراتو زمینه برابرېدای شي. هغه خبرداری ورکړی چې که مقابل لوری خبرو ته چمتو نه شي، روسیه به خپلو پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي.












