چهارشنبه, اگست 5, 2026
سپوږمۍ راډیو
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
    • کتاب
    • پوهنتون
    • څېرې
    • راشه ورشه
  • زموږ سره اړیکه
No Result
View All Result
Spogmai Radio
No Result
View All Result
Looking for a reliable place to play online? With instant deposits, exciting promotions, and a huge game selection, you'll find everything you need at Samba Slots.
Home نړیوال خبرونه

مکاو د ((يو هېواد او دوو نظامونو)) د پاليسۍ د پلي کولو نوی پړاو پیل کړی

Spogmai Radio by Spogmai Radio
دسمبر 21, 2024
in نړیوال خبرونه
0
مکاو د ((يو هېواد او دوو نظامونو)) د پاليسۍ د پلي کولو نوی پړاو پیل کړی
585
SHARES
3.2k
VIEWS
Share on FacebookShare on Twitter

د هسپانيې د ايکرا ورځپاڼې په وروستيو کې يوه مقاله کې ليکلي چې په تېرو ۲۵کلونو کې مکاو ورځ تر بلې يو جالب ځای ګرځېدلی دی. د چين له سترې برخې سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو د ۲۵مې کليزې په رارسېدو سره همدغه ارزونې هم ډېرې شوې دي. د بهرنیو خبري رسنيو په اند مکاو اقتصادي پرمختګ موندلی او ټولنيز ثبات يې ساتلی او د نړۍ له نورو هېوادونو او سيمو سره اړيکې يې هم ورځ تر بلې لاټينګې کړې چې د ((يو هېواد او دوو نظامونو)) د پاليسۍ د پلي کولو په برخه کې نمونه بلل کېږي. مکاو په نوي پيل کې په يوه هېواد کې د دوو نظامونو پاليسي څنګه پرمخ بوزي او څنګه د نړۍ له نورو هېوادونو او سيمو سره تګ راتګ وکړي؟ د چين د دولت رئيس شي جين پینګ د ډسمبر په شلمې نېټې د چين له سترې برخې سره د مکاو د بېرته يو ځای کېدو د ۲۵مې کليزې د نمانځنې غونډې او د مکاو د خاصې اداري سیمې د شپږمې دورې حکومت د لوړې په مراسمو کې يوه مهمه وينا وکړه او يادو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

يو نظام که ښه وي او که نه چې کليدي برخه يې اغېز دی. د مجلې ((مکاو)) ويبسایټ په وروستيو کې ليکلي چې په تېرو ۲۵ کلونو کې مکاو وياړمن نوم تر لاسه کړی چې عصريتوب او عنعنه ښه سره يو ځای شوي او ځايي پرمختګ له نړيوال پرمختګ سره وصل شوی دی. شمېرنې ښيي چې تېر کال د مکاو د کورني تولید عمومي ارزښت د چين له سترې برخې سره د دې سيمې د بېرته يو ځای کېدو د مخکې اوو ځلو ته زیات شوی، د هر تن په سر د کورني توليد عمومي ارزښت يې له ۱۵ زرو څخه تر ۶۹ زرو امريکايي ډالرو ته لوړ شوی او له څه باندې ۱۲۰ هېوادونو او سیمو سره ثابتې سوداګريزې او اقتصادي اړيکې ټينګې شوې او دغه سيمه د څه باندې ۱۹۰ نړيوالو سازمانونو او ارګانونو کې د غړيتوب حق لري. لکه څنګه چې رئيس شي جين پینګ ويلي و، په يوه هېواد کې د دوو نظامونو پاليسي له حياتي ځواک څخه برخمنه ده او بايد په اوږدې مودې کې پرې ټينګار وکړو.

You might also like

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

د روان کال په جولای کې د چين د کمونېست ګوند د شلمې دورې مرکزي کمېټې درېيمې عمومي غونډې د اصلاحاتو د لا ژورتيا او د چيني شکله عصريتوب د پرمخ بېولو لپاره  سيستماټیک کارونه ترتيب کړي او پر دې يې ټينګار کړی چې د ((يو هېواد او دوو نظامونو)) د پاليسۍ له غوره والي څخه په استفادې دې د هېواد  د ورخلاصون لپاره د هانکانګ او مکاو ښه رول ولوبوو چې همدا د چيني شکله عصريتوب په جريان کې د مکاو د شاملېدو، د ځاني پرمختګ لپاره لوری روښانه کړی او د دې سيمې لپاره يې نوی تاريخي فرصت برابر کړی دی.

که فرصت ونيسو، بايد د پخوانيو برياليو تجربو زده کړه وکړو. تر هر څه لومړی دې د يوه هېواد پر بنسټ د دوو نظامونو له غوره والي څخه استفاده وکړو، په لوړې سويې دې خونديتوب وساتو او باکيفيته پرمختګ دې ومومو او له ځانګړي غوره والي څخه دې ګټه واخلو او د هېواد لر و بر پيوستون دې لاپياوړې کړو او دغه راز کليدي ارزښتونه وهڅوو، څو ټولشموليت او همغږي پرمخ لاړه شي. د رئيس شي جين پینګ له خوا وړاندې شوي پورتني څلور اصول نه يوازې د هېواد له سترې برخې سره د هانکانګ او مکاو د بېرته يو ځای کېدو تجربې بلکې په دغو سيمو کې يې د ((يو هېواد او دوو نظامونو)) د پاليسۍ د لاښه پلي کولو لپاره اړوندو څانګو ته لارښوونه کړې ده. د شنونکو په اند له يادې پاليسۍ څخه لا قوي او حياتي ځواک ښکاري، نو مکاو به لا ښه د چيني شکله عصريتوب په جريان کې شامل شي او د نړۍ له نورو هېوادونو او سيمو سره تګ راتګ به زيات کړي او يو لا جالب نړيوال ښار به وګرځي.

په همدې ورځ رئيس شي جين پینګ هم په يادو مراسمو کې د مکاو د خاصې اداري سیمې د نوي حکومت پر وړاندې څلور هيلې هم ښودلې چې هغوی بايد هغه نوې چارې جوړې کړي چې د نړيوالې سيالۍ توان لري، په هنګچين کې د ګوانګ دونګ – مکاو د همکاريزې سيمې او د مکاو ترمنځ اقتصادي همغږي پرمخ بوزي، اړوند اقتصادي اصول دې وصل کړي، په فعاله توګه دې د ګوانګ دونګ، هانکانګ او مکاو د لوی خلیج سيمې په ابادۍ کې برخه واخلي او د استعدادلرونکو کسانو د راغونډولو نړيوال مرکز دې جوړ کړي. په دغو هيلو کې لومړی ټکی د اقتصاد د څو اړخيز پرمختګ پرمخ بېول دي. د مکاو د بېلا بېلو ټولنو په اند دا به د دې سيمې د اقتصادي پرمختګ خوځښت راوړي.

په تېرو ۲۵ کلونو کې مکاو له يو کوچنی کلي څخه پر نړيوال لوی ښار بدل شوی او نړيوالو ته د ((يو هېواد او دوو نظامونو)) د پاليسۍ بریاليتوب ښيي.

Previous Post

له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې شوي

Next Post

شي جين پينګ په مکاو کې له ميشت ولسي ازادي بخښونکي پوځ څخه ليدنه وکړه

Spogmai Radio

Spogmai Radio

Related Posts

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي
نړیوال خبرونه

بېجینګ: جاپان باید تاریخي درسونه زده او محتاط عمل وکړي

by Spogmai Radio
اگست 4, 2026
Next Post
شي جين پينګ په مکاو کې له ميشت ولسي ازادي بخښونکي پوځ څخه ليدنه وکړه

شي جين پينګ په مکاو کې له ميشت ولسي ازادي بخښونکي پوځ څخه ليدنه وکړه

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Recommended

د هانکانګ لپاره د چين”يو هېواد او دوه نظامونه“ پاليسي څرنګه پاليسي ده؟

د هانکانګ لپاره د چين”يو هېواد او دوه نظامونه“ پاليسي څرنګه پاليسي ده؟

جولای 2, 2022
جوزجان کې ۷۰ مېرمنو ته د غالۍ اوبدلو برخه کې د کار زمینه برابره شوې

جوزجان کې ۷۰ مېرمنو ته د غالۍ اوبدلو برخه کې د کار زمینه برابره شوې

فبروري 13, 2024

ټولي

  • Uncategorized
  • افغانستان
  • اقتصاد
  • پوهنتون
  • تبصرې
  • څېرې
  • راشه ورشه
  • روغتیا او ژوند
  • سپورت
  • سیمه
  • غږیزې خپرونې
  • کتاب
  • ليکنې او تحلیلونه
  • معلوماتي خپرونې
  • نړیوال خبرونه
  • نړۍ
  • ورځپاڼې
  • ویډیو

Don't miss it

Uncategorized

The Rise of Online Casinos: Understanding Player Behaviour in 2026

اگست 4, 2026
Uncategorized

Your Ultimate Guide to Mega Rich Casino: Unlocking the World of Online Gaming

اگست 4, 2026
مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو
نړیوال خبرونه

مسکو: که لویدیځ رغنده دریځ غوره کړي اوکراین سره خبرو ته چمتو یو

اگست 4, 2026
د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې
نړیوال خبرونه

د امريکا ۲۵ ايالتونو د ټرمپ د حکومت د تعرفو پر نوي اقدام دعوا کړې

اگست 4, 2026
مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده
نړیوال خبرونه

مصر، قطر او ترکیې په يوې اعلامیې کې پر غزې د اسراییلو تیری وغانده

اگست 4, 2026
ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی
نړیوال خبرونه

ټرمپ: د امریکا او ایران خبرې د تهران لپاره وروستی فرصت دی

اگست 4, 2026
سپوږمۍ راډیو

Designed and Developed By iCode © 2026 SpogmaiRadio. All rights reserved

د پاڼو لېست

  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • سیمه
  • نړیوال خبرونه
  • اقتصاد
  • تبصرې
  • سپورت
  • ليکنې او تحلیلونه
  • روغتیا او ژوند
  • معلوماتي خپرونې
  • زموږ سره اړیکه

موږ په ټولنیزو رسنیو کې تعقیب کړئ