چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home کتاب

مفسد

Spogmai Radio by Spogmai Radio
فبروري 10, 2021
in کتاب
0
مفسد
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د ایمل پسرلي نوی ناول «مفسد» په حقیقت کې د یوې جګړې ځپلې ټولنې انځور دی. کیسه په کابل کې د جنایي پېښو د تحقیق د یوه امر «صادق» کیسه ده چې کاري ژوند یې له یوې دوې لارې سره مخامخوي. یا به مفسد کېږي او یا به د فساد په تور تورنېږي. د کتاب پر پوښتۍ د ناول له منځه یوه برخه داسې راغلې: «په سیاست کې وفا نشته، په مفسدو خلکو کې رښتیا نشته، خو زه ولې او څرنګه مفسد وبلل شوم. شاید یوازینی بلل شوی مفسد یم چې فساد مې نه دی کړی، یا شاید زه غلط یم، قضاوت یې پر تاسو چې زه مفسد یم که د سکرو په کان ورپېښ شوم، له ټولو سره زه هم ککړ شوم. هسې دوړه وه که پوره سکاره وو چې خیرن یې کړم؟ دلته هغه ټوله کیسه کوم چې څرنګه تر لویې څارنوالۍ راغلم…»

مفسد ناول د افغانستان او په تېره د کابل د تېر شل کلن ژوند ښکلی داستاني انځور دی.

You might also like

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

دا یو له هغو ګوته په شمار ناولونو څخه دی چې نوي څه پکې وینو. موضوع یې خورا ډېره په زړه پورې او جالبه ده. دا ناول د اوسنیو حالاتو مطابق لیکل شوی دی. هغه څېرې راته واضح کوي چې ډېر کسان ورباندې غولېدلي دي او ډېر غریب خلک د دوی د لاس آلې ګرځېدلي دي.

د ناول یو کرکټر غریب سړی دی، دی صادقانه چلېږي، خو هېچا ته ارزښت نه لري. نه یې څوک خبرې اوري او نه یې پوښتنو ته ځواب ورکوي. په داسې حال کې چې ده ته یوه مهمه دنده سپارل کیږي، څو ویې څاري. یوازې دومره ورته ویل کیږي چې هغه کوه کوم چې درته ویل کیږي.

دا ناول له هغه تکراري ناولونو څخه نه دی چې موضوع یې یوه وي او د لیکنې بڼه یې بدله.

لسګونه داسې ناولونه به مو لوستي وي چې اصلي کرکټر یې یا مین وي او یا به یې هم ځان وژلی وي، یا یې مینه بایللې وي، یا ځوانه نجلۍ سپینږيري ته واده شوې وي او یا په عمر پخه ښځه تنکي ځوان ته کوژدنه شوې وي.

زموږ د ډېرو لیکوالانو چې یوې موضوع ته ورپام شي، تر هغه یې نه پرېږدي چې څو یې د لوستونکو زړه نه وي ترې ور تور کړی.

لیکوال باید نوي څه ولولي، نوي څه زده کړي او نوي څه ولیکي.

په دې ناول کې نه میین ځان وژنه کړې، نه له خپلې میینې سره ځنګله ته تښتېدلی او نه د نجلۍ پلار خپله لور وژلې ده. دا ناول نه راته پکلي کې ګودر او منګی انځوروي چې شاعران او لیکوالان یې په لیکلو ستړي شول او نه د لوی برج پر سر شنې کوترې؛ بلکې داسې څېرې انځوروي چې خلک د دوی له لاسه له هوسایۍ او آرامۍ بې برخې دي. نه مو ناکي اوښکې له سترګو تویوي او نه مو له ژونده زړه توري کوي. د فاسدو سیاستوالو له رازونو پرده پورته کوي او د دوی بد شکله او خاینې څېرې چې عامه او غریب خلک یې د لوبې ښکار شوي، راښیي.

په دې ناول کې چې کوم څه راغلي دي، لوستل یې د هر چا لپاره ډېر این دي.

مینه‌وال کولای شي یاد ناول پر اکسوس سربېره د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.

Previous Post

دغه خواړه د اعصابو له پیاوړتیا سره مرسته کوي

Next Post

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو
کتاب

«خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
فبروري 21, 2026
«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو
کتاب

«د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

by Spogmai Radio
جنوري 24, 2026
عثماني خلافت کتاب چاپ شو
کتاب

عثماني خلافت کتاب چاپ شو

by Spogmai Radio
دسمبر 6, 2025
کتاب

د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

by Spogmai Radio
اکتوبر 25, 2025
«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو
کتاب

«سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

by Spogmai Radio
سپتمبر 27, 2025
Next Post
ارګ د مذاکراتي پلاوي پنځه غړي کابل ته رابللي دي

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د چين د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په درشل کې ۱۹۰مليونه تنه د اورګاډو په وسيله تګ راتګ وکړي

د چين د سپوږمۍ اختر او ملي جشن په درشل کې ۱۹۰مليونه تنه د اورګاډو په وسيله تګ راتګ وکړي

سپتمبر 28, 2023
بېجينګ: له هندوراس سره د دوه اړخیزو اړيکو پياوړتيا غواړو

بېجينګ: له هندوراس سره د دوه اړخیزو اړيکو پياوړتيا غواړو

جون 9, 2023

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved