چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home افغانستان

ملا برادر: د سولې خبرو د بریا لپاره باید د دوحې تړون عملي شي

Spogmai Radio by Spogmai Radio
جون 21, 2021
in افغانستان
0
ملا برادر: د سولې خبرو د بریا لپاره باید د دوحې تړون عملي شي
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

په هېواد کې د روانو جګړو د شدت او د سولې پڅ بهیر په دوام، د طالبانو د قطر دفتر مشر ملا عبدالغني برادر په خپلې تازه لیکنې کې ویلي، چې دوی د خبرو له لارې د افغان کشالې پر حل باور لري.

دا لیکنه چې ‎د طالبانو پر رسمي وېبپاڼه خپره شوې، برادر پکې لیکلي چې دوی د خبرو له لارې د ستونزې پر حل باور لري، خو د سولې خبرو بریا یې د دوحې د هوکړې د عملي کېدو ترڅنګ د خپلو پاتې بندیانو د ازادۍ او د ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې له تورو لیستونو څخه د خپلو مشرانو د نومونو په ایستلو پورې تړلې بللې. د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر په لیکنه کې د افغانستان په راتلونکي نظام کې د ټولو افغانانو ګډون، برابرۍ او انډول ته هم اشاره شوې او ویلي یې دي: « د اسلام دین او د افغاني ټولنې د عنعناتو په رڼا کې د نارینه‌ او ښځینه وګړو ټولو حقونو؛ لکه د بیان ازادي، ښوونه او روزنه، کار او نورو ….. ته ژمن يو».

You might also like

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

برادر دغه راز په راتلونکي نظام کې د لږکیو حقوقو د خوندیتوب ډاډ هم ورکوي، خو له نړیوالې ټولنې غواړي چې اجازه ورکړي، ترڅو افغانان د خپلمنځي خبرو له لارې د راتلونکي نظام د جوړښت په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د هېچا پر ضد و نه کارول شي او نه به هم د افغانستان په چارو کې چا ته د لاسوهنې حق ورکړل شي. د طالبانو د سیاسي دفتر مشر د بهرنیو ډیپلوماټیکو بنسټونو، مرستندویه ادارو او کارکوونکو د امنیت غږ هم پورته کړی او له ځوانانو یې هم غوښتي چې په خپل وطن کې پاتې شي او خپلو چارو ته دوام ورکړي. د طالبانو د قطر د دفتر مشر داسې مهال په خپلې لیکنې کې نرمه ژبه کارولې، چې په دې وروستیو کې یې جنګیالیو د هېواد په ګوټ ګوټ کې جګړو او بریدونو ته زور ورکړی او په تېره یوه اونۍ کې یې له لسو زیاتې ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوستې دي.

په ورته مهال افغان حکومت بیا وايي، چې طالبانو د سولې خبرو پر ځای د جګړې پر ډګر تمرکز ډېر کړی او غواړي چې د زور له لارې ځان واک ته ورسوي. ولسمشر غني وړمه ورځ په ارګ کې د امنیتي ادارو د نوې رهبرۍ د معرفي کولو په مراسمو کې وویل چې طالبانو روانه جګړه پیل کړې او د هر ډول پایلو مسوولیت به هم د دغې ډلې پر غاړه وي. نوموړي ټينګار وکړ، چې دوی د سولې لپاره واضېح او جامع طرحه وړاندې کړې، خو طالبانو بیا د سولې پر ځای د زور له لارې د واک ترلاسه کولو لپاره هڅې ډېرې کړي دي. نوموړي خبرداری ورکړ، چې طالبان د زور له لارې واک ته نه شي رسېدلی.

ولسمشر غني دغه راز پر نړیوالې ټولنې هم نیوکه وکړه چې طالبانو ته یې سیاسي حیثیت ورکړی او له دې ټولنې یې وغوښتل چې د طالبانو له لوري پر روانو فعالیتونو بې طرفه پاتې نه شي او دا ومني چې دغه ډلې د افغانانو بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

Tags: Top
Previous Post

پنځه هغه ځانګړنې چې په ژوند کې له هرڅه ډېرې مهمې دي

Next Post

چارواکي وروستیو بدلونونو ته معقول او مناسب ځواب وايي؟

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

by Spogmai Radio
اگست 5, 2026
قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي
افغانستان

قزاقستان افغانستان ته د غلو صادرات ۵۷ سلنه زیات کړي دي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی
افغانستان

حنفي: ا.ا د روغتونونو تجهیز او ظرفیت لوړونې ته ژمن دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي
افغانستان

جلالي: ټولو هېوادوالو ته به معیاري روغتیايي خدمتونه برابر شي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي
افغانستان

د کندوز په علي اباد ولسوالۍ کې ۳۰ بستریز روغتون جوړیږي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
د امنیتي ځواکونو د ناکاره او کمزورې رهبرۍ دوام

چارواکي وروستیو بدلونونو ته معقول او مناسب ځواب وايي؟

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

امرالله صالح: حکومتي ادارو کې د فساد پر ضد مبارزه هم پیلوو

امرالله صالح: حکومتي ادارو کې د فساد پر ضد مبارزه هم پیلوو

نوومبر 16, 2020
د ملي پراختیا او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د ملي پراختیا او لوړو زده کړو وزارت تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

جولای 14, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی
نړۍ

روبیو: د هرمز تنګي د بېرته پرانېستلو په خبرو کې پرمختګ شوی

اگست 5, 2026
په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې
افغانستان

په مزار شریف کې د روضې د بیارغونې بېړنۍ چارې پیل شوې

اگست 5, 2026
Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ